لیکوال: ابو‌ رائف
فراماسونري (برخه: ۸)
دويم پړاو: د نوې رمزي دورې پړاو (له ۱۷۱۷م څخه تر نن پورې)
په تېرو بحثونو کې مو د فراماسونري خوځښت د لومړني تاریخ او رامنځته کېدو څرنګوالي ته اشاره وکړه، خو لکه څنګه مو چې مخکې هم یادونه کړې وه، د دې خوځښت اساسي او مهم پړاو او د هغه وېش له نوي پړاو وروسته را منځته شو، چې دا پړاو د (رمزي پړاو) په نوم يادېږي او د اتلسمې ميلادي پېړۍ په لومړيو کې پيل شو. په دې بحث کې همدا پړاو څېړو او په اړه يې بېلا بېل روايتونه را نقلوو.
په (۱۷۱۷م) کال په لندن کې کومه مهمه پېښه رامنځته شوه؟
دا پوښتنه د ماسونانیانو او د هغوی د مخالفینو ترمنځ د اختلاف اصلي محور دی. ښايي مبالغه نه وي، که ووایو چې دا پوښتنه د ماسونیت په اړه د ګڼو څېړونکو د لیکنو بنسټ جوړوي؛ ځکه په حقیقت کې هر لیکوال چې دې پوښتنې ته کوم ځواب ورکوي، هماغه ځواب د دې ټولنې په اړه د هغه دریځ څرګندوي.
دا دريځ به يا د دې ټولنې په ملاتړ او پلويتوب وي او يا به يې دښمني او مخالفت وي، له دې سره سره به يا داسې مغشوش او سرګردان حالت وي چې د دواړو لورو له جملې به يې د يوې ډلې لپاره هېڅ لار او لوری معلوم نه وي.
د استقرا او مقایسې د طریقې غوښتنه دا ده چې په دې بحث کې بايد یوازې د هغو تاریخپوهانو پر راپورونو بسنه ونه کړو چې د ماسونیت پلویان دي، بلکې د نورو کسانو راپورونه هم ورسره یوځای کړو، چې د پېښو بشپړ او روښانه انځور وړاندې شي. په پیل کې د فراماسونرۍ د پلویانو روایات را اخلو.
(الف) د ماسونیت د پلویانو روایات
له هغو ناستو او پرېکړو وروسته چې په (۱۷۰۳م) کال کې ترسره شوې، د ناستې غړو تایید شوې پرېکړې یوې خوا ته کېښودې او نږدې څوارلس کاله وروسته (یعنې تر ۱۷۱۷م پورې) یې د عملي کولو لپاره کوم اقدام ونه کړ. په هماغه کال د مشهورو ماسونیانو یوه ډله د ډاکټر «تھیو فیلوس دزاګلیه[1]» په مشرۍ چې د انګلستان د پاچاه نږدې طبیعي فیلسوف و او د «جورج پېن» (لرغونپوه) او «جېمز اندرسن» (د سکاټلېنډ د کلیسا واعظ) په ملتیا په لندن کې راټوله شوه. په حقیقت دا کسان حقیقي بنایان نه وو. هغوی د داسې یوه «اعظم محفل» د جوړولو په اړه سلا مشورې وکړې، چې د لندن څلور ماسوني محفلونه سره یوځای کړي او پر دې موضوع یې هوکړه وکړه.[2]
د هماغه کال په فبرورۍ کې دې ډلې د لندن د «وست‌ مینستر» په سیمه کې د «اپل تري تاورن» په محفل کې غونډه وکړه او د ځان لپاره یې «اعظم محفل» جوړ کړ. وروسته یې د هغه د قوانینو د تدوین دنده «جېمز اندرسن» ته وسپارله او له خپله منځه یې د کلنۍ ناستې تر وخته، چې د جون په (۲۴) مه ترسره کېده، یو موقتي «اعظم ريیس» وټاکه.
د (۱۷۱۷م) کال د جون په (۲۴) مه ماسوني محفلونه د «مار پل» په محفل کې سره راټول شول. ګډونوالو ته د دزاګلیه او د هغه د ملګرو پرېکړه وړاندې شوه او ټولو تایید کړه. په دې توګه د «انګلستان اعظم محفل» چې له څلورو محفلونو څخه جوړ و رسمي بڼه خپله کړه او «انتوني سېير» د لومړني «اعظم ريیس» په توګه وټاکل شو.
په دې محفل کې څو نورې مهمې پرېکړې هم تصویب شوې.
د (۱۷۱۷م) کال مهم تصویبونه په لاندې ډول دي:
(۱) «د لندن د (۱۷۱۷م) کال د منشور» د مسودې چمتو کول چې له مخې یې عملي ماسونیت په بشپړه توګه په رمزي او فکري ماسونیت واوښت.
(۲) د درېوو درجو «شاګرد، ملګري، استاد» د عملي ماهیت بدلول او رمزي بڼه ورکول.
(۳) د «د محفل د اعظم ريیس» له لیکلې او تایید شوې اجازې پرته د هر ډول ماسوني محفل د را منځته کولو منع کول او د درجو د لوړولو حق یوازې «محفل اعظم» ته ځانګړی کول.
(۴) د قانوني محفلونو د ريیسانو مکلف کول چې د اعظم محفل په غونډو کې ګډون وکړي، د خپل محفل د کلني فعالیت راپور وړاندې کړي او په دې شرط د خپل محفل د داخلي قوانینو یوه نسخه وړاندې کول چې د اعظم محفل له مقرراتو سره په ټکر کې نه وي.
له دې نېټې وروسته هر کال د جون په (۲۴مه) د اعظم محفل غونډه ترسره کېده، چې پکې دوه محفلونه ډېر مهم وو:
(۱) د (۱۷۲۳م) کال محفل
په دې کال کې د «النظامات الماسونية الحرة» تر سرلیک لاندې په (۳۱) مادو کې د ماسونیت لومړنی قانون‌ لیک خپور شو چې د تدوین چارې یې د دزاګلیه ملګري او یار «جېمز اندرسن» ترسره کړې.
(۲) د (۱۷۲۵م) کال محفل
په دې ناسته کې د درجو د ترفیع حق د نورو محفلونو ريیسانو ته هم ورکړل شو او یوازې تر اعظم محفل پورې محدود پاتې نه شو، چې همدا کار د ماسونیت د پراخېدو او د درجو د زیاتېدو لامل شو.[3]
د ماسونیانو په لیکو کې وېش (انشقاق)
عملي ماسونیت په رمزي ماسونیت بدلول د ټولو ماسونیانو له خوا ونه منل شو. د سکاټلېنډ او ایرلنډ ګڼو محفلونو له دې بدلون سره مخالفت وکړ، تر دې چې په (۱۷۳۹م) کال یې د نوي اعظم د محفل پر وړاندې د «د پخوانیو ماسونیانو اعظم محفل» بنسټ کېښود او د انګلستان ډېری ماسونیان هم ورسره یوځای شول، دې اختلاف ډېر دوام ونه کړ. د نوي اعظم محفل د دې وېش د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړې او په (۱۷۵۴م) کال کې یې «د پخوانیو محفل» اړ کړ چې هغه ومني، که څه هم هغوی خپله جوړښتي خپلواکي وساتله. وروسته په (۱۸۱۳م) کال کې دواړه محفلونه په بشپړه توګه سره متحد شول.[4]
له بریتانیا څخه بهر د رمزي ماسونیت پراختیا
په (۱۷۲۱م) کال کې «رمزي ماسونیت» فرانسې ته لار ومونده او د انګلستان د اعظم محفل په اجازه په پاریس کې په (۱۷۲۵م) کال لومړنۍ محفل تاسیس شو؛ له همدې امله یې د «عام ماسونیت» لقب خپل کړ.
په (۱۷۳۸م) کال کې رمزي ماسونیت په المان، روسیه، امریکا او نورو لوېدیځو او ختیځو هېوادونو کې خپور شو او ډېر محفلونه یې د انګلستان د اعظم محفل تر څار لاندې وو، خو ډېر ژر یې خپلواکي تر لاسه کړه او خپل ځانګړي «اعظم محفلونه» یې رامنځته کړل.
تر ټولو مهم محفل یې «د فرانسې د ختیځ اعظم محفل (Grand Orient de France) و، چې په (۱۷۷۲م) کال کې تاسیس شو او د فرانسې او نورو اروپایي هېوادونو، بلکې د ځینو عربي سیمو په سیاست او دین یې ښکاره اغېز پرېښود. همدا موضوع په (۱۸۷۸م) کال کې د هغه او د انګلستان د محفل ترمنځ د ظاهري اړیکو د پرې کېدو لامل شوه.[5]
د نوي ماسونیت د منشا په اړه د الماني ماسونیانو شک
سره له دې چې په المان کې رمزي ماسونیت ومنل شو، خو ورو ورو يې د غړو په زړونو کې جدي شکونه را پیدا شول او د هغوی ترمنځ یې اختلاف رامنځته کړ. دا شکونه د دوو مهمو پوښتنو پر محور راڅرخېدل:
(۱) ایا ماسونیت یوه نوې ټولنه ده؟ که برعکس، په یوه ډېره پخوانۍ ټولنه کې ریښه لري او هغه پخوانۍ ټولنه کومه وه؟
(۲) ایا ماسونیت له هغو کسانو څخه چې عامو خلکو ته معرفي کېږي، «لوی استادان او مشران» هم لري؟ دا کسان څوک دي، چېرته دي او دندې یې څه دي؟ ایا دوی تعلیم ورکوي که واک چلوي او حکم کوي؟
د دې پوښتنو د ځواب موندلو لپاره په (۱۷۸۲م) کال په المان او په (۱۷۸۵م) کال په فرانسه کې غونډې جوړې شوې، خو د «مکاريوس» په وینا هېڅ روښانه پایله ترې ترلاسه نه شوه.[6]
د لا ژورې څېړنې په ترڅ کې څرګندېږي چې همدغه پوښتنې چې د مکاريوس په تعبیر «بې‌ پایلې» پاتې شوې، نسل په نسل د ماسوني محفلونو په دننه فضا او زړونو کې تکرارېدې، تر دې چې د داسې کسانو د راټوکېدو لامل شوې چې د دې خوځښت د ماهیت او موخو په اړه یې شک او تردید درلود او هغوی د دې حرکت د حقیقت او مقاسدو د بربنډولو په برخه کې کتابونه ولیکل.
ښايي هغه روایت چې په راتلونکي برخه کې به ورباندې بحث وشي، هماغه ځواب وي چې د ماسونیت مشران تل هڅه کوي چې د خلکو له سترګو یې پټ وساتي.[7]
ادامه لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

 [۱]. د دې کس نوم د فراماسونرۍ د پلویانو په سرچینو کې په بېلابېلو بڼو راغلی دی؛ ځینو سرچینو «ثیوفلیس دیزاګلیه»، ځینو «دیون دیزاکولیه» او ځینو نورو «تثوفیل داساجوبلیرس» یاد کړی دی، خو په حقیقت کې دا ټول د لهجو او ژباړو توپیرونه دي. هغه څه چې روښانه دي، دا دي چې همدا کس د «نوې فراماسونرۍ پلار» او اصلي فکري مغز و.

[۲]. الماسونیة فی مصر، مخ: ۲۰؛ همدارنګه: الماسونیة العالمیة، مخ: ۲۷.

[۳]. الحقائق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة، مخونه: ۶۶ او ۶۹؛ همدارنګه: تاریخ الماسونیة العام، مخونه: ۶۳–۶۷.

[۴]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۷۲؛ همدارنګه: تاریخ الماسونیة العام، مخونه: ۶۹، ۷۰.

[۵]. تاریخ الجمعیات السریة والحرکات الهدامة، مخونه: ۱۰۱–۱۰۲.

[۶]. الحقائق الأصلیة فی تاریخ الماسونیة العملیة، مخ: ۷۱.

[۷]. الماسونیة بین أنصارها وخصومها، مخ: ۲۷۴.

Leave A Reply

Exit mobile version