لیکوال: خالد یاغي ‌زهي
د یلدا شپې تاريخ او نمانځلو حکم (برخه: ۶)
یلدا د شریعت په تله کې (دوام)
شریعت د لارې پیل دی او منهاج د دې لارې د دوام څرنګوالی بیانوي. د لارې پيل، دوام او د هغې طريقې او اصول په هر دين کې ځانګړي او خاص دي. په همدې اساس هیڅوک نه شي کولای چې د اسلام په پیل کې له اسلام سره موافقه وکړي، خو د لارې په دوام کې د اروپایي فرهنګ، باستاني ایین، د پخوانیو عنعناتو یا د خپلو نیکونو د منهج پیروي وکړي! دا دواړه نه شي سره یوځای کېدلای. هېڅوک نه شي کولای چې ووایي: «زه د لمانځه، روژې او زکات په برخه کې له اسلام څخه پیروي کوم، خو په اخترونو، جشنونو او مراسمو کې د خپلو نیکونو له ایین څخه پیروي کوم!» د عقل خاوند به دا خبره تلفظ هم کړي؟ منل او ورته تسلیمېدل خو یې لرې خبره ده.
کله چې زموږ لار او طریقه له نورو دینونو څخه توپیر لري او الله تعالی هم د هر دین شريعت او منهاج د هماغه ځانګړي دین لپاره ټاکلي، نو څنګه جرات کولای شو چې د اسلام له بشپړ شریعت او منهاج څخه واوړوو، د زردشت په څیر د منسوخ شوي دین لمن ونیسو او د ناکاره تعلیماتو او میراث پر بنسټ د یلدا شپې نمانځنه وکړو!؟
له هغه الله تعالی څخه باید ووېرېږو چې پر ټولو چارو پوه دی او د خپلو بندګانو د زړونو پټې خبرې اوري او یقین ولرو چې: “إِلَى اللَّهِ مَرْجِعُكُمْ جَمِيعاً فَيُنَبِّئُكُم بِمَا كُنتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ.” ژباړه: «ستاسو ټولو ستنېدل دي، بيا به مو په هغه څه خبر كړي چې پكې مو شخړه كوله.»[۱]
ای مسلمانانو! پوه شئ چې د هر دین اختر او جشن یوازې د هغه دین ځانګړتیا ده او هېڅوک حق نه لري چې له پخوانیو دینونو، لکه د مېترا (هندوانو) یا د مهر (زردشتیانو) د اخترونو پیروي وکړي او ویې نمانځي؛ ځکه دا ډول عمل د هر دین له ځانګړنو سره په ټکر کې دی او د اسلام له تعلیماتو سره موافق نه دی.
الله تعالی فرمایي: “لِكُلِّ أُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوهُ فَلَا يُنَازِعُنَّكَ فِي الْأَمْرِ وَادْعُ إِلَى رَبِّكَ إِنَّكَ لَعَلَى هُدًى مُسْتَقِيمٍ” ژباړه: «موږ د هر امت لپاره د عبادت يوه لاره ټاكلې ده چې دوى ورباندې روان دي، نو دوى دې په دې كار كې جګړه نه درسره كوي او ته د خپل رب لور ته بلنه كوه، يقينا ته خو په سمه لار برابر يې.» [۲]
الله تعالی د هر دین لپاره ځانګړې لار او برنامه ټاکلې ده او په ښکاره ډول وايي چې د هر امت برنامه یوازې د هماغه امت لپاره ځانګړې ده. په همدې اساس هېڅ مسلمان نه شي کولای چې ځان ته اجازه ورکړي چې د نورو دینونو له طریقو پیروي وکړي، د زردشتیانو لرغوني اخترونه ونمانځي او خوشحالي پکې وکړي. که خلک په رښتیني ډول د الله تعالی لپاره عبادات وکړي او بیا د هماغو عباداتو په مناسبت اخترونه ونمانځي، نو په دنیا او اخرت کې به بریالي شي.
الله تعالی موږ پخوانیو او منسوخ شویو دینونو ته له ميلان او نږدې کېدو څخه منع کړې یوو، نو څنګه ممکنه ده چې د دې تمایل سربیره د هغوی اخترونه ونمانځو او په عنعناتو او رواجونو کې ورسره ورته والی وکړو؟
الله تعالی فرمایي: “وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ.” ژباړه: «او هغو خلكو ته مه ور كږېږئ چې ظلم يې كړې، بيا به اور در ورسي او نه به وي تاسو ته له الله پرته دوستان، بیا به درسره مرسته ونه شي.» [۳]
که د ظالمانو پر لور کم تمایل او لېوالتیا د هلاکت سبب کېږي، نو د کافرانو او د هغوی د اخترونو په لور د ډېر ميلان او لېوالتیا پایله به څه وي؟ له شک پرته دا چاره تباهۍ او اور ته ځان غورځول دي.
له همدې امله هر مؤمن باید له جاهلي عنعناتو، رواجونو او رسمونو څخه ځان لرې وساتي او د خپلو پخوانیو نیکونو باطل اخترونه او جشنونه ونه نمانځي. ایا زړه مو غواړي چې د دا ډول بې‌ ګټې کار له امله له عذاب سره مخ شئ؟
رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم په صراحت سره فرمایلي دي: “مَنْ تَشَبِّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ” ژباړه: «څوک چې له کومې ډلې سره مشابهت کوي (د هغوی تقلید کوي)، نو له هماغې ډلې څخه دي.» [۴]
څوک چې غیر اسلامي اخترونه نمانځي، غیر اسلامي اخترونه، عنعنات او رسمونه را ژوندي کوي او له پردیو تقلید کوي، ایا له هغوی سره یې ځان نه دی تشبیه کړی؟
الله تعالی د خپلو پیغمبرانو امتونو ته په پرله پسې توګه ویلي دي چې له هغو قومونو سره دې ورته والی نه کوي چې ګمراه شوي وو یا د الله تعالی له غضب سره مخ شوي وو او د پخوانیو امتونو په تقلید کې یې حرامو، بې ارزښته او بې معنا چارو ته مخه کړې وه: “وَقَالَتِ الْيَهُودُ لَيْسَتِ النَّصَارَى عَلَى شَيْءٍ وَقَالَتِ النَّصَارَى لَيْسَتِ الْيَهُودُ عَلَى شَيْءٍ وَهُمْ يَتْلُونَ الْكِتَابَ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فِيمَا كَانُوا فِيهِ يَخْتَلِفُونَ.” ژباړه: «يهوديان وايي له عیسویانو سره هېڅ حق نشته او عیسویان وايي له يهودو سره هېڅ حق نشته، په داسې حال کې چې دوى دواړه كتاب لولي، همدا شان هغه خلک هم وايي (دعوه كوي) چې هغوى د كتاب عالمان نه دي (مشركان). الله به دا اختلافات چې دا خلک په کې اخته دي د قيامت په ورځ فيصله كړي.» [۵]
پورته ایت کې د “كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ مِثْلَ قَوْلِهِمْ” عبارت شاهد دی، چې الله تعالی د دې خبرې په اړه هغوی ته د محکومیت او عتاب پیغام ورکړی او د دوی په مشابهت یې انتقاد کړی دی. د اخترونو، جشنونو او عنعناتو د نمانځلو په برخه کې مشابهت خو لرې خبره ده.
الله تعالی په هر امت کې دا ډول مشابهتونه نه خوښوي، په کلکه یې ترې منع کړې ده او خپل اصحاب یې پر دا ډول کړنو رټلې دي: “وَقَالَ الَّذِينَ لا يَعْلَمُونَ لَوْلا يُكَلِّمُنَا اللَّهُ أَوْ تَأْتِينَا آيَةٌ كَذَلِكَ قَالَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ مِثْلَ قَوْلِهِمْ تَشَابَهَتْ قُلُوبُهُمْ قَدْ بَيَّنَّا الآياتِ لِقَوْمٍ يُوقِنُونَ” ژباړه: «او وايي هغه کسان چې نه پوهېږي، ولې الله له موږ سره خبرې نه کوي؟ یا ولې موږ ته یوه نښه (ستا په رښتینولۍ دلالت کوونکې) نه راځي؟ همدارنګه به ویل هغو کسانو چې پخوا له دوی څخه وو، د دوی د خبرو په شان، یو رنګ شوي دي زړونه د دوی، په تحقیق سره بیان کړي دي موږ ایتونه هغو خلکو ته چې یقین کوي.» [۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] سورة مائده، آیه: ۴۸

[۲] سوره حج، آیه: ۶۷

[۳] سوره هود، آیه: ۱۱۳

[۴] السجستاني، أبوداود، سنن أبي داود، ج۴، ص۷۸، حدیث: ۴۰۳۳

[۵] سوره بقره، آیه: ۱۱۳

[۶] سوره بقره، آیه: ۱۱۸

Leave A Reply

Exit mobile version