لیکوال: مفتي نورمحمد محبي
قرآن؛ تلپاتې معجزه (درېیمه برخه)
د معجزې (اعجاز) تعریف
د الهي دینونو په تاریخ کې د خلکو په وړاندې د پیغمبرانو علیهم السلام د ریښتونولۍ اثبات یو له اصلي مسایلو څخه و.
الله تعالی د دې ننګونې د له منځه وړلو لپاره خپل پیغمبران په دلایلو او نښانو سره مجهز کړې وه، چې تر ټولو مهمه یې (معجزه) وه. په اسلامي فلسفه کې د معجزې بحث ځانګړی مقام لري او بیا په خاص ډول د عقایدو په علم کې چې د نبوت د اثبات تحقق د معجزې پر بنسټ استوار دی.
په دې برخه کې په تفصیل سره د معجزې په پېژند، ځانګړونو، له کرامت سره یې په توپیرونو، سحر او نورو خارق العاده چارو او په دې اړه د قراني استدلالونو او حدیثو په برخه کې بحث کیږي.
-
د معجزې لغوي او اصطلاحي معنا
الف: لغويي معنا
معجزه د عربي ژبې د (ع ج ز – عجز) له کلمې څخه اخېستل شوې، چې معنی یې (ناتواني) راځي. په اصل کې معجزه هغه کړنه ده، چې خلک یې له ترسره کولو څخه عاجز او ناتوانه دي.
ب: اصطلاحي پېژند
د کلام علم د معجزې اصطلاحي تعریف داسې کوي؛ “أمر خارق للعادة، مقرون بالتحدي، سالم عن المعارضة.” [1] – له عادت څخه خلاف داسې کار، چې نور پرې ننګول شوې وي او د چا له لوري یې د مقابلې امکان نه وي.
-
د معجزې شرایط او ارکان
علماؤ د معجزې او نورو عادت خلاف/ خارق العاده کړنو ترمنځ د توپیر لپاره ځینې شرایط ذکر کړي، چې په لاندې ډول یې یادوو او له دې شرطونو پرته معجزه نشي ورته ویل کېدای.
-
د بل چا له لوري د مقابلې وړتیا نه درلودل
دا چې هېڅوک هم ونکړای شي، ورته کار ترسره کړي، لکه؛ موسی علسه السلام ته د نیل رود دوه ځایه کېدل، د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لخو د سپوږمۍ دوه ځایه کېدل او د عیسی علیه السلام په لاس د مړو ژوندي کېدل.
-
د عادت خلاف/ خارق العاده
معجزه باید د بشر له وړتیاو او د طبیعت له قوانینو لوړه وي، لکه؛ د بیدیا له تېږې د حضرت صالح علیه السلام لپاره د ناقې ( اوښې) راوتل او د دوو ګوتو ترمنځ د ابو راوتل او فوران کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم لپاره.
-
د نبوت له ادعا سره تطابق
معجزه باید د نبوت د دعوه لرونکي کس د رېښتونولۍ د ثبوت لپاره وي او د هغه له غوښتنې سره سمه پېښه شي، ځکه که یې چېرته د غوښتنې خلاف ترسره شي، نو نه یوازې چې معجزه نه شمېرل کیږي، بلکې د نبوت مدعي درواغجن بلل کیږي. د سیرت په کتابونو کې راځي؛ د اوبو د زیاتولو لپاره مسیلمة الکذاب د خپلې خولې منحوسې لاړې په څاه کې توف کړې، خو د الله تعالی په قدرت سره د هغې څاه اوبه وچې شوې، که څه هم خارق العاده کړنه وه، خو د ده غوښتنې خلاف او معجزه ونه بلل شوه او دی کذاب دی.
-
له ننګونې سره مله وي
دا چې پیغمبر خلک ننګوي تر څو ورته کړنه ترسره کړي؛ “فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ” [البقرة: ۲۳] [2]
-
د معجزې، کرامت او سحر ترمنځ توپیرونه
د معجزې، کرامت او سحر ترمنځ توپیرونه په لاندې ډول دي؛
الف: له کرامت سره توپیرونه
-
کرامت: کرامت هغه له عادت خلاف کړنه ده، چې د خدای تعالی له ولي څخه صادریږي، پرته له دې چې د نبوت ادعا وکړي او موخه یې، د بنده اکرام او د ایمان تقویت دی او د نبوت د اثبات لپاره نه وي. «ولكن كثير من المتأخرين يفرقون في اللفظ بينهما، فيجعلون المعجزة للنبي، والكرامة للولي.» [3]
-
معجزه له ننګونې سره مله وي، خو کرامت کې څوک نه ننګول کیږي او په ځانګړو فردي شرایطو کې پېښیږي.«لأن الكرامة عبارة عما يظهر من غير اقتران التحدي به، فإن كان مع التحدي فإنا نسميه معجزة.»[4]
ب: له سحر سره یې توپیر
سحر یو ډول دوکه کوونکې کړنه ده، چې د شیطان په وساطت او د پټو ځواکونو په مرسته ترسره کیږي، خو معجزه د الله تعالی له طرفه او په حق لاره کې ده[5].
-
معجزه علم نه دی، خو سحر علم دی.
-
معجزه ترلاسه کېدونکي یا کسبي نه ده، بلکې بخششي ده، خو سحر کسبي او ترلاسه کېدونکی دی، سحر د ځانګړو قوانینو او اصولو درلودونکی دی چې د زده کړې په صورت کې یې د قوانینو له پلي کولو وروسته له فرد څخه صادریږي، خو معجزه داسې نه ده.
په قرانکریم کې د پیغمبرانو د معجزو نمونې
د مخکینیو نبیانو علیهم السلام معجزې
-
موسی علیه السلام؛ لکړه یې پر ښامار بدلېدل او ورته د سیند دوه ځایه کېدل
-
عیسی علیه السلام؛ د مړو ژوندي کول او له مور څخه د زېږېدلو ړندو، بینا کول
-
صالح علیه السلام؛ له تېږې څخه ورته د اوښې راوتل
-
د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې؛
قرانکریم – تر ټولو ستره او تلپاتې معجزه- “وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِنْ مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ” [بقره: ۲۳]
-
شق القمر – د سپوږمۍ دوه ځایه کېدل – «اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانْشَقَّ الْقَمَرُ» [قمر: ۱]
-
د خوړو برکتي کېدل، د تېږو، ونو غږ او سلګونه نورې.
دوام لري…
مخکنۍ بر خه | وروستۍ برخه
([1]) شرح المقاصد في علم الكلام (2/ 176)
[2] خلاصهای از (العرفان فی علوم القرآن: ۵۰-۵۳)
[3] شرح الطحاوية – ط الأوقاف السعودية ص: 507
[4] الاقتصاد في الاعتقاد للغزالي ص: 107
[5] العرفان في العلوم القران څخه اخېستل شوې ، مخ ۵۴