لیکوال: صلاح ‌الدین عمر
اګزیستانسیاليزم (دويمه او وروستۍ برخه)
د اسلام له نظره د اګزیستانسیاليزم د فلسفي بنسټونو نقد
(الف) مطلقه ازادي د الهي امانت پر وړاندې یو دروند او بې‌ ملاتړه بار
د اګزیستانسیاليستي لیدلوري له مخې انسان په مطلق ډول ازاد دی. سارتر وايي: «موږ پر ازادۍ محکوم یوو» همدا ازادي په خلا کې رامنځته کیږي؛ ځکه کله چې له الله تعالی څخه انکار کېږي نو الهي قانون او مخکې له مخکې ټاکل شوی هدف هم له منځه ځي.[۱]
 اسلامي نړۍ لید د انسان له ازادۍ څخه انکار نه کوي، اسلام د ازادۍ لپاره موخه او مسؤلیت ټاکي. په اسلام کې انسان نه بې‌ ماهیته موجود دی او نه هم پر جبري برخلیک محکوم، بلکې د انسان ماهیت له وړاندې ټاکل شوی دی، چې د خدای تعالی خلافت او بندګي ده.
قران کریم د خلقت د موخې په ټاکلو سره د انسان ازادي له بې ‌معنایۍ څخه ژغوري: «وَمَا خَلَقْتُ الْجِنَّ وَالْإِنسَ إِلَّا لِيَعْبُدُونِ» [الذاریات: ۵۶] ژباړه: «ما پېریان او انسانان یوازې د دې لپاره پیدا کړي دي چې زما عبادت وکړي.»
نو له دې څخه څرګندېږي چې ازادي رنځ او دروند بار نه، بلکې الهي امانت او تکلیف دی. انسان په خپل انتخاب کې ازاد دی، خو دا انتخاب د «صراط مستقیم» (الهي رضا) او «انحراف» (د نفس هوا) تر منځ ترسره کېږي، نه د معنا لرونکې او بې ‌معنا هستۍ تر منځ؛ ځکه چې د وجود معنا مخکې تر  مخکې ټاکل شوې ده.
د اسلام له نظره د اګزیستانسیالیستي ازادۍ په پایله کې نفس‌ پالنې ته لاره هوارېږي او هر ډول تعهد له منځه ځي.
(ب) د سکون او اطمینان پر وړاندې د هستۍ اضطراب او پوچ‌ پالنه
اګزیستانسیاليزم پر اضطراب (Anxiety) او له پوچۍ (Absurdity) سره یې پر مقابلې ټینګار کوي. کله چې انسان پوه شي هېڅ ډول مخکې له مخې ټاکل شوی الهي، اخلاقي یا منطقي بنسټ شتون نه لري، نو له یوازېتوب، ویرې او پوچۍ (بې معنايۍ) سره مخ کېږي. که څه هم اګزیستانسیاليزم له نهیلیزم سره توپیر لري، خو د ډېرو منتقدینو په اند نهیلیزم اګزیستانسیاليزم  ته لار پرانېزي.[۲]
اسلام د اضطراب او وجودي وېرې شتون نه ردوي، خو حل يې د پوچۍ په منلو کې نه لټوي.
د اسلامي لیدلوري له مخې د اضطراب او دروني خلا درملنه په هستۍ او مطلق الهي حکمت ته په ور ګرځېدو کې ده.
قران کریم د ارامتیا تر ټولو لویه سرچینه د الله تعالی ذکر او له هغه سره اړیکه بللې ده: «الَّذِينَ آمَنُوا وَتَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُم بِذِكْرِ اللَّهِۗ أَلَا بِذِكْرِ اللَّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ» [الرعد: ۲۸] ژباړه: «هغوى چې ايمان راوړى او د الله په يادولو يې زړونه ډاډه شوي، خبردار اوسئ چې زړونه خو د الله په ياد ډاډه كېږي.»
همدا الهي سکون د اګزیستانسیالیستي وېرې بدیل دی. پر داسې نړۍ باور چې د حکیم او دانا رب له لوري اداره کېږي، انسان ته ډاډ ورکوي چې کړاوونه او انتخابونه یې بې‌ موخې نه دي او دا په خپله د واقعي مسؤلیت ‌پذیرۍ تر ټولو پیاوړی ملاتړ دی.
ټولنیزې پایلې: له ټولنې او اخلاقي فضیلتونو څخه جلا کېدل
د اګزیستانسیاليزم فلسفه چې په فردیت مطلق ټینګار کوي او هر ډول ګډ او ثابت ارزښت ردوي، له ځان سره ډېرې ژورې ټولنیزې ستونزې راوړي:
ستونزه
تشریح او نقد
د اسلام لیدلوری
فردي انزوا (Individualism)
پر فردي اصالت له حده زیات ټینګار او له ډلې بېلېدل د ټولنیزو او کورنیو اړیکو د کمزوري کېدو لامل شوي او په معاصرو ټولنو کې یې روحي یوازیتوب ډېر کړی دی.
د حدیث شریف مطابق: « مَثَلُ الْمُؤْمِنِينَ فِي تَوَادِّهِمْ وَتَرَاحُمِهِمْ وَتَعَاطُفِهِمْ، مَثَلُ الْجَسَدِ» (جامع ترمذي)
 په دې حدیث کې مؤمنان د یوه واحد بدن په څېر بلل شوي، یعنې اسلام د افراطي فردیت پر ځای ټولنه د سوکالۍ محور ګڼي.
اخلاقي نسبیت (Moral Relativism)
کله چې الهي امر او نهي نه وي، نو اخلاقي ارزښتونه د فرد د ذهني قضاوتونو پر اساس را منځته کېږي. دا کار اخلاق نسبي کوي او هر عمل د «فردي مسوليت» تر نوم لاندې د توجيح وړ ګرځوي.
قران کریم د عدل او قسط ټينګښت او د معروف او منکر ثابته کچه د اسلامي ټولنې وجیبه بولي. اخلاق د سلیقې تابع نه دي، بلکې الهي تکلیف دی چې د فطرت او وحې پر بنسټ ټاکل شوی.
د ژوند د معنا سقوط
چې (ژوند پکې له رنځ څخه د ډکې ځان جوړونې پر پروژې بدلېږي) په داسې نړۍ کې ژوند کول هېڅ معنا نه لري او ژوند پکې د رواني ستونزو، وېرې او نا امېدۍ لامل کېږي، په ځانګړي ډول د نوي نسل تر منځ.
په اسلام کې (ژوند د اخرت کرونده ده) دا ډول ليد لوری د ژوند نهايي معنا له پوچ دنيوي محدوديت څخه پورته کوي او ان کوچنۍ ورځنيو چارو ته هم ابدي ارزښت ورکوي، لکه: له ګاونډي سره نېکي کولو ته ارزښت ورکوي.
په اسلامي ټولنو کې د اګزیستانسیاليزم رفتاري بېلګې
په اګزیستانسیاليزم کې ازادي داسې تعریف شوې چې له هر ډول بهرنۍ قوې، تکلیف، او شرعي/اخلاقي نظام سره په ټکر کې ده. انسان یې باید پر ضد «پاڅون» وکړي. همدارنګه هيومانيزم (Humanism) انسان د هر څه محور او معیار ګرځوي.
دا ډول فکر د اسلامي ټولنو د ټولنیز يووالي او کورني نظام د کمزوري کېدو سبب کېږي، په داسې حال کې چې شریعت پر متقابل مسؤلیت، ټول پالنې او د امت پر محوریت ولاړ دی.
زموږ په ټولنه کې د یاد مکتب له لوري د مطلقې ازادۍ، سنت او تکلیف پر وړاندې د بې پروایۍ او افراطي فردیت رواج کېدل په څرګند ډول لیدل کېږي:
ساحه
د چلند/اثر دلالت
له اسلامي احکامو سره ټکر
هنر او ادب
د داسې اثارو (فلم، ناول او…) توليدول چې کاذبه وېره او د هويت بحران عاموي او پر ديني ارزښتونو پابندي ردوي.
د اسلام له نظره د خلقت له هدف او ژوند له معنا څخه انکار.
انفرادي اړیکې
د ژوند په پرېکړو کې افراطي فردیت، د والدینو او ټولنې د حقونو رد، د دیني او ټولنیزو قواعدو او نورمونو ماتول.
د کورنۍ د بنسټ، ټولنیزو او اخلاقي مسئولیتونو کمزوري کول.
عامه اخلاق
 د شرعي تکاليفو، لکه: حجاب، د حلالو او حرامو حدود نادودول د «وجودي ازادۍ» په نوم او دا دعوه چې هر څوک ځانته په خپله اخلاق را منځته کوي.
له اسلامي اصل (تکليف مدارۍ او شريعت محورۍ) سره ښکاره تضاد.
پایله
الهي فطرت او د عبودیت اصالت ته بېرته ورستنېدل
اګزیستانسیاليزم له الهي مبدا په انکار کولو سره ونه توانېده چې د انسان لپاره وروستی حل وړاندی کړي؛ انسان یې د پوچۍ او اضطراب په ډنډ کې یواځې پرېښوده.
د اسلام له نظره یاد مکتب د هغه خلا د ډکولو ناکامه انساني هڅه ده چې د الهي فطرت ردولو پر اساس رامنځته شوې ده.
برعکس يې اسلام یو جامع، ثابت او فطري نظام وړاندې کوي چې:
  1. هدف او غایت له مخکې ټاکي.
  2. ازادي له مسؤلیت او الهي امانت سره تړي.
  3. د هستۍ اضطراب د الله تعالی د ذکر په وسیله درملوي.
هغه ټولنه چې غواړي له روحي بحرانونو، اخلاقي زوال او فکري ګډوډیو څخه په امن کې وي، اړه ده چې د دین لمن ونیسي او قرآن کریم او د رسول الله صلی ‌الله ‌علیه‌وسلم سنتو ته رجوع وکړي. یوازې بندګۍ او الهي عبودیت په چوکاټ کې ژوند اصلي معنا موندلی شي. له بده مرغه زموږ په ټولنو کې له دې ټولو الهی لارښوونو سره سره، چې د ژوند هر اړخ تنظیموي یو شمېر ناخبره ځوانان او غربي فکر تعقیبوونکي د داسې نظریاتو د تطبیق هڅه کوي چې ټولنې له بربادۍ سره مخ کوي.
الله تعالی دې موږ د بشري نظریاتو د غلط تطبیق له شر څخه وساتي!
 دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

‏[۱] Sartre, Jean-Paul. Being and Nothingness. Paris: Gallimard, 1943.

‏[۲] Kierkegaard, Søren. The Concept of Anxiety. Copenhagen: C.A. Reitzel, 184

Leave A Reply

Exit mobile version