لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ د الهي روزنې بېلګې برخه: (۱۳)
د هابیل او قابیل تر منځ د مخالفت علتونه
د قران کریم په ایتونو کې د ادم علیه‌السلام د دوو زامنو د قربانيو یادونه شوې، خو د دغو قربانیو په اړه عجیبه روایتونه را نقل شوي دي، چې له الهي وحې پرته یې نه شو پېژندلی. دا روایتونه د هېڅ الهي پیغمبرانو په اړه نه دي نقل شوي، نو له همدې امله موږ دا ایتونه له پامه غورځوو؛ ځکه چې سم نه دي او ګټه نه لري.  دغه‌راز  هغه کیسه‌ییز بیان چې الله تعالی په حق سره نقل کړی دا څرګندوي، هر هغه څه چې خلک په دې اړه له هغې پرته وایي، باطل دي.[1]
له همدې امله موږ غوره ګڼو چې کیسه هماغسې چې په پخوانیو ایتونو کې راغلې، په عمومي ډول او بې له ځانګړو جزيیاتو وساتو؛ ځکه په دې اړه ټول راغلي روایتونه د شک وړ دي، چې احتمال لري له اهل کتاب (تورات او انجیل) څخه اخېستل شوي وي.
 په دې اړه یوازې دا ویلای شو چې دوه ورونو د یوې ناڅرګندې موضوع پر سر مخالفت وکړ او د قضاوت لپاره د خپل پلار ادم علیه السلام حضور ته ورغلل. ادم علیه السلام له هر یوه وغوښتل چې د الله لپاره قرباني وړاندې کړي، د هغه چا قرباني چې پر حق وي، د الله له خوا ومنل شي. په دې صورت کې بل لوری باید له خپل دریځه تېر شي، ځکه چې پر حق نه دی.
قرباني یو ځانګړی شی و چې ماهیت یې موږ نه ‌پېژنو او نه هم  د هغه د ټاکلو توان لرو  او هر یو د الله تعالی د نږدېوالي لپاره وړاندې کړه. دا امکان شته چې هغه شی خوراک، څښاک، مال، حیوان، کرنیز محصول یا بل څه وي.
مهم ټکی دا دی چې دواړو قرباني وړاندې کړه، خو د یوه قرباني قبوله شوه او د بل نه. موږ نه‌ پوهېږو چې الله تعالی قرباني څنګه قبوله کړه، بلکې قران کریم موږ ته دا توصیه کوي چې د قربانۍ د قبولۍ طریقه ونه پلټو؛ ځکه دا ډول پوښتنې ګټورې نه دي او کومه پایله نه لري. له بلې خوا، موږ د دې موضوع د څېړلو لپاره لازم وسایل نه لرو، نو ځکه دا ډول څېړنه د وخت ضایع کول او د فکري توان بې‌ ثمره لارې لور ته مصرفول دي.
شهید سید قطب رحمه ‌الله د دې ایت “فَتُقْبَلَ مِنْ أَحَدِهِمَا وَلَمْ يُتَقَبَّلْ مِنَ الْآخَرِ” په تفسیر کې وايي: « فعل په مجهول ډول کارول شوی، ترڅو دا څرګنده کړي چې د قبولۍ یا نه ‌قبولۍ موضوع یوې غیبي قوې او ناپېژندل شوې طریقې ته سپارل شوې ده. دا جوړښت موږ ته دوه مهم مطلبونه راښي.
لومړی: موږ باید د دې قبولۍ د څرنګوالي په اړه څېړنه یا ژور فکر ونه کړو. کوم څه چې باور کېږي د ځینو تفسیرونه په روایتونو کې ډوب شوي دي او ډېر احتمال لري چې له پخوانیو عهدونو څخه اخیستل شوي، اساطیري وي.
دویم: دا معنا القا کېږي چې د یوه ورور د قربانۍ قبولېدل د هغه د کوم ځانګړي فضیلت له امله نه و، چې حسد را وپاروي او د وژنې زمینه برابره کړي؛ ځکه چې هغه په دې موضوع کې هېڅ رول نه درلود، بلکې دا یوه غیبي قوه وه چې په ناپېژندل شوې طریقه (د دواړو وروڼو له درک او ارادې پورته) دا فیصله وشوه، نو د بل ورور له خوا غوسه او د وژنې خیال هېڅ توجیه نه لري. په اصل کې د وژنې فکر تر ټولو لرې تصور دی، چې ممکن د یوه سالم انسان ذهن ته په دې زمینه کې راشي؛ ځکه دا د عبادت او نږدېوالي ساحه ده او د یوې پټې غیبي قوې قلمرو دی، چې د ورور اراده پکې هېڅ مداخله نه لري.[2]
 هغه نفرت چې د جرم لامل شو
کینې او حسد بالاخره د قابیل پر زړه غلبه وکړه، هغه څوک چې قرباني یې د الله تعالی له خوا ونه منل شوه. شیطان پرې واکمن شو او د نوموړي زړه یې له حقیقت منلو او د حق لارې ته د بېرته ګرځېدو څخه منع کړ. دا تسلط قابیل د یوې شومې نقشې پر لور سوق کړ. د خپل ورور، هابیل، وژنه؛ هغه چې قرباني یې د الله تعالی له خوا قبوله شوې وه. قابیل نه یوازې د دې کار فکر وکړ، بلکې په پیاوړي عزم سره یې د دې وېرې جنایت د ترسره کولو هوډ وکړ، داسې جنایت چې د بشریت په تاریخ کې لومړۍ وژنه شوه.
دې حسد کوونکي او سرکش انسان خپل ورور ته په دې ټکو سره خپله کلکه پرېکړه اعلان کړه: “لَأَقْتُلَنَّکَ” دا جمله، په کلک ټینګار سره، یو زړور خو کرکجن دریځ څرګندوي؛ دا عمل بې له کوم دلیل پرته، یوازې له ړوند حسد او هغې بدۍ څخه سرچینه اخیستې وه، چې په پاک فطرت کې هېڅ ریښه نه لري.[3]
د خپل ورور د ګواښ په وړاندې د یو مؤمن ورور دریځ
کله چې هابیل د خپل ورور د هغه د وژلو ګواښ او د هغه دا اراده واورېده، نو په ځواب کې یې وویل (لکه څنګه چې خدای تعالی موږ ته خبر راکړی دی): “إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ اللَّهُ مِنَ الْمُتَّقِينَ * لَئِن بَسَطتَ إِلَيَّ يَدَكَ لِتَقْتُلَنِي مَا أَنَا بِبَاسِطٍ يَدِي إِلَيْكَ لِأَقْتُلَكَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ رَبَّ الْعَالَمِينَ”.[4] ژباړه: « خدای جل جلاله یوازې د ( پرهېزګارانو) کار قبولوي. که ته زما د وژلو لپاره ماته لاس را اوږد کړې، زه به ستا د وژلو لپاره تا ته لاس در اوږد نه کړم. اخر زه له الله څخه، چې د کایناتو رب دی وېره لرم.»
په دې توګه مؤمن ورور په پاکۍ او صداقت سره چارې بېرته خپل اصلي حالت ته را وګرځولې. هغه په داسې ایمان سره چې د اعمالو د قبولۍ علتونه درک کوي، فاسد ته په نرمه توجيه سره لارښوونه کوي چې له الله تعالی څخه ووېرېږي او هغه لارې ته یې هدایت کوي، چې عمل پکې د الله تعالی له خوا قبلېږي. په همدې حال کې، هغه ته په نرمه ژبه سزا ورکوي، بې له دې چې داسې خبره وکړي، چې هغه ته زیان ورسوي یا یې را وپاروي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. محمد، رشید رضا، تفسیر المنار، ج6، ص341.

. محمد، سید قطب، فی ظِلال القرآن، ج2، ص875.،[2]

. همان، ج2، ص876.[3]

. المائده/28-27.[4]

Leave A Reply

Exit mobile version