لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

نهه‌دیرشمه برخه

کانونه او ډبرې
مسلمانانو د اسلامي تمدن د زرین دور په ترڅ کې د کانونو او ډبرو د پېژندنې او مطالعې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه وکړل. هغوی د معدني موادو طبیعي او کیمیاوي ځانګړتیاوې وڅېړلې، طبقه بندي یې کړې او په اړه یې علمي توضیحات وړاندې کړل. همدارنګه هغوی د ټولو موادو د موندنې ځایونه وپېژندل او د غوره او کمزورو ډولونو ترمنځ توپیر ته یې جدي پام وکړ.
د ډبرو په برخه کې «عطارد بن محمد الحاسب» له لومړیو کسانو څخه و چې په عربي ژبه یې د «منافع الأحجار» تر سرلیک لاندې یو کتاب ولیکه. په دې اثر کې د قیمتي ډبرو او ګاڼو بېلابېل ډولونه او د هغوی ځانګړتیاوې څېړل شوي دي. امام رازي هم په خپل کتاب «الحاوي» کې دې اثر ته اشاره کړې ده. تر البیروني پورې مسلمانانو د بېلابېلو معدني موادو شاوخوا ۸۸ ډولونه پېژندلي وو. [۱]
ابن سینا په خپل کتاب «الشفاء» کې وايي چې ډبرې د دریو اصلي عواملو په پایله کې منځته راغلې دي: د خټې وچېدل، د اوبو تبخیر او یا هم رسوب. نوموړی معدني مواد په څلورو برخو وېشي: ډبرې، ګوګردونه، مالګې او محلول مواد. ابن سینا همدارنګه فلزات او د هغوی د جوړېدو لارې چارې څېړي او ټینګار کوي چې هر فلز خپل ځانګړی ترکیب لري چې په عادي توګه د بدلېدو وړ نه دي، بلکې یواځې د هغه ظاهري بڼه بدلېدلی شي.[۲]
مسلمانو پوهانو د معدني موادو طبیعي شکلونو ته هم پام کړی و او د بهرنیو عواملو له امله د رامنځته کېدونکو فزیکي بدلونونو مطالعه یې کړې وه. هغوی مشاهده کړې وه چې ځینې معدني مواد ځانګړي هندسي شکلونه لري چې د انسان له مداخلې پرته رامنځته کیږي. دا مشاهدې نن ورځ د «بلورپېژندنې» (Crystallography) علم په برخه کې بنسټیز اقدام ګڼل کېدای شي. البیروني یې ځینې تشریح کړي او د هغوی د سطحو او هندسي اشکالو ترمنځ همغږۍ ته یې اشاره کړې ده.
مسلمانو پوهانو د ډبرو د منشأ او د هغوی د جوړېدو د طریقې په اړه بحثونه کړي دي، او د اوبو (رسوبي ډبرو) او د اور ( آذرین ډبرو) د جوړیدو څرنګوالۍ یې څیړلی دی. هغوی د ګڼو ډبرو او فلزاتو خاص وزن په ډېر دقت سره تعین کړی و، او د ځمک‌پېژندنې علم په برخه کې یې د ځمکې لوړوالی او ټیټوالی، طبیعت، د اوبو ځمک‌پیژندنې، د فوسیلونو علم او علوي اثار چې د ځمکه‌پېژندنې او اقلیم‌پېژندنې ترمنځ علمي اړیکه څېړي، وڅیړل.[۳]
د بحرونو پېژندنه او د مد و جزر پدیده
مسلمانو ساینس‌پوهانو د منځنیو پېړیو په اوږدو کې د ځمکه‌پېژندنې او هواپېژندنې اړوند پدیدې په پراخ ډول مطالعه کړې. هغوی په خپلو جغرافیایي آثارو کې د بحرونو، سیندونو، او د مد و جزر پدیدې په اړه تحلیل وړاندې کړی دی. «الکندی»، «المسعودي»، «البیروني»، «الادریسي» او «المقدسي» په دې برخو کې مهمې څیړنې ترسره کړې دي.
د هواپېژندنې په برخه کې چې هغه مهال ورته «علم الآثار العلویة» ویل کېدل، مسلمانانو د فضا، حرارت، چټکتیا، بادونو او ورېځو په اړه څیړنې ترسره کړې دي. هغوی د تودوخې بېلابېلو درجو او د بادونو او ورېځو د ډولونو لپاره ګڼ اصطلاحات کارول. [۴]
د مد و جزر پدیده مسلمانو پوهانو په دقت سره څېړلې او د سپوږمۍ او لمر له موقعیت سره یې د هغې اړیکه بیان کړې ده. الکندي په یوه رساله کې چې «رسالة في العلة الفاعلة للمد والجزر» نومېږي، دا پدیده په علمي ډول تحلیل کړې ده او د سپوږمۍ او لمر د بېلابېلو موقعیتونو پر بنسټ یې د مد و جزر بېلابېل ډولونه توضیح کړې دي.
المسعودي هم په خپلو آثارو لکه «أخبار الزمان» او «مروج الذهب» کې د بحرونو د رامنځته کېدو، د هغوی د علتونو، او د مد و جزر په څېر اړوندو پدیدو په اړه مفصل بحث کړی دی. نوموړي د «ذکر الأخبار عن انتقال البحار» تر عنوان لاندې یوه کامل فصل دې موضوع ته ځانګړی کړی دی.
المقدسي هم په خپلو آثارو کې د سمندرونو د اړخونو، مهمو ټاپوګانو او خطرناکو سیمو څېړنه کړې، او د مد و جزر پدیده یې توصيف او د هغې د تفسیر هڅه یې کړې ده. [۵]
مسلمان پوهان دې ته متوجه شوي وو چې د سطحي اوبو پراخوالی او حجم، د وچې په پرتله ډېر زیات دی. هغوی دا درک کړې وه چې بېلابېل ځمک‌پوهنیز جوړښتونه د دې مانع ګرځي چې وچه د اوبو له خوا ډوبه شي.
ابن الفداء په خپل کتاب «تقويم البلدان» کې د وچې او اوبو ترمنځ د وېش نسبت معلوم کړی او څرګنده کړې یې ده چې اوبه د ځمکې د سطحې ۷۵٪ برخه پوښي، پداسې حال کې چې وچه یواځې د ځمکې ۲۵٪ برخه جوړوي. [۶]
ځمک‌پوهنه (تضاريس)
مسلمانو ساینس‌پوهانو په ځانګړې توګه د ژئومورفولوژۍ (د ځمکې د جوړښت او بدلون مطالعې) په برخه کې پراخې څېړنې کړي دي.
ابوریحان البیروني چې د دې برخې له مخکښو علماو څخه ګڼل کېږي، په خپلو آثارو کې د ځمکني جوړښتونو پروسې تحلیل کړې دي. نوموړي باور درلود چې ځینې وچې سیمې پخوا سمندرونه وو خو د رسوباتو له امله په هوارو ځمکو بدلې شوې دي. نوموړي همدارنګه د سیندونو په مختلفو برخو کې د رسوباتو د ذرّو د اندازې توپیر ته اشاره کړې ده: یعنې لوړې ذرې د سیند له سرچینې سره نږدې وي، او کوچنۍ ذرې د هغه په پای (مصب) کې موندل کېږي.
ابن سینا هم د ژئومورفولوژۍ په برخه کې داسې نظریات وړاندې کړي چې له معاصرو علمي نظریاتو سره ورته‌والی لري. نوموړي د ځینو غرونو د منځته‌راتګ لپاره دوه عوامل وړاندې کړې دي:
         •        «مستقیم عامل» لکه زلزله، چې د ځمکې سطحه پورته رولي،
         •        او «غیر مستقیم عامل» لکه د باد او اوبو له امله فرسایش، چې ځینې برخې له منځه وړي او ځینې نورې یې لوړې پاتې کېږي.
نوموړي همدارنګه د وخت رول ته اشاره کړې، چې څه ډول وخت د ځمکني بدلون او تدریجي جوړښت پر پروسو مهم تاثیر لري. [۷]
ادامه لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] تطور الفکر العلمی عند المسلمین، مخ: 261.

[۲] پخوانۍ منبع، مخ: 263.

[۳] روائع الحضارة العربیة الإسلامیة، مخ: 291.

[۴] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: 319.

[۵] روائع الحضارة العربیة الإسلامیة، مخونه: 446–460.

[۶] پخ

وانۍ منبع.

[۷] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ: 482.

Leave A Reply

Exit mobile version