لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

نهه‌ويشتمه برخه

د شریعت د مقاصدو وېش
د شریعت د مقاصدو علم عالمانو یاد علم په بېلابېلو برخو وېشلی دی. یاده موضوع په لومړي ځل امام الحرمین جویني په خپل مشهور اثر «البرهان فی أصول الفقه» کې مطرح کړه. نوموړی چې له امام شافعي او قاضي ابوبکر باقلاني څخه وروسته د اصولیانو له سترو عالمانو څخه شمېرل کېږي، د تعلیل‌پذیرو او تعلیل‌ناپذیرو احکامو په اړه له بحث کولو وروسته یاد احکام په پنځو برخو وېشلي دي:
۱. ضروريات: هغه فقهې احکام دي چې د ژوند د بنسټیزو اړتیاؤ د ساتنې لامل ګرځي؛ لکه: قصاص.
۲. حاجيات: هغه احکام دي چې د انسان د عمومي ژوند اړینې اړتیاوې پوره کوي؛
۳. تحسینیات: هغه احکام دي چې انسان په کرامتونو سره سمبالوي او له عیبونو او ناپاکیو یې لېرې ساتي؛ لکه: د طهارت احکام؛
۴. کماليات: هغه مستحب احکام دي چې د پورتنیو دریو کټګوریو له جملې څخه نه‌دي؛
۵. تعبدیات: هغه احکام دي چې فلسفه یې موږ ته نه‌ ده څرګنده، خو شمېر یې ډېر لږ دی؛ ځکه اصلي قاعده دا ده چې د شریعت د احکامو مقاصد باید د درک وړ وي. امام الحرمین جویني خالص بدني عبادات د همدې پنځمې ډلې برخه ګڼي، ځکه نه ضروري ګڼل کېږي، نه حاجيات او نه هم تحسینيات؛ خو بیا هم د حکمتونو لروونکي دي، لکه: د اطاعت د احساس روزل، له خپل رب سره د بنده د عهد تجدید، د اخرت یادونه او نور…
په دې کې شک نشته چې له یادو ټولو عمومو مفاهیمو انکار نشي کیدلای او د قرآن نصوص پرې دلالت کوي.
۶.د مقاصدو وېش
د اسلامي شریعت مقاصد د بېلابېلو اعتباراتو له مخې په مختلفو ډولونو وېشل کیږي چې په دې بحث کې په تفصیل سره ورباند غږیږو:
 د شریعت مقاصد د هغو مصالحو له مخې چې شریعت یې ملاتړ کوي، په دریو برخو وېشل شوي دي: ضروريات، حاجيات او تحسینیات.
د دې لپاره چې مقاصد د شرعي احکامو د سم درک، توضیح او ساده‌ کولو لپاره دي، د انسان د ګټو ساتنه کوي او له زیانونو یې ساتي، د علماوو د ځانګړې پاملرنې وړ ګرځیدلې دي. د انسان د اړتیا د درجې له مخې علماء کرام یاد مقاصد په درېو برخو ویشي:
  1. ضروري مقاصد: هغه مقاصد چې د دین، نفس، عقل، مال او نسل د ساتنې لپاره تشریع شوي دي؛
  2. حاجيات؛
  3. تحسینيات.
دا درې‌ګونی وېش د اجتهاد او د عقلي دلیل (استقراء) په واسطه تر لاسه شوی دی. له یوې خوا د شرعي نصوصو مطالعه او له بلې خوا د انساني مصالحو څېړنه د یادې استقراء بنسټونه جوړوي. ځینو له دغو دریو مصالحو څخه د “مصالح ثلاثه” تعبیر کړی دی.
د «قصد د مرتبې» له پلوه مقاصد په «اصلي مقاصدو او تبعي مقاصدو» وېشل کېږي.
دا نقطه مو تل باید په ذهن کې وي چې شارع دوه ډوله مقاصد لري:
  1. اصلي مقاصد: هغه مقاصد دي چې د شارع وروستۍ مقاصد ګڼل ګیږي؛
  2. ثانوي یا تبعي مقاصد: هغه مقاصد دي چې د اصلي مقاصدو د تحقق لپاره د وسیلې حیثیت لري.
 د «شمولیت» له مخې مقاصد په درېو کټګوریو وېشل کېږي:
  1. عام مقاصد؛
  2. خاص مقاصد؛
  3. جزئي مقاصد.
مقاصد د صدور د سرچینې له مخې په دوو برخو وېشل کېږي:
  1. د شارع مقاصد؛
  2. د مکلف مقاصد.
مقاصد د تحقق یا لاسته‌راوړنې د وخت له مخې هم په دوو برخو وېشل کیږي:
  1. دنيوي مقاصد؛
  2. اخروي مقاصد.
 د قطعي او ظني له پلوه په دوو برخو ویشل کېږي:
  1. قطعي مقاصد؛
  2. ظني مقاصد.
د شریعت مقاصد په عمومي او خصوصي ډولونو هم وېشل کیږي، خو دا ټکی هم باید په پام کې ونیسو چې دا ډول وېش ځینې وخت یو له بله سره تداخل کوي؛ یعنې یو مقصد کیدای شي له څو اړخونو سره تړاو ولري. یو مقصد ممکن ضروري وي، خو په عین حال کې دنيوی یا اخروي هم وي؛ همداراز اصلي یا فرعي (تبعي)، غایه یا وسیله، عام یا خاص هم کیدای شي. په همدې اساس په ځینو مواردو کې همدا ټول ډولونه په یوه شي کې د مختلفو اعتباراتو له مخې سره راټولیږي. د بېلګې په توګه: عبادت د الله تعالی یو ضروري مقصد دی؛ په عین حال کې، که له دې پلوه ورته وکتل شي چې یاد عمل په دنیا کې ترسره کېږي، نو یو دنيوي مقصد دی؛ او که د دې له نظره ورته وګورو چې د انسان د خلقت اصلي فلسفه ده نو یو اصلي مقصد هم بلل کېږي؛ او که له دې اړخه یې وڅېړو چې د انسان او الله تعالی ترمنځ د رضا او جنت ته د داخلېدو لاره ده، نو یوه وسیله یې ګڼلی شو؛ او که له دې اړخه ورته وګورو چې د اسلامي شریعت په ټولو احکامو کې شتون لري نو عام مقصد هم دی.
خو دا ټول ډولونه نه‌شي کیدلای چې د یوه واحد اعتبار له مخې په یوه مقصد کې راجمع شي. یعنې یو مقصد نه‌شي کیدای چې په واحد ډول هم ضروري وي او هم تحسیني، یا هم‌مهاله دنيوی او اخروي، یا هم‌مهاله غایه او وسیله وي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version