لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیا‌وو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (لومړۍ برخه)
سریزه
کورنۍ، د یو ټولنیز بنسټ په توګه، د انساني ټولنو په جوړښت، پایښت او پرمختګ کې مهم رول لوبوي. هیڅ ټولنه په خپلواکه توګه منځ‌ته نه راځي؛ بلکه، د کورنیو له یوالي څخه، چې ګډ ارزښتونه او باورونه لري جوړېږي.
د یوې ټولنې پرمختګ او وده د کورنۍ په پیاوړتیا، روغتیا او اغېزمنتیا پورې اړه لري، څومره چې یوه کورنۍ د سالمو اصولو، رښتینو ارزښتونو او قوي فرهنګي پر بنسټ ولاړه وي، په همغه اندازه به یې ټولنیز جوړښټ خوځنده، منظم او سالم وي.
د کورنۍ مرکز، په دوو انفرادي او ډله‌ییز اړخونو کې، د انسانانو د شخصیت‌، هویت او چلند جوړولو په برخه کې بنستیز رول لري او د دغه بنسټ روغتیا او زیان مستقیم په ټولنیز نظام اغېز کوي، په قران‌کریم کې د دغه حقیقت په اړه داسې ویل شوي:
«وَالْبَلَدُ الطَّيِّبُ يَخْرُجُ نَبَاتُهُ بِإِذْنِ رَبِّهِ وَالَّذِي خَبُثَ لَا يَخْرُجُ إِلَّا نَكِدًا كَذَالِكَ نُصَرِّفُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَشْكُرُونَ». [اعراف:۵۸] ترجمه: « پاکه (او خووږه) ځمکه د خپل رب په امر ښه بوټي راټوکوي؛ خو په خرابه او (مالګینه) ځمکه له بې‌ارزښته بوټو پرته بل څه نه کرل کېږي،  موږ دغه آیتونه د هغو خلکو لپاره بیان‌وو چې شکرګزار دي.»
د دې قراني تشبې له مخې، که موږ چېرې کورنۍ د یوې ټولنې د ملاتیر په څېر وګاڼو، نو واده به د کورنې د ملې‌تیر په څېر وي؛ ځکه چې د واده په رامنځ‌ته کېدو سره د کورنۍ جوړښت منځ ته راځي او دا هغه چاپېریال را منځ‌ته کوي، چې انسانان له روحي، عاطفي او ټولنیز اړخه په‌کې وده کوي، راتلونکي نسلونه که نجونې دي یا هلکان د دې بنسټ په لمنه کې وده وکړي، ترڅو په ټولنه کې خپلې فردي اوټولنیزي دندې په ښه توکه ترسره کړي.
د کورنۍ له لارې، د خپلوۍ د عاطفي او ټولنییزې اړیکو یوه شبګه رامنځ‌ته کېږي، چې دا د ټولنیز یووالي او پیوستون په ټینګښت کې مرسته کوي. په داسې ټولنه کې بېلابېلې برخې د ګډو ګټو او ارزښتونو د ساتلو لپاره په همغږۍ کار کوي، له همدې امله د واده بنسټیز اهمیت د کورنۍ د جوړېدو او په ټولنه کې د ثبات په ټینګښت کې یوه څرګنده او نه‌انکارېدونکې موضوع ده، د همدې لپاره، الهي کتاب په ګڼو آیتونو کې د دغه بنسټ مختلف اړخونه بیان کړي دي.
د دیني فرهنګ له مخې، کورنۍ نه یوازې د نسل د تولید لپاره ده؛ بلکې د انساني او ټولنیزو اړیکو لکه مینه، ژمنتیا، روزنه او مسوولست منلو لپاره ده. په دې لار کې تقوا د کورنیو او ټولنیزو اړیکو د  سالمتیا، ثبات او پرمختګ بنستیز اصل ګڼل کېږي، قرآن‌کریم په دې اړه وايي:
«يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَاءً وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْأَرْحَامَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا». [نساء:۱] ژباړه: «اې خلکو! له خپل رب څخه مو ووېرېږئ! هغه خدای چې تاسو یې له یو نفس څخه پیدا کړي یاست او د هغه جوړه یې د هغه له جنس څخه جوړه کړه او له دوی دواړو څخه یې د ځمکې پر مخ ډېر نارینه او ښځینه خپاره کړل؛ او له هغه رب څخه ووېرېږئ چې د هغه د نوم په یادولو سره یو له بل څخه غوښتنه کوئ، او له خپلوانو سره د اړیکو د له مېنځه‌وړلو څخه ډآډه وکړئ، ځکه الله پر تاسو ناظر دی.»
د بقره سورې د ۳۵ایات له مخې، د کورنۍ جوړښت د انسان طبیعي او ذاتي اړتیا ده؛ حتی حضرت ادم علیه‌السلام هم بې‌مېرمنې پاتې نه‌شو؛ بلکې د پیداېښت په پیل کې ورته جوړه مقرره شوه، ترڅو ارامښت، مینه او وده د یوې کورنۍ په جوړښټ کې دوام وکړي: «وَقُلْنَا يَا آدَمُ اسْكُنْ أَنتَ وَزَوْجُكَ الْجَنَّةَ وَكُلَا مِنْهَا رَغَدًا حَيْثُ شِئْتُمَا وَلَا تَقْرَبَا هذِهِ الشَّجَرَةَ فَتَكُونَا مِنَ الظَّالِمِينَ». [بقره:۳۵] ژباړه: (او ورته و مو ویل: اې ادمه! ته دې له خپلې مېرمنې سره په جنت کې پاتې شه او د هغه له (نعمتونو) څخه ګټه پورته کړئ او هر هغه څه چې غواړئ و یې خورئ؛ خو دغې ونې ته ور نېږدې نه‌شئ چې له زیانکارانو څخه به وئ.)
څنګه چې پیغمبرانو د خلکو منځ کې ژوند کاوو او انسانان وو، واده او د کورنۍ جوړول یې هم د ژوند له طبیعي اړتیاوو څخه وو. دوی د ژوند په بېلابېلو برخو لکه؛ خاوند اوسېدل، پلارجوړېدل او د اولاد د روزنې په برخه کې عملي الګوې وړاندې کړې دي. قران کریم په دې اړه وايي: «وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلًا مِّن قَبْلِكَ وَجَعَلْنَا لَهُمْ أَزْوَاجًا وَذُرِّيَّةً». [رعد:۳۵] ژباړه: ( موږ له مخکې هم رسولان رالېږلي او د دوی لپاره مو مېرمنې او اولادونه مقرار کړل.)
 دا آیت پر دې ټینګار کوي، چې پیغمبران یوازې د رسالت دنده نه درلوده، بلکې د کورني ژوند په برخه کې هم غوره بیلګې وو. د هغوی ځینې کورنۍ د نېکۍ، تقوا او الهي روزنې بېلګې وې او ځینې نور یې د نافرمانه اولاد یا بې‌اتفاقه ښځې په څېر ننګونو سره مخ وو. قرآنکریم د روزنې او لارښوونې په رڼا کې دغه بېلګې بیانوي، ځکه کورنۍ د بشري تمدن اصلي مرکز او د راتلونکې نسل د روزنې ځای دی.
په قران‌کریم کې د پیغبرانو د کورنۍ یادول یوازې تاریخي راپور نه‌ دی؛ بلکې د عملي کړنو، الهي سنتونو او نېکواخلاقو رښتیني مثالونه دي. د دغه ایت له لارې کولای شو په کورني چارچوکټ کې د اولاد د روزنې اصول، د دیني ارزښتونو په لېږد کې د کورنیو ونډه او د دعا، مینې او روزنې ځای پیدا کړو.
په ځینو مواردو کې قران‌کریم د ځینو پیغمبرانو په کورنیو کې اختلافاتو ته هم اشاره کوي؛ لکه د نوح علیه‌السلام او د هغه د زوی تر منځ اختلافات یا د لوط علیه‌السلام بې‌اتفاقه مېرمن. دا پېښې موږ ته مهم درس را زده‌کوي: لکه ایماني اړیکه چې د وینو له اړیکو څخه لوړه ده او یوازې ایمان او نیک عمل خدای ته ارزښت لري. خدای (ج) په دې اړه وايۍ:
«قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَن تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ». هود/46 ژباړه: (و یې فرمایل ای نوح! هغه ستا له اهلو څخه نه دی! هغه یو فاسق سړی دی، نو هغه څه چې ته پرې پوهه نه لرې له مانه یې مه غواړه! زه تاته نصیحت کوم، تر څو د ناپوهانو له ډلې څخه نه شې.)
د قران له نظره، پیغمبران علیهم‌السلام نه یوازې د وحي رسوونکي وو؛ بلکې په کورني ژوند کې عملي لارښوونکي هم وو. هغوی د خاوند، پلار او روزونکي په توګه د مسئولیت، محبت او هدایت له لارې د انسانانو لپاره غوره نمونه وړاندې کړې. له همدې امله د پیغمبرانو کورنۍ د بشري ټولنو لپاره د ژوند عملي او روزنیزې بېلګې دي؛ هغه الګو چې د بریالیتوب او له ننګونو سره د مخامخ کېدو په سختو حالاتو کې هدایت‌کوونکي دي.
قران‌کریم د کورني تعاملاتو او د انسان په برخلیک باندې یې د اغېززو روښانه بېلګې وړاندې کوي؛ لکه د هغه پلار کیسه چې د خپلې لور وړاندیز ته په عقلانه توګه غوږ نیسي او په عملي کولو سره یې برکت ترلاسه کوي، یا د هغه پلار کیسه چې خپل زوی د قضاوت او واک په ځای کې له خپل ځان سره کېنوي اوهغه زوی یې د سمې روزنې له لارې داسې واک او بې‌ساری سلطنت ترلاسه کوي، چې له ده وروسته هېچا ته نه ورکول کېږي.
د قرآنکریم له نورو تعلیماتو څخه د مور او پلار  په ځانګړې توګه د مور په درناوۍ ټینګار کول دي، چې د فردي او ټولنیزې نېکمرغۍ سرچینه ګڼل کېږي او په الهي ایاتونو کې خاص ځای لري. قرآن کریم د الهي خلافت د اصل په رڼا کې له بېلابېلو انساني شرایطو سره، د اصولو او لارښوونو سرچینو یو قوي نظام رامینځته کړی؛ چې انسان د ژوند په لاره کې له هغې څخه ګټه پورته کړي؛ ترڅو  حکمت، پوهه، بصیرت او روښانتیا ته ورسېږي.
د پیغمبر (ص) یارانو دغه ښوونه په ښه توګه درک کړې او د تبلیغ له لارې یې د بنده‌ګۍ اوهدایت الګو خلکو ته وړاندې کړې، چې د خدای (ج) د رضایت وړ وګرځېدې او د قیامت تر ورځې پورې به د مومنانو ستاینه کوي.
نن ورځ موږ د پیغمبر (ص) امت تر بل هر وخت ډېره اړتیا لرو، چې د الهي تعلیماتو پر لور په ژوره، روزنیزه او پندامیزه توګه وګورو؛ له هغوی الهام واخلو، د نیکو کسانو لار تعقیب کړو، د صالحانو له کړنو زده کړه وکړو او د هغو کسانو له لارې څخه، چې په دنیا کې یې هڅې بې‌ثمره شوې، په داسې حال کې چې فکر یې کاوه نېک عمل کوي، ځان وساتو. دغه لار به موږ د الهي رضا او د پیغمبر صلی‌الله علیه وسلم خوشحالۍ ته ورسوي.
دوام لري…

راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version