لیکوال: دوکټور نورمحمد محبي 
قران تل پاتې معجزه (شپږدېرشمه برخه)
د انسان د اورېدنې په نظام کې بې‌ساری خلقت
د انسان په بدن کې داسې حیرانونکې نښې شته، چې هره یوه یې د خدای (ج) د حکمت او عظمت څرکند دلیل دی. یو له دغو نښو د غوږ پرده ده، چې ډېره نازکه جوړه ده؛ خو ډېر پېچلی او حیاتي فعالیت کوي.
د غوږ د پردې جوړښت او ځای
د غوږ پرده یوه نازکه پرده ده، چې ډبل‌والی یې له ۰.۵ میلي‌متر څخه ډېر نه‌دی او قطر یې تقریبا ۹ ميلي‌متر دی یعنې له یو سانتي متر څخه کم دی. دا پرده د جوړښت له پلوه د فولاد په څېر سخته ده، د پلاستیک په څېر انعطاف‌لرونکې ده او د غږونو د لېږد په برخه کې فعاله ده. که کوچنۍ ضربه هم ورته ورسېږي د کڼوالي لامل کېږي.
د دې حساس جوړښټ د ساتلو لپاره، خدای (ج) دغه پرده د غوږ د بهرني اورېدنې کانال په اخري ځای کې ایښې ده، هغه کانال چې د انسان له کوچنۍ ګوتې هم نازک دی، نه پرېږدي چې غوږ ته زیان ورسېږي او د بهرنیو شیانو د ننوتلو مخه نیسي.
د منځني غوږ او د فشار د توازون تر منځ اړیکه
له الهي حکمتونو څخه یو هم د منځني غوږ او  حلق ترمنځ ارتباطي نل دی. چې دا نل د پردې دواړو خواوو ته د فشار توازون ساتي، که چېرې بیروني فشار ډېر شي  نو د خولې له لارې، داخلي فشار ورسره مقابله کوي او د پردې پرې‌کېدو څخه سانته کوي. دغه نظام د ډېرو لوړو غږونو له زیان څخه هم ساتنه کوي.
د اورېدنې څلور کوچني هډوکي
د غوږ پرده له څلورو کوچنیو هډوکو سره نغښتې ده( چکشي، سنداني، رکابي او رکابي عضله). د دغو کوچنیو هډوکو ټول وزن له ۵۵ میلي‌ګرام څخه ډېر نه دی او اوږدوالی یې ۱۹ میلي‌متره دی.
د دغو هډوکو دندې ډېرې مهمې دي:
. کمزوري غږونه تر ۲۰ برابره پیاوړي کوي
. د لوړو او زیان‌اړونکو غږونو شدت کموي
دا دوه ګونی عمل په یوه فزیکي او عصبي نظام کې تر سره کېږي، چې انسان د دې ډول جوړښت له جوړولو څخه عاجز دی او د خدای (ج) د قدرتونو روښانه بېلګې دي.
عصبي حفاظتي نظام
د هغو غږونو د کنټرول لپاره چې له ( ۱۰۰ ډسي‌بل) څخه لوړ شي، عصبي نظام عملا لاس په کارېږي. هغه نازکه عضلات چې د رکاب له هډوکي سره نغښتي دي، د مخ ‌ګدو عصب ( د مخ عصبي لار  چې د عضلاتو حرکت او ځېنې حسونه کنټرولوي) له لارې فعالېږي او د زیان پر وړاندې د غوږ له حساسیت څخه ساتنه کوي، حتی ځینې وخت د څېرې حالات ( د خبرو د پوهېدو یا نه پوهېدو) د اروېدو پر حساسیت اغېز کوي.
د غږ د لېږد لار
غږ په اصل کې هغه ارتعاش دی، چې له یو مادي چاپېریال ( مایع، جامد او ګاز) څخه د موج په بڼه لېږدول کېږي.
لومړی د هوا له طریقه د غوږ پردې ته ځي، وروسته د کوچنیو هډوکو له طریقه منځني غوږ ته لېږدېږي او بیا د غوږ د ننه هغه مایع ته ورننوځي، چې د غږ څپې  اورېدونکو حجرو ته لېږدوي.
له شور څخه د نغمو د توپیر ځواک
د انسان غوږ د اورېدو  شاوخوا ۲۵زره هجرې لري، چې د غږونو د تحلیلولو او بېلولو دنده لري، ساینس‌پوهان تر اوسه په دې نه پوهېږي، چې غوږ څنګه د ښو نغمو او شور تر منځ  توپبر کولای شي، ولې د ښیښې ماتول تاسو خفه کوي؛ خو د ابشار غږ مو نه خفه کوي؟ چې دا د اورېدو یو پېجلی راز دی.
د غږ د حافظې حیرانتیا
انسان کولای شي د زرهاوو کسانو غږونه په خپله حافظه کې وساتي. پرته له دې چې یو بل سره وویني، یوازې د ټیلفون له لارې د یوبل غږ پېژني. د اورېدو دا فوق‌العاده حساسیت او په حافظه کې د نغمو ثبتول د الهي خلقت له بې‌سارې عجیبو څخه دي.
د لید په پرتله د اورېدلو غوره‌والی
  • د قران‌کریم په ډېرو ایتونو کې له «البصر» ( لیدل) کلمې څخه د «السمع» ( اورېدل) کلمه ډېره راغلې. ساینس‌پوهان یې د حکمت په اړه داسې وايي:
  • د اورېدو مرحله د مور په رحم کې د امیندوارۍ په ۲۶مه اوونۍ فعاله کېږي؛ په داسې حال کې چې لیدل له پیداېښت څخه څو میاشتې وروسته عمل کوي.
  • انسان له شپږو خواوو څخه غږ اورېدلی شي، حتی په تیاره کې؛ خو لید یوازې تر مخکې فضا پورې محدود دی.
کوڼ انسان عموما ګونګ وي او د زده‌کړې توانايي نه‌لري؛ خو ړوند کس کولای شي عالم  شي.
په قران‌کریم کې د «سمع» او «بصر» توپیر
 د قران‌کریم په ۱۷ ایتونو کې  سمع کلمه له بصر نه مخکې راغلې، د هغې له ډالې:
ﵟإِنَّا خَلَقۡنَا ٱلۡإِنسَٰنَ مِن نُّطۡفَةٍ أَمۡشَاجٖ نَّبۡتَلِيهِ فَجَعَلۡنَٰهُ سَمِيعَۢا بَصِيرًاﵞ  [انسان:  ۲] ژباړه: « موږ انسان له ګډې نطفې څخه جوړ کړ او دا چې هغه و ازمایو، هغه مو اورېدونکی او لیدونکي وګرځو.»
دا مخکې‌والی په دې دلیل دی، چې د اورېدو ارزښت د مانا په درک کې دی او د جنین په مرحلو کې یې پیدایښت مخکې راځي.
په ځینو نورو ایتونو ، لکه لاندې ایت کې: بصر له سمع مخکې دی: ﴿رَبَّنَا أَبْصَرْنَا وَسَمِعْنَا فَارْجِعْنَا نَعْمَلْ صَالِحاً﴾ [السجدة: ۱۲] ژباړه « اې زموږ ربه! موږ ولیدل او واورېدل، نو موږ پېرته را ستانه کړه تر څو نېک عمل وکړو. »
دلته د لید د وړاندې راتګ دلیل دا دی چې د تصویر د انتقال سرعت یې (۳۰۰ زره کیلومتره په ثانیه کې ) چې  د غږ د انتقال له سرعت (۳۳۰ متره په ثانیه) ډېر زیات دی.
خلاصه دا چې د غوږ پرده، له خپل ټول نازک جوړښت او دقت سره سره، د اورېدنې او د غږ په درک کې بنسټیز رول لوبوي. دا غړی نه یوازې د خلقت له معجزو نښو څخه دی، بلکې د معاصر علم او د قرآن کریم د آیتونو د اعجاز تر منځ د عجیبه همغږۍ څرګندونه کوي:  ﴿إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا﴾ [الإسراء: ۳۶] ژباړه:: « بې‌شکه غوږ، سترګې او زړونه ټول د انسان د کړنو په اړه پوښتل کېږي.
وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ  [ذاریات: ۲۱] ژباړه: « او ستاسې په خپل وجود کې (د خدای د قدرت) نښې دي، ایا نه وینئ؟» ([1])
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

([1])  موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 131 -134.

Leave A Reply

Exit mobile version