لیکوال: مهاجرعزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنيزم تحليل او نقد (اتمه برخه)
اسلام او پوهه‌پالنه
د اسلام مبارک دین پوهې ته ډېر ارزښت ورکړی؛ حتی تر دې چې بل هېڅ کوم دین د اسلام په پرتله انسان د پوهې ترلاسه کولو ته نه دی هڅولی.
لومړنی ایت چې په حراء غار کې پر حضرت محمد (ص) را نازل شو، د اسلام له لوري د پوهې او لوستلو د ارزښت روښانه ثبوت دی؛ ځکه چې د اسلامي دعوت پیل د لوستلو او زده‌کولو له امر سره وشو:
“اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ”[1] ژباړه: ” و یې لوله د خپل خدای په نوم چې پیدا کوونکی دی.”
رومانيایي اسلام‌پوه ګیورګیو وايي: «پیغمبر (ص) سره له دې چې لوست يې نه شو کولای، لومړنی ایت چې پر هغه نازل شوی «اقرأ باسم ربک الذی خلق…» د پوهې  په اړه خبرې کوي یعنې د لیکلو، لوستلو او ښوونې په اړه دی او هېڅ داسې یو دین به پیدا نه کړو، چې په هغه کې د اسلام په څېر  پوهې ته په‌کې  ارزښت ورکړل شوی وي. نوموړی وايي: زه مسلمانانو ته مبارکي ورکوم چې د دوی په دین کې پوهې ته دومره ارزښت ورکړل شوی دی.»[2]
پروفیسور هانري کرین وايي: « که چېرې د اسلام ستر پیغمبر (ص) فکر خرافاتي وای او که چېرې قران‌کریم الهي وحې نه وای، هغه هېڅ‌کله دا جرئت نه‌شوی کولای چې بشر یې پوهې ته بللی وای. بل هېڅ بشر او هېڅ فکر د پیغمبر (ص) او قران په څېر خلک پوهې ته نه دي رابللي، حتی په قران‌کریم کې ۹۵۰ځلې د پوهې، عقل او فکر یادونه شوې  »[3]
د اسلام مبارک دین له پوهې او پرمختګ سره هېڅ ستونزه نه لري، بلکې د ځینو مډرنيزمو او پوهې‌پالنو د نظر خلاف، چې دین د پوهې او حقیقت پېژندلو پر وړاند خڼډ ګڼي، اسلام پوهه د الهي رسالت د یوې اړینې برخې په توګه ګڼي. مډرنيزم او پوهه‌پالونکي په دې باور دي، چې دین او شریعت د حقایقو او پوهې د  پرمختګ لپاره اړین موثریت نه لري او تجربي پوهه د حقیقت د شناخت وسیله ګني؛ خو په اصل کې دغه نظریه د اسلام‌ مبارک دین له حقیقت سره په ټګر کې ده.
په اسلام کې، الهي وحې د معرفت تر ټولو دقیقه او باوري سرچینه ده، چې د عقل او تجربې  تر څنګ د حقیقي هستۍ د شناخت لپاره لاره هواروي.
اسلامي شریعت او دین په خپله پوهه ده، هغه پوهه چې د وحي له لوري انسان ته راغله او د معرفت یوه بېلګه ده، چې نه یوازې له تجربي او نورو علومو سره په ټکر کې نه ده، بلکې هغوی ته لوری ورکوي او بشپړه وي یې.
د دین او پوهې تر منځ د پوهې‌پالانو شکونه
مډرنیزم او د پوهې‌پالان د دين په اړه دوه بنسټيز شکونه لري.
۱ـ دین له پوهې او پرمختګ سره مخالفت لري او د بشر د پرمختګ مخه نیسي.
۲ـ د نړۍ د پېژندلو یوازینۍ لار له تجربي علومو څخه ګټه اخېستل دي
دې پوښتنو ته په ځواب کې باید وویل شي چې:
  • اسلام نه یوازې د پوهې مخالف نه دی؛ بلکې خپل پیروان یې تل دې ته هڅولي، چې په بېلابېلو برخو کې، څېړنه وکړي او پوهه تر لاسه کړي؛ حتی اسلامي شریعت په خپله الهي علم دی، چې د وحې له لارې بشر ته راغلې او د هدایت لاره یې روښانه کړې.
له اسلامي نظره انسان له بېلابېلو لارو کولای شي، چې پوهه تر لاسه کړي:
۱. د پینځه‌ګونو حواسو له لارې؛ لکه لیدل، اورېدل او لمس‌کول؛ دا د تجربې علومو پایه ده؛ خو تل سمه نه وي. امکان لري چې د انسان سترګې یو څه غلط وویني یا غوږ غلط غږ واوري.
۲. د عقل او فکر له طریقه چې له څېړنې  او تجربې سره مل وي. لکه؛ سپوږمۍ ته سفرکول یا د طبیعت د نامعلومو شیانو کشف، د علمي پرمختګ بنستیزه طریقه ده. خو عقل هم ځینې وخت غلطي کوي او نه‌شي کولای ټول حقیقتونه په سمه توګه کشف کړي.
۳ـ  د خبر له لارې د پوهې تر لاسه کول
د پوهې د تر لاسه کولو یوه بله لار  رښتينی خبر دی؛ یعنې هغه خبر چې د یوه رښتیني انسان له لوري راغلی وي. دا خبر په دوه ډوله دی:
۱ـ د رښتیني انسان خبر: که څه هم ویونکی یو صادق او رښینی کس وي؛ خو امکان لري چې کوم څه یې غلط اورېدلي وي یا یې حقایق سم نه وي درک کړي؛ نو دا ډول خبر هېڅ‌کله د اعتبار وړ نه دی.
۲. د وحې یا الهي خبر: دا ډول خبر د خدای (ج) له لوري را نازل شوی او له هر ډول تېروتنې پاک دی؛ ځکه چې  سرچینه یې د کایناتو خالق دی؛ نو ځکه الهي وحې ( لکه قران‌کریم) د انسان د ژوند بشپړ او باوري لا رښود دی، چې هغه د عدالت او کامیابۍ لور ته هدایتوي
د ځينو مډرنیزمو او پوهې‌پالونکو د ادعاوو خلاف، دین نه یوازې له پوهې سره په ټکر کې نه دی؛ بلکې دیني تعلیمات په خپله علمي او معرفتي شناخت دی، چې له ډېرې معتبرې سرچینې چې الهې وحې ده اخېستبل شوي. دین انسان فکر کولو ته هڅوي، چې خپل ځان او خدای  و پېژندي او په عقلي او معنوي توګه وده وکړي او له هېڅ ډول علومو سره مخالفت نه‌لري .[4]
امام غزالي رحمه‌الله په دې اړه وايي: « پوهه د روح خوراک دی او دین یې دوا او هر یو پر خپل ځای ارزښت لرونکی دی او نه شي کولای د یو بل ځای ونیسي .»[5]
له دې خبرې جوتېږي چې پوهه او دین له یو بل سره پېیلي دي، نه د یو بل ضد، که چېرې دین د پوهې مخالف وای، نو مسلمانان به یې له زده‌کړې منې کړي وای: په داسې حال کې چې پیغمبر (ص) فرمايي: “طلب العلم فریضة على کل مسلم”[6] یعنی: د پوهې تر لاسه کول په هر مسلمان نارینه او ښځینه واجب ده»
دغه‌راز علامه طنطاوي رحمه‌الله  په خپل مشهور تفسیر کې وايي: « د ټولو علومو او  ګتورو مهارتونو زده‌کړه پر مسلمانانو فرض کفایه ده؛ یعنې که د ټولنې یوه ډله هغه علوم زده‌ نه کړي، ټول به ګناهګار وي»[7]
دویم: بل هغه څه چې مډرنیزم او پوهه‌پالونکي مطلق باور پرې لري، تجربي پوهه ده، چې په یوازې نه‌شي کولای د کایناتو ټولو بنسټیزو پوښټڼو ته ځواب ووايي. د تجربي پوهې مطلق کافي‌والی یوه ساده محدوده نظریه ده؛ ځګه:
  • الهي وحې د معرفت کامله او باوري سرچینه؛ په ټولو سرچینو کې یوازې الهي وحې او قران‌کریم له هر ډول تېروتنو پاک دی او هره خبره یې له انساني عقل سره هم‌غږې ده، په داسې حال چې ډېری علمي نظریات د وخت په تېرېدو سره یا غلط را وځي او یا په خپل لاس تغیرات په‌کې راځي.
د دې خبرې څرګند مثال دا دی، چې د فزیک، طب، نجوم او نور… علمي حوزو کې یې لسګونه بېلګې لرو، چې  له کالونو څېړنو وروسته یا رد شوي یا اصلاح شوي؛ خو تر اوسه د قران یو ایت هم، چې د انسان، خلقت، طبیعت، تاریخ یا راتلونکي په اړه راغلی رد شوی یا نقد شوی نه دی؛ بلکې له هم نوي علمي حقایق د قراني اشارو سره په بشپړ ډول موافق دي، چې دا خپله د قران د علمي معجزو بېلګي ګڼل کېږي.
حتی غربي پوهان هم په دې باور لري، چې قران د حق او حقیقت سرچینه ده او د ډېرو علومو تعلیمات، لکه: طبیعي، فلکي، فلسفي او نور… علوم له قران څخه تر لاسه شوي دي؛ لکه څنګه چې د فرانسې مشهور امپراتو ناپلیون بناپارت وايي: « هیله لرم چې ډېر وخت و نه نیسي، چې د نړۍ هوښیار او متمدن خلک راټول کړم او د دوی په مرسته، داسې قوانین جوړ کړم، چې ټول د قرآن د اساسي لارښوونو پر بنسټ وي؛ ځکه چې قرآن د حق او حقیقت سرچینه ده. دا کتاب یوازې د انسانانو د خوښۍ مسؤلیت لري.»[8]
یعنې د ناپلیون په وینا قران د حق او حقیقت سرچینه ده، چې د دې کتاب په مرسته کولای شود د کایناتو حقیقت درک کړو نه یوازې تجربي علوم.
رانبورت مشهور ختيځ‌پوه وايي: « دا باید ومنل شي چې طبیعي علوم، فلک‌پوهنه، فلسفه او ریاضیات، هغه علوم چې د لسمې پېړۍ په اروپا کې ژوند بښونکی رول ولوباوه، له قرآنه اخیستل شوي دي؛ بلکه اروپا د اسلام پوروړې ده.»[9]
دغه‌راز انکلسي عالم سر ویلیام موئیس د قران په اړه وايي:« قران چې د محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم کتاب دی ، له ښکاره منطقي دلایلو، ګڼ‌شمېر علمي مسایلو، قضایي او حقوقي قوانینو او لوړ انساني لارښوونو څخه ډک دی؛ دا سپېڅلی کتاب د ټولنیز او مدني ژوند د ساتنې لپاره په ساده، خو قوي او منظمو عباراتو کې بیان شوی، چې لوستونکي ځان ته راکاږي او جذوبوي..»[10]
د تجربي پوهې لمنه تنګه ده؛ ځګه چې تجربي علوم د پوهې‌پالونکو د فکر زېږنده ده، چې وايي: « یوازې هغه څه چې تجربي علوم یې تاییدوي حقیقت لري.» دا خبره په ظاهره علمي ښکاري؛ خو په باطن کې له قوي منطقو څخه برخمنه نه ده. ځګه:
که چېرې تجربي پوهه د موضوع په اړه نظر ورکړي څه باید وکړو؟
ایا هغه موضوع له پامه و غورځول شي؟ مثلا د خدای د وجود، قیامت، روح، وحي،اخلاق د کایناتو د پیدایښت موخه او مانا په څېر موضوع‌ګانې  ، هغه موضوعات دي چې د تجربي پوهې له خوزې څخه بهر دي. تجربي پوهه چې له مادي تجربو او مشاهدو سره سر او کار لري، نه د دې مفاهیمو د ثابتولو توان لري او د ردولو.
خو له بده مرغه، ځينې کسان د «علم‌زدګۍ» (Scientism) پر بنسټ تکيه کوي او هڅه کوي د پوهې چوپتیا د حقيقت د نفي په مانا واخلي؛ يعنې که علم د کوم شي په اړه څه نه‌وايي، نو ګواکې هغه شی هېڅ شتون نه‌لري! دا هماغه عامه سهوه ده چې د نننۍ فکري نړۍ په پېژنديزو برخو کې د سکولار فکر د غلبې پايله ده.
۳. تجربي علوم یوازې د معرفت یوه لار ده: تجربي پوهه که څه هم د مادي نړۍ او طبیعي پېښو د پېژندلو لپاره ګټوره ده: خو هېڅ‌کله نه‌شي کولای چې د دیني معرفت، وحي، شهود، عقل او فطرت ځای ونیسي. که څوک یوازې تجربوي علوم د پېژندنې معیار وګرځوي او نورې سرچینې رد کړي، نو په حقیقت کې د «معرفتي ړوندتیا» ښکار شوی دی؛ دا ډول لیدلوری نه یوازې دا چې  له عقل او دین سره سازګار نه دی، بلکې د فلسفې له نظره هم رد شوی.
نو دې پایلې ته رسېږو، چې تجربي علوم له خپلو تولو ارزښتونو سره سره، د حقیقت د ټولو ابادو لپاره بسنه نه کوي. پر تجربوي علم مطلق باور او د نورو معرفتي سرچینو (لکه وحی، عقل، شهود او نقل) ردول، د عقل، منطق، تجربې او د سالم انساني فطرت خلاف دي.

دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1]. علق: ۱.

[2]. کنستان ویرژیل گیورگیو، مترجم: ذبیح الله منصوری، «محمد پیغمبری که از نو باید شناخت»، ص ۵۷.

[3]. محمود احمدی، اعترافات ۸۲ نفر از دانشمندان بزرگ جهان دربارۀ اسلام و قرآن، ص ۲۵.

[4]. عبدالغفور برشان، اسلام و عقلانیت معاصر، ص ۲۱.

[5]. الجواهر فی تفسیر القرآن، ج ۱، ص ۳۶.

[6]. شعب الایمان، ش ۱۶۶۷.

[7]. الجواهر فی تفسیر القرآن، ج ۲، ص ۸.

[8]. اعترافات دانشمندان بزرگ جهان، ص ۴۳.

[9]. همان، ص ۴۷.

[10]. همان، ص ۵۱.

Leave A Reply

Exit mobile version