لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پينځه‌ویشتمه برخه)
د سنت د اعتبار په انکارولو کې د مډرنیزم د پلویانو شکونه
۲. دویم شک
مډرنیستان او د حدیث منکرین دا شک راپورته کوي چې قران کریم په بېلابېلو ځایونو کې خپل ایتونه بیان کړي دي. دا په څرګنده توګه ښیي چې قران کریم په‌خپله واضح دی او نور وضاحت ته اړتیا نه‌لري.
ځواب
د دغه شک په ځواب کې باید وویل شي:
لومړی، دا مطلب چې «بیانونه» دي، د توحید، نبوت او قیامت په څیر د بنسټیزو عقیدو مسایل پکې شامل دي، کوم چې په بشپړ ډول روښانه او څرګند دي او په لږ فکر او غور سره درک کېدای شي؛ خو له دې پرته نور مسایل لکه: معاملات، ورته والی او ځینې نور احکام اسانه نه دي او «بیانونه» دا نه رانغاړي او د هغوی د توضیح لپاره، د پیغمبر اړتیا ده؛ لکه څنګه چې ډېر معاملات او احکام په اجمالي ډول ذکر شوي او پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د خپلو مهمو حدیثونو په واسطه هغه تفسیر او توجیه کړي دي.
دویم، دا سمه ده چې قران کریم روښانه دی، خو دا په دې مانا نه‌ده، چې د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم له بیان څخه بې‌نیازه دی؛  ځکه چې قران کریم  د قران تشریح او تفسیر د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم دنده ټاکلې ده. «وأنزلنا إلیک الذکر لتبین للناس ما نزل إلیهم»[1]
درېیم، قران کریم ځینې داسې احکام لري، چې له سنت پرته نه‌شو کولای درک یې کړو.
۱. قران په دې اړه وايي: «أقیموالصلاة» خو د رکعتونو شمېر، د دوی د ترسره کولو کیفیت او دغه‌راز وختونه یې په سنت کې راغلي دي.
۲. قران د زکات پر ورکړې امر کوي؛ خو د نصاب، اندازې او نورو په اړه هیڅ څه نه دي ذکر شوي او دا په سنت کې بیان شوي دي.
۳. په قران کریم کې د حج او عمرې په تر سره کېدو امر شوی: «وأتموا الحج والعمرة لله» خو د د حج د مراسمو جزئیات په سنت کې بیان شوي دي.
۴. د روژې فرضیت په قران کې ذکر شوی؛ خو جزئیات او مسایل یې له سنتو څخه معلوم شوي دي.
۳. درېیم شک
نوښت‌ګران او د مډرنیزم پلویان د سنت د اعتبار د انکار لپاره پر دې پېښه هم استدلال کوي، چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د مدینې انصار د خرما د ونو له «تأبیر» څخه منع کړي وو؛ خو هماغه کال ونو ښه حاصل ور نه‌کړ او مېوې یې ښه کیفیت نه درلوده. کله چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له دې حالت څخه خبر شو، ویې ویل: «انتم أعلم بأمور دنیاکم» ژباړه:  «تاسو د خپلو دنیوي چارو په اړه ډېره پوهه لرئ.»
ځواب: د پيغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم لارښوونې او ویناوې دوه اړخونه لري:
۱. د هغه د بیانونو او لارښوونو هغه برخه، چې هغه د یو رسول او قانون جوړونکي په توګه وړاندې کړه، د ده دا  دول بیانونو د قانون جوړونې او د احکامو د بیان ځانګړتیا لري.
۲. د ده د بیانونو بلې برخې د مشورې اړخ درلود، په‌دې مانا چې د مشورې په توګه یې له خپلو اصحابو او مسلمانانو سره شریکولې. د ده دا وینا «انتم أعلم بامور دنیاکم» په دویم ډول پورې اړه لري. له همدې امله، دا وینا د سنت د انکار لپاره د دلیل په توګه نه‌شي کارول کیدای، نو دا دلیل په بشپړ ډول غلط دی او هیڅ علمي یا منطقي اړخ نه‌لري.
۳. بله دا چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د شریعت د قانون جوړونې او د شرعي احکامو د بیان لپاره را لېږل شوی دی، نه د هر ډول دنیوي چارو لکه: کرنه، معمارۍ او نورو د توضیح لپاره. دا هغه موضوګانې دي، چې د تجربې او تخصص له لارې پرې مهارت ترلاسه کېدای شي. نو شریعت هم د دنیوي چارو په برخه کې عقل او تجربې ته ډګر خلاص پرېښود، چې دا خپله د شریعت د کمال نښه ده، نه د هغه کمښت.
۴. څلورم شک
حدیثونه د اصحابو او او هغو کسانو لپاره چې د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم په وخت کې یې ژوند کاوه، اړتیا وه؛ خو زموږ لپاره اړتیا نه‌ده. دا جمله د سنت له اعتبار څخه د انکار په اړه د مډرنستانو له بنستيزو شکونو څخه ده.
ځواب
دا نظریې او شکونه چې مډرنستان او د حدیث منکرین یې وړاندې کوي له عقل او منطق څخه لېرې شک دی؛ یعنې داسې ښکاري چې دوی د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم رسالت د اصحابه کرامو رضی الله عنهم په دورې پورې ځانګړی ګڼي، په‌داسې حال کې چې ډیری ایتونه دي، چې دا نظریه په څرګنده توګه ردوي او ثابتوي، چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم رسالت تر قیامت پورې نړۍوال او ابدي دی:
۱. «قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا»[2]ژباړه: « ووایه: اې خلکو! له شک پرته زه د خدای له لوري ستاسو لپاره رالېږل شوی یم.»
۲. «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا كَافَّةً لِّلنَّاسِ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَـٰكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ»[3] ژباړه: « او موږ ته نه یې لیږلی مګر د ټولو انسانانو لپاره د زیري ورکوونکي او ویروونکي په توګه، مګر ډیری خلک نه پوهیږي.»
۳. «تَبَارَكَ الَّذِي نَزَّلَ الْفُرْقَانَ عَلَىٰ عَبْدِهِ لِيَكُونَ لِلْعَالَمِينَ نَذِيرًا»[4] ژباړه: « ډېر برکتناک او لوړ دی هغه (الله) چې پر خپل بنده یې فرقان [= قران، چې د حق او باطل جلا کوونکی دی] نازل کړ، ترڅو هغه د نړۍوالو لپاره خبر ورکوونکی و اوسي.»
۴. «وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِّلْعَالَمِينَ»[5] ژباړه: « او موږ تا نه یو استولی مګر د نړۍوالو لپاره د رحمت په توګه.»
علامه مفتی تقي عثماني حفظه‌الله‌تعالی د دې نظریې د رد په ترڅ کې وایي: «اصلي پوښتنه دا ده چې ایا د قران د درک لپاره د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم لارښوونو ته اړتیا شته که نه؟ که اړتیا نه وي، نو بیا د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم رالېږل د کومې موخې لپاره و؟ او که د رسول رالېږل اړین وي، نو دا حیرانوونکې ده چې صحابه د هغه لارښوونو ته اړتیا لرله؛ خو موږ بې‌نیاز یو. حال دا چې صحابه رضی‌الله‌عنهم د قران د نزول شاهدان وو، د ایتونو د نزول اسبابو ته یې بشپړ لاسرسی درلود او د قران د نزول په چاپېریال کې یې ژوند کاوه؛ خو موږ له دې ټولو محروم یو.»[6]
دوام لري…

مخکنئ برخه

[1]. نحل: ۴۴.

[2]. سورۀ اعراف، آیۀ 158.

[3]. سورۀ سبأ، آیۀ 28.

[4]. سورۀ فرقان، آیۀ 1.

[5]. سورۀ انبیاء، آیۀ 107.

[6]. حجیت حدیث، ص ۱۹.

Leave A Reply

Exit mobile version