ليکوال: ابورايف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (دري اویایمه برخه)
اروپا ته د اسلامي تمدن د لېږد لارې؛
په دې برخه کې غواړو وڅېړو چې اسلامي تمدن څه ډول اروپايي او لوېديځو هېوادونو ته لار ومونده. دې کې شک نشته چې اروپايانو له اسلامي کلتور او تمدن څخه په خپلو هېوادونو کې ډېره ګټه اخيستې ده او په بېلابېلو برخو کې د دې لوی تمدن پوروړي دي.
د تمدنونو بقا او دوام د انسانيت په تاريخ کې د افکارو، علم، اخلاقو او پايدارو آثارو په برخه کې د دوی له رول سره تړلی دی. اسلامي تمدن د بشريت د پرمختګ په تاريخ کې ستر رول ادا کړی، له دې څوک انکار نشي کولای. په همدې اساس کولای شو په اروپا او د اروپايي تمدن او نهضت په راټوکېدو کې هم د اسلامي تمدن اغېزې تشخیص کړو؛ ځکه هغه څه چې اروپا وروسته د تمدن په ډګر کې تر لاسه کړل په حقيقت کې د هغه اسلامي تمدن له برکته وو چې تر دې پخوا غوړېدلی و. دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه د اروپا نوې دوره د اسلامي تمدن د روڼتيا د دورې طبيعي تسلسل دی او هېڅ داسې نوې پوله نه ده رامنځته شوې چې دا دواړه له يو او بل څخه بېل کړي.
د اسلامي تمدن او د لوېديځې مسيحي اروپا د منځنیو پیړیو ترمنځ (د دې پېړيو په دوران کې اروپا د تورتم او زوال دوره تجربه کوله) د اړيکو په اړه نږدې ټول تاريخپوهان په دې موافق دي چې دا اړيکې د دريو اساسي لارو په وسیله ټينګې شوي چې هرې يوې يې د فعاليت د کچې او د فرهنګي ميراث د لېږد له مخې له بلې سره توپير درلود.
اندلس
اندلس د اسلامي تمدن تر ټولو مهمه لار او اصلي پُل و چې اروپا ته یې په علمي، فکري، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د اسلامي کلتور او علم لېږد ممکن کړ. دا خاوره – چې د اروپا يوه برخه ده – د اتو پېړيو (۹۲-۸۹۷هـ / ۷۱۱-۱۴۹۲م) لپاره د اسلامي تمدن د خپرېدو تر ټولو روښانه منبر ګڼل کېده. آن د سياسي ضعف او د ملوک‌الطوائفي د خپرېدو په وخت کې هم د پوهنتونونو، مدرسو، کتابتونونو، کارځايونو، ماڼيو، باغونو، عالمانو او اديبانو له لارې د هغو اروپايانو د پام وړ مرکز و چې له دې سيمې سره يې نږدې او دايمي اړيکې درلودې.[۱]
کله چې مسلمانان په هسپانيا (اندلس) کې مېشت شول، نو ځانونه يې علم ته وقف کړل او د علومو، ادب او هنر په وده بوخت شول. هغوی په ځينو برخو کې آن له ختيځو مسلمانانو هم مخکې شول او په ټولو علومو کې يې نوي او عجيب ابتکارات رامنځته کړل. له همدې لارې اروپا يو روښانه او شفافه سرچينه وموندله چې د يوولسمې ميلادي پېړۍ له وروستيو او د پنځلسمې پېړۍ تر رنسانس دورې یې ګټه ترې واخيسته.
«ګوستاو لوبون» (Gustave Le Bon) وايي: «عربانو د هسپانيا تر بشپړې فتحې وړاندې هلته خپل تمدني رسالت پيل کړ. لږ تر لږه يوه پیړۍ کې يې مړاوې شوې ځمکې بېرته راژوندۍ کړې، وران ښارونه يې اباد کړل، ښکلې ودانۍ يې جوړې کړې، له نورو ملتونو سره يې پياوړې سوداګريزې اړيکې ټينګې کړې او وروسته يې ځانونه د علومو او ادب د مطالعې لپاره وقف کړل. هغوی د يونانيانو او روميانو آثار وژباړل او پوهنتونونه يې تاسيس کړل چې د اوږدې مودې لپاره په اروپا کې د فرهنګ يوازينی پناه ځای و.»[۲]
له زغم او تسامح ډک اسلامي سياست د اهل ذمې – يهود او نصارا – په زړونو ژور اغېز وکړ. د هسپانيا عرب‌ژبو مسيحيانو (مستعربانو) د عربي ژبې زده‌کړې او کارونې ته مخه کړه، آن تر لاتيني ژبې یې غوره وګڼله. ډېریو يهوديانو هم د عرب استادانو تر لارښوونې لاندې علم زده کاوه.
له عربي ژبې د ژباړې نهضت وده ومونده، په ځانګړي ډول د دولسمې او ديارلسمې ميلادي پېړۍ په موده کې په «طليطله» (ننني تولودی) ښار کې. دا ژباړې يا له عربي څخه هسپانوي او بيا له هسپانوي څخه لاتيني ته کېدې، او يا هم نېغ په نېغه له عربي څخه لاتيني ته. دا ژباړې يوازې د مسلمانو علماوو تر آثارو محدودې نه وې، بلکې د يونانيانو هغه مهم آثار هم وژباړل شول چې دوه پېړۍ وړاندې په ختيځ کې عربي ته اړول شوي وو؛ لکه د «جالينوس»، «بقراط»، «افلاطون»، «ارسطو»، «اقلیدس» او نورو آثار.
د طليطله د مشهورو ژباړونکو له ډلې يو یې «جيراردو کرمونيایي» (Gerard of Cremona) و چې د ۱۱۵۰م کال په شاوخوا کې له ايټاليا څخه طليطله ته راغلی و. ويل کېږي چې نوموړي نږدې سل کتابونه وژباړل چې يو ويشت (۲۱) يې طبي کتابونه وو؛ د بېلګې په توګه د امام ابو زکرياء رازي «المنصوري» او د ابن سينا «القانون» کتاب یادولای شو. د دغو ژباړو يوه برخه د ده د شاګردانو د کار پايله وه  چې د ده تر څارنې لاندې یې ژباړې ترسره کولې، او ځینې کارونه یې له نورو ژباړونکو لکه غالبوس (Galipus) (عرب‌ژبی مسيحي) سره په همکارۍ ترسره کړل.
په دولسمه پېړۍ کې هسپانويانو او هغو کسانو چې هسپانيا ته راغلي وو هم د ژباړې کار پيل کړ. وروسته بيا د کاستيل پاچا «آلفونسو لسم» (۱۲۵۲–۱۲۸۴م) څو لوړې تعليمي مؤسسې رامنځته کړې او خلک یې له عربي ژبې څخه لاتيني، او کله ناکله کاستيلي ژبې ته ژباړو ته وهڅول.[۳]
د لوېديځ نامتو تاريخپوه «جرج سارتون» (George Sarton) وايي: «مسلمانانو – د ختيځ نابغه‌ګانو – د منځنيو پېړيو تر ټولو لویې علمي لاسته راوړنې درلودې. په عربي ژبه ارزښتناک، اصيل او له محتوا ډک آثار ليکل شوي دي. د اتمې پېړۍ له نیمایي د يوولسمې پېړۍ تر پايه پورې عربي ژبه د بشريت د علمي پرمختګ ژبه وه؛ تر دې چې هر چا به چې غوښتل له معاصرو علومو سره بلدتيا ولري، نو اړ وو چې عربي زده کړي. ډېریو غيرعرب‌ژبو عالمانو هم دا کار وکړ. نور نو اړتيا نشته چې د رياضياتو، فزيک، نجوم، کيميا، نبات‌پوهنې، طب او جغرافيه په برخه کې د مسلمانانو علمي لاسته راوړنې يادې کړو.»[۴]
د اسلامي تمدن د انتقال په برخه کې د قرطبې د مقام په اړه «جوان برانت تراند جان» ليکي: «قرطبه په لسمه پېړۍ کې د اروپا له ټولو ښارونو پرمختللې وه او د نړۍ د خلکو د حېرانۍ او ستاينې ځای و. له شمالي هېوادونو راغلو مسافر به د داسې ښار کيسې اورېدې چې اويا کتابتونونه او نهه سوه عامه حمامونه يې درلودل. کله به چې د لېون، ناوارا يا بارسلونا واکمنانو يو جراح، انجنير، معمار، خياط يا موسيقار ته اړتيا پیدا کوله، نو قرطبې ته به يې مخه کوله.»[۵]
نامتو مفکر «ليوپولد وایس» – چې وروسته په اسلام مشرف شو او نوم يې محمد اسد کېښود – ټينګار کوي:
«دا مبالغه نه ده که ووايو چې د معاصر علمي عصر بنسټ، چې نن موږ پکې ژوند کوو د اروپا په ښارونو کې نه دی اېښودل شوی، بلکې په اسلامي مرکزونو لکه دمشق، بغداد، قاهره او قرطبه کې ايښودل شوی دی.»[۶]
المانۍ څېړونکې زيګريد هونکه (Sigrid Hunke) ليکي: «د پيرنه غرونه (Pyrenees) د دې اړيکو پر وړاندې خنډ نه شول؛ له همدې امله د اندلس عربي تمدن لوېديځ ته خپله لار وموندله.»
نوموړې زياتوي: «د عربي تمدن مشعل د اندلس له لارې د هغو زرګونو اروپايي اسيرانو په لاس منتقل شو چې له قرطبې، سرقسطة او د اندلس له نورو فرهنګي مرکزونو به بېرته ستنیدل. د لېون، جنوا، ونيز او نورنبرګ سوداګر د اروپايي ښارونو او اندلس تر منځ د اړيکو منځګړي وو. ميليونه مسيحي زائرين چې د سنتياګو (Santiago) پر لور به روان وو له عربي سوداګرو او د شمالي اندلس له مسيحي زائرينو سره مخ کېدل. د شوالیانو، سوداګرو او روحانيونو دا سېلاب چې هر کال به له اروپا څخه هسپانيا ته راتلو خپلو وطنونو ته د اندلس د تمدن بنسټونه انتقال کړل. يهوديانو هم د سوداګرو، طبيبانو او عالمانو په توګه لوېديځ ته د عربي کلتور په انتقال کې ستره ونډه درلوده، او د طليطله د ژباړې په نهضت کې يې مهم رول ادا کړ. هغوی ډېرې کيسې، افسانې او حماسي روايتونه هم له عربي څخه تر اروپا ورسول.»[۷]
نو په دې توګه اندلس د اسلامي تمدن يو له مهمو مرکزونو او اروپا ته د اسلامي تمدن د لېږد يوه له اساسي لارو څخه ګڼل کېده.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] المبارک، هاني، دور الحضارة العربیة الإسلامیة فی النهضة الأوربیة، ص: 51، دارالفکر، دمشق، سوریه.

[۲] لوبون، گوستاو، حضارة العرب، ص: 287، مؤسسه الهنداوي، جمهورية مصر العربية.

[۳] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟، ص: 698.

[۴] شمسي باشا، حسان، هکذا کنا یوم کنا، ص: 8، دارالمنارة، جده، عربستان سعودي.

[۵] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟، ص: 696.

[۶] الإسلام علی مفترق الطرق، ص: 40.

[۷] شمس العرب تسطع علی الغرب، ص: 31.

Leave A Reply

Exit mobile version