لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (څلورمه برخه)
۱. فلسفي شالید
لکه څنګه چې مخکې یادونه ترې وشوه د انتقادي نظریې اصلي بنسټ ایښودونکي لوکاچ او گرامشي دي. دواړه مفکرین سره له دې چې مارکسیستان ول، خو د «هیګل» او «ویبر» د افکارو او نظریاتو پر اساس یې مارکسیزم ته بیا کتنه وکړه.
ګرامشي مارکسیزم د ماده‌پاله او میخانیکي لید له مخې تر نقد لاندې راوسته. د ګرامشي اصلي علاقه د واک او برترۍ مسئله وه چې دوامدار او منسجم اقتدار ته اشاره کوي. دا موضوع یوازې پر تولید د کنټرول تر څرنګوالي نه وه محدوده، بلکې د کلتور عنصر هم پکې شامل و.
گرامشي پر څو مهمو موضوعاتو ځانګړی تمرکز درلود، د هغوی له جملې:
۱. گرامشي ددې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول یوه مدني ټولنه خپل شتون ته دوام ورکولی شي؟ په ځواب کې د روښانفکري سازمان له مخې د روښانفکرانو کړنې تحلیل کړې. د ده په نظر د مدني ټولنې د سازمان‌یابۍ اصلي عامل د روښانفکری سازمان دی.
۲. د ګرامشي بله مهمه موضوع په ټولنه کې د هغو وسایلو او میکانیزمونو د شتون پیدا کول وو چې د ټولیزې همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې کارول کېږي. دده په نظر دا وسایل او میکانیزمونه یوازې د واکمنې طبقې د واک او سلطې لپاره نه دي، بلکې کلتوري عناصر هم خپل اغېز لري.
د لوکاچ فکر د دې لامل شو چې د نوې ټولنې د تحلیل په برخه کې د ماکس وبر او مارکس د نظریې ترمنځ ارتباط رامنځته شي. لوکاچ د مارکس د بنسټیزو فکري اصولو او د وبر د عقلانیت په نظر کې نیولو سره د مدرنې ټولنې نوی تعبیر وړاندې کړ او په پای کې یې د توکو او طبقاتي شعور عمومي تعبیر وړاندې کړ. دې نوي لیدلوري د انتقادي نظریې پر ساختار لوی اغیز پرېښود.
پر انتقادي مکتب نقد
پر انتقادي مکتب ګڼ او مختلف انتقادونه وړاندې شوي دي، ځکه یاده نظریه پراخ اغیز او تاثیر لري. له ایده‌آلیستانو نیولې تر واقع‌گرا نظریه‌پردازانو ټول ډولونه پکې موندل کېدای شي.
په دې مقاله کې د لنډون په پام کې نیولو سره یوازې هغو مهمو انتقادونو ته اشاره شوې چې د دې مکتب په عمومي ساختار او هویت پورې اړه لري.
میان‌رشته‌ای لیدلوری؛ ګټې او زیانونه
انتقادي نظریه له اثبات‌پالنې (پوزیتویزم) سره د مخالفت په پایله کې رامنځته شوې ده. انتقادي متفکرینو د پوزیتویزم د نقد په برخه کې له بېلابېلو علمي څانګو لکه سیاسي علوم، اقتصاد، ادبیات، هنر، او ارواپوهنې‌ څخه کار اخیستی. همدا کار د دې لامل شوی چې په دې مکتب کې د میان‌رشته‌ای مطالعاتو نمونه په غوره ډول راڅرګنده شي.
که څه هم یاد اصل د انتقادي مکتب په ګټه ګڼل کېږي، خو لکه څنګه چې «چودمورن» څرګنده کړې د میان‌رشته‌ای نظریې یوه ستونزه د «حقایقو مبهمتیا» ده، دا ابهام هغه وخت لا پسې زیاتیږي کله چې د رشتو شمېر ډېر زیات شي. علت یې دا دی چې د رشتو ډېروالی د پوهې د جوړښت او وړاندې کولو بنسټیز اصول زیانمنوي.
د انتقادي مکتب د روایتونو له مخې داسې ښکاري چې یاد مکتب د بېلابېلو څانګو د ونډې او اړیکو په ټاکلو کې یو څه ګډوډي لري. حتی د هورکهایمر، آدورنو او بنیامن په شمول د دې مکتب مشران هم کله ناکله په خپلو نظرونو کې له یوه او بل سره توپیر لري. د همدې توپیرونو شتون چې کله ناکله د یوه متفکر په فکر کې هم لیدل کېږي په ډاګه کوي چې د دې مکتب میان‌رشته‌ای ماهیت تر اوسه په بشپړ ډول یووالی او انسجام نه دی موندلی.[۱]
د ټولنیز تړاو په برخه کې ابهام
که څه هم میان‌رشته‌ای (interdisciplinarity) مطالعات داسې دي چې د یوې پدیدې د پېژاندلو لپاره د بېلابېلو علومو له پوهې استفاده پکې کیږي، خو اصلي هدف دا دی چې ټولې نظریې باید هغو مشخصو علمي څانګو پورې تړاو ولري چې د مطالعاتو او موندنو سمت او لوری مشخصوي. په حقیقت کې میان‌رشته‌ای‌والی باید په پای کې د علمي څانګو یوځای‌والی رامنځته کړي، زده کړې اسانه کړي او د شناخت د ترلاسه کولو روشونو ته وده ورکړي.
د دې مهم اصل نه مراعاتول او د علمي څانګو د ونډې نه مشخصول انتقادي مکتب له ابهام سره مخ کړی دی چې په پایله کې یې د واگرایانه ادبیاتو، فلسفې، هنر او د بېلابېلو ټولنیزو علومو له تمایلاتو څخه اغیزمن شوی. همدا ګډوډي او د علمي تنوع کچه د دې لامل شوې چې د انساني او ټولنیزو علومو په برخه کې بیاکتنه له ستونزو سره مخ شي.
د «خلاصون» ناقصه مفکوره
که څه هم انتقادي مکتب هڅه کړې چې اثبات‌پالنه (پوزیتویزم) نقد کړي، خو باید هېره یې نکړو چې شبه‌علي قوانینو ته اعتبار ورکول په پای کې یاد مکتب له اثباتي اصولو او قواعدو سره تړي.
په بل عبارت، د «خلاصون» یا ازادۍ مفکوره چې د انتقادي مکتب اساسي موخه ده، د دې مکتب په ماهیت او اساس کې په بشپړ ډول نه ده پلې شوې، چې په نتیجه کې یې  د دې مکتب د ځینو نظریه‌پردازانو په نظریاتو کې د اثبات‌پالنې د اصولو شاهدان یوو.
په حقیقت کې هغه بحثونه چې د ټولنیزو علومو او تجربوي علومو ترمنځ رامنځته شوي، او د هابرماس په څېر اشخاص چې د انتقادي مکتب په وده او پیاوړتیا کې یې رول درلود، په پای کې د اثبات‌پالنې په ګټه تمام شوي چې دا د انتقادي مکتب لپاره مطلوبه پایله نه ده. ښایي همدا دلیل وي چې موږ د «فرانکفورت مکتب» په موضع‌گیریو کې د اصلي پوښتنو په وړاندې د «د واقعیت د پېژندنې د طریقې» په برخه کې یو ډول ابهام احساسوو.  هابرماس په صراحت سره د یاد ابهام په وړاندې ودرېد او د انتقادي نظریې د بیا احیا فکر یې وړاندې کړ، ترڅو یاد مکتب له مبهمو او نه حل کېدونکو تضادونو خلاصون ومومي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] افتخاری، ۱۳۹۶، ص: ۵۸.

Leave A Reply

Exit mobile version