لیکوال: مهاجر عزیزي
د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه
دیارلسمه برخه
د کمونېزم پر باورونو او اعتقاداتو باندې رد
-
حقیقي لید
په دې (اسلامي) نظام کې ټول مسایل د حقیقي لید او سم تحلیل پر اساس طراحي شوې دي، یعنې د افرادو مادي ګټې او د ټولنې معنوي مصالح یو له بل سره په ښکلي انداز کې تړل شوې او بې ځایه خیالي نړۍ پنځونه نه ده، چې ترلاسه کول یې ناممکنه وي.
ځکه کله چې اسلام د خپلو اصولو د پلي کېدو مناسب شرایط ترلاسه کړي، نو په عملي ډول یې ډېر مثبت او روڼ آثار پرېښي دي. د دې ښکاره بېلګه د اسلام لومړۍ دوره ده، چې د انسان د تاریخ یو تلپاتی او ځلانده پړاو ګڼل کېږي.
-
عبادتي نظام
په اسلام کې نیکې کړنې یوازې د الله تعالی د امر په اطاعت کې ترسره کیږي او موخه یې یوازې د الله تعالی رضا ده.
«إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلا شُكُورًا»[1]
(او هغو ته وايي چې) موږ تاسو ته یوازي د الله په خاطر خواړه دركوو. موږ ستاسو څخه نه څه بدله غواړو، نه مننه؛
په دې کې مادي انګېزه نشته، بلکه ټوله موخه یې د رب تعالی فضل دی، اسلام عبادت یوازې په دینو شعایرو کې نه دی خلاصه کړی، بلکې ټول ژوند باید د الهي شریعت تابع وي؛
” قُلۡ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحۡيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ ٱلۡعَٰلَمِينَ – لَا شَرِيكَ لَهُۥۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرۡتُ وَأَنَا۠ أَوَّلُ ٱلۡمُسۡلِمِينَ [2]” ووايه: زما لمونځ، زما د عبادت ټول مراسم، زما ژوند او زما مرګ، هر څه د کائیناتو د پالونکي الله (ج) له پاره دي؛ – چې د هغه هیڅوك شريك نشته، د هماغه امر ما ته شوی دى او تر ټولو لومړی د اطاعت سر ټيټوونكى زه يم.
د ژوند په هر نظام او هر ډول کاري چاپیریال کې د پام د رب تعالی لوري ته ځي، نو په همدې اساس هر ټولنیز خدمت او نیک عمل د خدای تعالی عبادت ګڼل کیږي.
په داسې یوې خوښي بښونکي ټولنیزې فضا کې هر انسان د ثواب خوند درک کوي او هر مخلص انسان یې لټه کوي او هر مومن پکې د خوښۍ احساس کوي.
په دې ډول چاپېریال کې د دنیا له محدودې څخه پراخې موخې وي، انسان د آخرت د ثواب په لټه کې وي؛ ځکه آخرت غوره دی او پایښت لري. د الله خالصانه عبادت د انسان ټولنیزو چارو ته داسې روحانیت او مانا ورکوي، چې له اسلام پرته په بل هېڅ دین یا نظام کې نشي موندل کېدای.
په سرمایهداره نظام کې د خیر ښیګڼې او نیکۍ لپاره ځای نشته؛ هلته پرته له دې چې د نورو خلکو عکس العمل ته توجه وشي، فرد خپلو کړنو ته دوام ورکوي، خو د اسلام په ټولنیز نظام کې موخې لوړې دي او یوازې د دنیا د اجر او بدلې تر کچې نه محدودېږي؛ ځکه نیک عمله انسان تر هغو لوړې هیلې لري، چې انسانان یې پوره کولای شي؛ د الله رضا او د هغه جنت ته تمه لري. نو وګوره چې موخې څومره لوړي دي او نیتونه چې الله ته متوجې وي، څومره ارزښتناک او سپېڅلي دي!
دا هماغه ستر هدف دی چې الله تعالی د ژوند نهايي موخه ټاکلې؛ دا عبادت دی، چې د دنیايي سکون هر اړخیز مفهوم پوره کوي —د روح په دنیا کې سکون او همداشان د دین په ثبات، د مال په خوندیتوب، د عقل په روڼتیا، د عزت په ساتنه، او په هر هغه څه کې چې د ټولنې او ژوند پر بهیر اغېز لري سکون.
-
منځ لاري او اعتدال
د اسلامي نظام یوه بله ځانګړنه ټولنیزه منځ لاري یا اعتدال دی. په اسلامي قانون جوړونه کې، چې له شک پرته د انسان د عقل او فطرت سره هم همغږي دي، د مادي او معنوي ژوند ترمنځ لازم اعتدال مراعات شوی دی. د دې ترڅنګ چې د دې نړۍ د نیکمرغۍ ډاډ ورکوي د اخرت خوښي هم تضمینوي.
-
پراخلیدلوری
اسلام د انسان د ټولنیز ژوند په ټولو برخو کې بشپړ توازن او تناسب رامنځته کړی دی. دا الهي نظام پراخ، ټولګډونه او د ټولو انسانانو د ګټې وړ دی، که څه هم په لومړي نظر کې ښايي داسې وبرېښي چې د اسلام د ټولنیز ژوند نظام یوازې د مسلمانانو لپاره ځانګړی دی؛ خو که موضوع ته له یوه عمومي لید لوري وکتل شي، نو ویلای شو چې اسلام د ټولنیزو اړیکو بنسټي معیار «د الله لپاره محبت او د الله لپاره دښمني» ګڼي.
په دې توګه، د ټولنیزو اړیکو په چاپېریال کې یو ډول طبقهبندي رامنځته کېږي؛ یعنې څومره چې یو انسان الله ته نږدې وي، همغومره ورسره ټولنیزه اړیکه ژوره او عاطفي پیوستون پیاوړی وي؛ ځکه دا د لوړې درجې اړیکې د ژورو عاطفي رېښو او روحاني پیوندونو پر بنسټ ولاړې وي.
قرآن کریم هم پر همدې ټکی ټینګار کوي، چې فرمایي: «المؤمنون و المؤمنات بعضهم اولیاء بعض»[3] «مؤمنان نارینه او مؤمنانې ښځینه یو د بل دوستان (ملاتړي) دي.»
البته له دې بهر د ټولنیزو اړیکو نورې بڼې او مرحلې نه دي رد شوي، بلکې اسلامي نظام د ادب، درناوي او د انسانپالنې په څېر ډېرې دیني ښوونې هم رانغاړي، کومې چې له نورو انسانانو سره د ښې رویې، مهربانۍ او ټولنیز مسؤلیت احساس ته وده ورکوي.
-
د داخلي او بهرني ضمانت درلودل
په اسلام کې د ټولنیز ژوند لپاره دیني لارښوونې شته، چې باید هر مسلمان یې مراعات کړي، دا ارکان او اصول د فقهي دستوراتو تر عنوان لاندې د اړینو (واجبو)، مستحبو، حرامو (مؤکده نهې) او مکروه حکومونو په بڼو بیان شوې دي، تر څو یې مسلمان د مراعاتو لپاره اړینه انګېزه ولري.
په دیني لارښوونو کې یې ټولنیزې ګټورې اغېزمنتیاوې او همداشان اخروي بدله بیان شوې تر څو یې افراد ترسره کولو ته تشویق شي او همداشان یې د نه ترسره کولو په صورت کې د اخروي مجازاتو خبر ورکړی، چې افراد ترې منعه کړي.
په دې نظام کې د ضمانت یوه بله اجرايي بڼه دا ده، چې له اخلاقي او فردي حالتونو څخه یې وضعیت لوړ شوی او حقوقي بڼه یې موندلې. لکه؛ د زنا تهمت، چې په وړاندې یې د درو سزا ټاکل شوې ده.
دا د ټولنیز نظام په اړه د اسلامي نظام عمومي ځانګړنې وي، چې په لنډ او جامع ډول بیان شوې، د دې ځانګړونو په بررسي سره یوه عاقل فرد دې پایلو ته رسیږي چې؛ د دې نظام ټول حقوق د انسان د مصالحو لپاره په نظر کې نیول شوي او هېڅ یو قانون یې هم د یوې ډلې ځواکمونو افرادو لپاره نه دي، چې له کمزور څخه یې حقونه سلب کړي، بلکې هر چا ته یې د هغه د ښې رویې چې له خپلو نورو انسانانو سره یې کوي، په تناسب لوړتیا ورکړې او لا لوړو درجو ته یې ورته د رسېدو لاره پرانیستې ده.
انسان دا اختیار ورکړل شوی، چې له دوو لارو؛ ښې او بدې څخه یوه و ټاکي او په مقابل کې یې نیک بدله ترلاسه او یا مجازاتو ته ځان برابر کړي. په حقیقت کې د ټولنې قوانین او واکمن نظام هېڅکله داسې څه پر انسان نه تپي، چې پخپله یې په کې هېڅ رول نه وي لوبولی.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1]. إنسان: ۹.
[2] د الانعام سورت – ۱۶۲ – ۱۶۳ ایتونه
[3]. توبه: ۷۱.