لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (لسمه برخه)
ب: په اسلام کې پرمختګ‌پالنه
اسلام یو بشپړ او له انساني ذات سره همغږی دین دی، الله جل جلاله دا دین د بشر د لارښوونو او له ګمراهۍ څخه د خلاصون لپاره رالېږلی دی؛ له همدې پلوه اسلام هم فرد او هم ټولنه د حقیقي کمال او پرمختګ لور ته رهبري کوي او هم د انسان لپاره ستر ارزښتناک او تل‌پاتی تمدن رامنځته کوي.
اسلام نه یوازې د بشر له پرمختګ سره په ټکر کې نه دی؛ بلکې خپله هم د سترو  تمدنونو بنسټ اېښودونکی دی او له مادي پرمختګ سره د لارښوونو او رهبرۍ رول هم لوبولی شي. اسلام په هر عصر کې دا وړتیا لري، چې د تمدنونو لار اصلاح کړي، دوی د عدالت، معنویت او رښتینوالۍ خوا ته را و بولي.
د اسلام مبارک دین بشر ته د بشپړ او تل‌پاتې لارښوونو ټولګه په لاس ورکړې ده، چې د دنیا او اخرت نېکمرغۍ یې تضمینوي. د شریعت احکام په ځانګړي وخت او ځای پورې اړه نه لري؛ بلکې تر قیامت پورې د بشري‌ ټولنې د ودې، سمون او سوکالۍ لپاره اغېزمن دی او وې به.
له دې سره سره نن ورځ د مډرنیزم پلویانو او ځینو لوېدیځ پوهانو له خوا داسې آوازونه اورېدل کېږي چې ادعا کوي، اسلام د پرمختګ وړتیا نه لري او نه شي کولی د انسان د پرمختګ په لاره کې ګټورې حل‌لارې وړاندې کړي. هغوی دین له منځه ایستلی او یوازې پرمختګ د پوهې، عقل او انساني مهارتونو پورې تړلی بولي.
خو دا ټول نظرونه ناسم دي، ځکه اسلام یو فطري دین دی، چې د بشر له داخلي هڅونو او پرمختګ سره په بشپړه توګه همغږي لري. نه یوازې دا چې د انسانانو له پرمختګ سره سمون لري، بلکې دا پرمختګ اړین او ارزښتناک ګڼي او خلک ورته دعوتوي. له هغه وخته چې حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم په پیغمبرۍ معبوث شو او د اسلام نور په نړۍ کې و ځلېد، د یو ستر تمدن بنسټ هم کېښودل شو، هغه تمدن چې له پوهې، اخلاقو او شعوري عمل سره جوړ شو.
قران‌کریم دا الهي کتاب نه یوازې له اخرت څخه د ژغورلو لپاره لارښوونه ده، بلکې د ژوند د سمې لارې ټاکل، د تمدن جوړېدل او د پرمختګ په لار کې د لاسته راوړنو لار هم را ښیي. قران کریم موږ ته بلنه راکوي، چې د سالمو او ګټورو ډګرونو پر لور حرکت وکړو. لکه څنکه چې فرمايي: “وَ أَن لَیْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى”[1] ژباړه: «او دا چې انسان ته به هېڅ برخه نه وي، مګر د هغه څه چې هڅه یې کړې وي»
دا ایت موږ هڅې او کوښښ ته رابولي او په ښکاره توګه وايي، چې له هڅې، خوځښت او مبارزې پرته هېڅ پرمختګ نه ‌شي تر لاسه کېدی. دغه‌ راز قران کریم موږ ته دا راښیي، چې تل دا دعا پر خپلو شونډو ولرو: “رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وِّقِنَا عَذَابَ النَّارِ”  ژباړه: « ای ربه ! موږ ته په دنیا او اخرت کې نیکي راکړه او موږ ته د دوزخ له اور څخه پناه راکړه.»
له ( حسنات آخرت) څخه موخه دا ده، چې د اخرت په ورځ حساب او کتاب راته اسانه شي، د الله جل جلاله د عرش تر سیورې لاندې ځای ومومو،  له حوض کوثر څخه د اوبه څښل مو نصیب شي، د صراط له پُل څخه تېرېدل راته اسانه شي  او  د الله تعالی په رحمت سره جنت ته ننوځو؛ (خو له حسنات دنیا ) څخه موخه دا ده، چې انسان ته توفیق ورکړل شي چې علمي، ایماني، روزنیز، نظامي، سیاسي، فرهنګي، هنري، صنعتي او ټکنالوژیک ځواکونه او امکانات ترلاسه کړي.
په بل ایت کې الله جل جلاله د انسانانو لپاره د ډېرو مهمو  دندو په اړه وايي: “هُوَ أَنشَأَكُم مِّنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا”[2] ژباړه: « هغه تاسو له ځمکې څخه پیدا کړئ او له تاسو څخه یې وغوښتل چې ځمکه اباده کړئ.»
که څه هم دا ایت د ثمود قوم په باره کې نازل شوی دی؛ خو د ځمکې ابادول د حضرت ادم علیه‌السلام له پیدایښت څخه رانیولې تر دې دمه د ټولو انسانانو ګډ مسؤولیت ګڼل کېږي. یعنې انسانان باید ځمکه اباده کړي، له زېرمو څخه یې ګټه پورته کړي او د تمدن جوړولو په برخه کې هڅې وکړي.
د «واستعمر» کلمه د «عَمَرَ» له ریښې څخه اخېستل شوې، چې د ابادولو  په مانا ده، یعنې دا چې الله جل جلاله له انسانانو څخه وغوښتل چې ځمکه اباده کړي، چې دا ابادي نه يوازې کرنه، انجينري، جوړونه، صنعت، سوداګري، طبيعي سرچينې او چاپېريال رانغاړي، بلکې طبيعي او انساني علوم هم پکې شامل دي.
“إِنِّي جَاعِلٌ فِي الْأَرْضِ خَلِيفَةً” ترجمه: «من در زمین جانشینی قرار می‌دهم» ژباړه: « ما پر ځمکه خپل ځای ناستی ټاکلی.» د بقرې سورې ۳۰م ایت ته په کتو، ویلای شو چې د دې مسوولیتونو تر سره کول، پوهې، تجربې د طبیعت پېژندنه او د منظم پلان جوړولو ته اړتیا لري.له همدې امله  تجربوي او دیني علوم په ځمکه کې د الهي خلافت د تحقق لپاره مهم وسایل ګڼل کېږي.
هغه کسان چې نړۍ په بشپړه توګه پرېږدي او د ټولنې د جوړونې په برخه کې ونډه نه اخلي، د دین له اصلي موخو څخه بې‌خبره دي او دوی ته بشپړ مسلمانان هم نه شو ویلای ؛ بلکې دا ډول کسان د نورو خلکو ذهنونه د اسلام په تړاو منفي کوي؛ په داسې حال کې چې دښمنان تل په دې لټه کې دي، چې اسلام د پرمختګ د خڼډ په توګه معرفي کړي او مسلمانان وروسته‌پاتي وګڼي.
که موږ د رسول الله صلي‌علیه السلام سیرت او د هغه د یارانو ژوند ته کتنه وکړو دوی هېڅ‌کله له نړۍ  څخه لاس نه دی اخیستی،دبېلګې په توګه؛ حضرت ابوبکر صدیق(رض)،حضرت عثمان ذی‌النورین(رض)، حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض)او نور ډېر شمېر صحابه کرام سوداګر وو. حتی د دوی دا سوداګریز کاروان د دې لامل شو، چې اسلام تر ختیځي او لوېديځې نړۍ پورې وغځېږي.
دلته په بېلابېلو برخو کې  د مسلمانانو لاسته‌راوړنې څېړو:
ج. په سیاسي برخه کې د مسلمانانو پرمختګ او لاسته ‌راوړنې
سیاست د حکومت ‌دارۍ  او تمدن‌ جوړونې له مهمو  برخو څخه ګڼل کېږي. اسلام د لوړو او ارزښتناکو  الهي قوانیونو او  پلانونو په وړاندې کولو سره بشر ته داسې سیاسي نظام ور وپېژنده، چې له ځانګړو ځانګړتیاوو څخه برخمن دی؛ داسې نظام چې له نورو تمدنونو سره په پرتله د اسلامي تمدن ارزښت په ښکاره توګه بیانوي.
د بېلګې په ټوګه؛ راځئ د اسلام سیاسي تمدن د غوره ‌والي په اړه د لویديځ ‌پوهانو نظرونه وڅېړو: فرانسوي مفکر«گوستاو لوبون» د اسلام سیاسي تمدن په اړه داسې وايي: « د اسلام سیاسي او تمدني اغېزې په رښتیا هم حیرانوونکې دي. عربستان د جاهلیت په دوره کې یوازې څو کوچني ولایتونه او خپرې شوې قبیلې درلودې، چې تل د داخلي جګړو او یو بل په لوټولو کې ښکېل وو؛ خو د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له راتګ وروسته، له یوې پېړۍ څخه په کمه موده کې د اسلام لمنه له سند سمندر څخه تر اندلس پورې وغځېده. په دې ټولو سیمو کې د ژوند په هره برخه کې حیرانوونکي پرمختګونه وشول. د دې چټک پرمختګ اصلي لامل دا و، چې د اسلامي عقایدو د انسان له فطرت او طبیعي قوانینو سره بشپړ همغږي لرله. دې عقيدو د خلکو عمومي اخلاق اصلاح کړل او د عدالت، احسان او مذهبي زغم روحیه یې خپره کړه.»[3]
اسلام د یو داسې سیاسي نظام بنسټ کېښود، چې نه یې په تېر کې ساری درلود او نه یې په نننۍ بشري ټولنه کې سیال موندل کېږي، داسې سیاست چې له قران  او نبوي سنتو څخه سرچینه اخلي او د عدالت، یووالي، مشورو، شفافیت، له ظلم او زورکواکۍ څخه د مخنیوي پر بنسټ ولاړ دی.
په دې نظام کې حاکم مکلف دی، چې د شريعت پر بنسټ عمل وکړي او تر هغې چې خلک د دغه نظام تر چتر لاندې ژوند کوي باید د خپل حاکم اطاعت وکړي. دا نظام د ډلو جوړولو مخالف او د اسلامي ټولنې د یووالي طرفداره دی.
له حضرت محمد صلی‌الله علیه وسلم څخه وروسته خلفای راشیدونو هم سیاسي نظام ته دوام ورکړ او د اسلامي نړۍ سیاست ته یې پراختیا ورکړه. د دوی د خلافت په وخت کې اسلام د عربو‌ له ټاپوګانو  څخه وړاندې لاړ او لرو پرتو سیمو ته وغځېد. مسلمانان د خپل سیاسي بصیرت په مټ وتوانېدل، چې  اسلامي شریعت د هغه وخت درې لویو وچو سيمو ته ورسوي او له دې سره سره یې خپلې نړیوالې اړیکې د حکمت، عدالت او د اسلامي امت د ګټو پر بنسټ پراخې کړې.[4]
د حضرت معاویه رضی‌الله عنه د خلافت په وخت کې اسلام په سیاسي ډګر کې ډېر پرمختګ وکړ او د هغه وخت درې مشهورې وچې یې تر پوښښ لاندې راوستلې. په دې اړه فرانسوي تاریخ‌پوه گوستاو لوبون داسې لیکي:
«حضرت معاویه رضی‌الله‌عنه د یو زرو او دوه سوه جنګي بېړیو له کاروان  سره د مدیترانې سمندر ووهه؛ له دې وروسته یې ټول ټاپوګان فتح کړل، تر سیسیل ټاپو پورې ورسېدل او حتی قسطنطنیه یې محاصره کړه. له بلې خوا په ختیځ کې یې د جیحون له سیند څخه واوښت او د اسلام بیرغ یې تر سمرقند پورې پورته کړ.»[5]
د ولید بن عبدالمک د خلافت په وخت کې د اسلام با ارزښته بیرغ د اروپا په جنبو کې وغوړېد او د فرانسې تر ژورو سیمو پورې وغځېد. په ۹۲ هجري کال کې طارق بن زیاد د اسلام پوځ زړور قومندان له لوی لښکر سره د جبل‌الطارق له تنګي څخه واوښت او اندلس ته ور ننوت، هغه ځمکه چې نن ورځ هسپانیا او پرتګال په‌کې شامل دي.
کله چې مجاهدین له کښتۍ څخه ښکته شول، طارق بن زیاد ټولې کښتۍ وسوځولې ترڅو د بېرته تګ لپاره کومه لاره پاتې نه ‌شي او پوځیان له قوي ایمان او عزم سره چې ضعف پکې نه وي، یوازې د بریا په اړه فکر وکړي. دوی و جنګېدل، بریالي شول او اندلس یې د اسلامي تمدن د سنګر او اسلامي فرهنګ په مرکز بدل کړ.
مسلمانانو په اندلس کې نېږدې اته پېړۍ (۷۸۱ کاله) حکومت وکړ او په دې موده کې یې د یو لوی او ځلانده تمدن بنسټ کېښود، چې د علمي، فرهنګي، هنري او معمارۍ په څېر په بېلابېلو برخو کې پر اروپا ژور اغېز پرېښود، دا تمدن د لوېدیځ د علمي او فرهنګي بیدارۍ، چې د «رنسانس» په نوم پېژندل کېږي، پیل وګرځېد.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. النجم: آیه ۳۹

[2]. هود: آیه ۶۱.

[3]. تمدن اسلام و عرب، ص ۱۴۴.

[4]. تمدن اسلام، ص ۹۳.

[5]. تاریخ تمدن اسلام و عرب، ص ۱۶۷.

Leave A Reply

Exit mobile version