لیکوال: ډاکټر نور محمد محبي
قرآن تلپاتې معجزه (۳۴ برخه)
په توده او سړه هوا کې د خدای جل جلاله د خلقت اعجاز
د انسان بدن یو له خورا پېچلو بیولوژیکي جوړښتونو څخه دی، داسې سیستمونه لري چې ساینسپوهان یې حیران کړي دي، چې یو د دې حیرانونکو سیستمونو څخه د (د انسان بدن ته د هوا ننوتلو، را ایستلو او د بدن د تودوخې تنظیمولو سیستم) دی، چې د بدن د تودوخې د توازن په ساتلو کې کلیدي رول لوبوي. د انسان د بدن تودوخه په طبیعي ډول شاوخوا د ( 37 د سانتي ګراد درجو) کې ثابته پاتې کیږي. د تودوخې یا ګرموالي ثبات، د متغیر چاپېریالي شرایطو سره سره، د بدن د غړو او فزیولوژیکي پروسو (د غړو د دندو) د یو سیټ یا ټولګۍ په توګه د دقیق او همغږي فعالیت پایله ده.
د بدن د تودوخې د ثبات حیرانونکې ځانګړتیا
انسان کېدای شي یوازې په ځینو ځانګړو مواردو کې د تودوخې له امله ژوند له لاسه ورکړي، یا هم هغه وخت کله چې د بدن تودوخه ( د سانتي ګراد ۴۵ درجې) د (۱۰۰٪ رطوبت) ته، یا ( د سانتي ګراد ۶۰ درجې) چې (مطلق وچوالی دی) ورسېږي. په نورو حالاتو کې د بدن د تودوخې د تنظیم سیستم د (شاوخوا ۳۷ نورمال یا عادي تودوخې) ساتلو لپاره جوړ یا برابر شوی دی.
د بدن د خولې کېدو د سیستم جوړښت
د انسان بدن د (۳ څخه تر ۴ میلیون پورې د خولې کېدو غدې) لري، چې د انسان د بدن په ټول پوستکي کې خپرې دي. په ځینو برخو کې لکه د لاسونو او پښو په تله یا ورغوي کې، د دې غدو شتون (په هر سانتي متر مربع کې ۴۸۰ غدو) ته رسېږي. د خولې کېدو هره غده د (۲ ملی متره اوږدوالي) او (۰.۱ ملي متر قطر) څخه جوړه شوې چې له پوستکي سره وصل شوې ده.
که چېرې دا غدې (لوله) د یو کس په بدن کې یو په بل پسې کېښودل شي، نو د دوی اوږدوالی به (۵ کیلومتره) ته ورسېږي.
د بدن د تودوخې په تنظیمولو کې د خولې کېدلو دنده
په ډېر ګرم موسم کې، د خولې کېدو غدې کولی شي په یو ساعت کې (له ۲۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ سانتي متر مکعب پورې خولې تولید کړي.) د پوستکي په سطحه کې پټه شوې خوله تبخیر کیږي او د دې تبخیر(بړاس بدلېدل) سره، (د بدن تودوخه جذبېږي.) دا پروسه د (تودوخې د تبادلې) په نوم یادېږي، چې د بدن د تودوخې په کمولو کې مهم رول لوبوي.
په دې پروسې د ښه پوهېدو او لا وضاحت لپاره باید وویل شي چې: (۱۰۰۰ سانتي متر مکعب خوله) کولی شي د بدن څخه د (۱۳۰۰ کالوري ([1]) تودوخې) معادل ګرمي یا تودوخه وباسي یا خارج کړي.
د خولو کیمیاوي ترکیب یا جوړښت
په هر (۱۰۰ ګرامه خولو) کې:
  • ۹۹ ګرامه اوبه.
  • ۱ ګرام محلول شوي مواد، چې عبارت دي له:
  • مالګه
  • یوریا(urea)
  • نور کیمیاوي مرکبات
د ۲۴ ساعتونو په جریان کې د خولو د جوړښت او خپرېدو اندازه، حتی په نورمال یا عادي حالت کې چې د خولې کېدو احساس هم ونه کړې د (۶۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ ګرام) ترمنځ اټکل شوې ده. دا منځته راتګ او خپرېدا په دوامداره توګه جریان لري. (د پوستکي نرمښت او رطوبت) د همدې پټې خولې کېدو لپاره یو دلیل دی.
د بدن په روغتیا کې د خولې کېدو رول
د خولې کېدلو اصلي دندې عبارت دي له:
  • د بدن د تودوخې تنظیمول
  • د فاضله موادو لکه یوریا خارجول
  • پوستکي ته رطوبت او نرمښت ورکول
همدا رنګه خولې کېدل د ډېرې تودوخې په وړاندې د بدن ( ساتنې یا خوندیتوب) هم دی. لکه د دیګ بخار د شپېلک په څیر، که چیرې د بدن تودوخه ډېره لوړه شي، خولې کېدل بېرته همدا ګرموالی کموي.
د خولې کېدو په اړه روغتیایی لارښوونې
لکه څرنګه چې په خولو کې کیمیاوي مرکبات کولی شي د بدن د بد بوی لامل شي، نو د بدن پاکوالی هم اړین دی. په اسلامي لارښونو او نبوي سنتو کې هم د خولو د اغېزو، بوی د لرې کولو او په مینځلو باندې ټینګار شوی دی. حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: (على ‌كل ‌مسلم في كل سبعة أيام يوم يغسل رأسه وجسده.) ([2]ژباړه: په هر مسلمان واجب دي چې خپل سر او بدن په هرو اوو ورځو کې یو ځل ومینځي.
پاکوالی د خولې بد بوی لرې کوي، د پوستکي سوري خلاصوي او د خولې د غدو فعالیت ښه کوي.
د یخنۍ په وړاندې د بدن غبرګونونه
کله چې د چاپېریال تودوخه راټیټه شي، بدن په اتوماتیک ډول له خپل ځانه ساتنه کوي:
الف: د وینې د سطحي رګونو تنګېدل
د بدن د تودوخې ضایع کېدو د مخنیوي لپاره، د وینې سطحي رګونه ( منقبض یا تنګیږي) او د پوستکي په سطحه د وینې جریان کمېږي، چې د وینې دا جریان د بدن په ژورو یا لاندې برخو کې د وینې د تودوخې په ساتلو کې مرسته کوي.
ب: د بدن لړزېدل
د عضلاتو د لړزې په رامنځته کېدو سره، بدن (ډېره تودوخه تولیدوي) څو د ضایع شوې تودوخې جبران وکړي.
ج: د وېښتانو درېدل.
د یخنۍ په وخت کې د بدن وېښتان (ودرېږي)، څو د بدن د پوستکي شاوخوا د ګرمې هوا یوه طبقه جوړه شي او د تودوخې ضایع کېدو مخنیوی وشي.
د یخنۍ پر مهال د تودوخې تنظیمولو کې د داخلي غدو رول
د یخنۍ په وړاندې بدن د خپلو (دننه یا داخلي غدو) له لارې هم خپل غبرګون ښکاره کوي:
الف: د هیپوفیز غده یا (نخامي)
دا غدې د میتابولیزم د کچې د لوړولو لپاره (تایراید غدې) ته هورمونونه لېږدوي.
ب: د تایراید غده
د (میتابولېزم) په زیاتولو سره، خواړه په انرژي بدلوي او د بدن د تودوخې د ساتلو لپاره ډېر ژر تودوخه رامنځته کوي.
ج: د وینې خوږې یا شکر او انرژي زیاتوالی
په سړه هوا کې بدن ډېر (په وینه کې ګلوکوز) خوشې کوي، څو د عضلاتو د لړزې او میتابولیک فعالیت لپاره د اړتیا وړ انرژي چمتو کړي.
دا ټول غبرګونونه او تعاملات د انسان د مستقیم پوهاوي یا ارادې پرته منځته راځي(یانې غیر ارادي دي). بدن پخپله په اتوماتيک ډول:
  • د وینې رګونه انقباض یا پراخوي.
  • هورمونونو ته وده ورکوي او خپروي.
  • د بدن میتابولیزم لوړوي
  • خولې کېدل یا د لړزې لامل کېږي.
  • وېښتان دروي.
دا ټول د لوی خدای جل جلاله د عظمت او لویوالي نښې دي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایي: فَتَبَارَكَ ٱللَّهُ أَحۡسَنُ ٱلۡخَٰلِقِينَ [سورهٔ  المؤمنون: ۱۴] ژباړه: نو الله جل جلاله ډېر زیات برکتناک او تر ټولو پیدا کوونکو ښه پیدا کوونکی دی.
همدا رنګه فرمايي:  وَفِيٓ أَنفُسِكُمۡۚ أَفَلَا تُبۡصِرُونَ [سورهٔ الذاريات: ۲۱] ژباړه: او پخپله ستاسې په خپل وجود کې (د عبرت نښانې دي) ایا تاسې په ځير کتونکي نه یاست؟([3])
ورحم الله من قال:
يا رامياً بسهام اللّحظ مجتهداً … أنت القتيلُ بما ترمي فلا تصب
وباعثَ الطَّرفِ يَرتادُ الشفاءَ لَهُ … احبسْ رَسُولَكَ لا يأتيكَ بالعَطَبِ ([4])
دوام لري…

مخکنئ برخه

[1] ملي متر
([2])  صحيح البخاري، کتاب أحادیث الأنبیاء، باب، رقم الحدیث: 3487، ج 4، ج 177.
[3] موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج۱، ص۵۱
([4])  موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ج 1، ص 47 -51.
Leave A Reply

Exit mobile version