لیکوال: ابوعایشه
نشنلیزم
اته ویشتمه برخه
د وطني مینې یا وطن دوستۍ حکم څه دی؟
مخکې له دې چې په اسلام کې د ملت پالنې یا نشنلېزم د حکم په اړه بحث وکړو او دا چې د کومو مشکلاتو لامل ګرځي، نو اړینه ده، چې دې یوې مهمې پوښتنې ته ځواب ووايو او هغه دا چې؛ ایا وطن پالنه یا وطني مینه هم په اسلام کې د ملت پالنې په شان ناسم او ناروا دی؟ په اسلام کې له وطن سره مینه څه حکم لري او تر کومې کچې انسان ته اجازه ده، چې له خپل وطن سره مینه وکړي؟
له وطن سره له افراط او تفریط پرته مینه او محبت ستونزه نه لري، ځکه که چېرته اسلامي روایتونه په دقت او ژورتیا سره مطالعه شي، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم له درد او سوزه ډکه مینه او علاقه یې له وطن سره څرګندیږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یو روایت کې فرمايي:
«والله إنك لخير أرض الله وأحب أرض إليّ، ولولا أن أهلك أخرجوني منك ما خرجت منك» ( په والله! ته (مکې) د خدای غوره ځمکه او پر ما تر ټولو ګرانه ځمکه یې، که چېرته زه ستا اوسېدونکو (مشرکینو) له تا څخه نه وای بهر کړی، نو هېڅ کله به مې هم نه وې پرېښې.
په ورته ډول صحابه کرامو رضي الله عنهم اجمعین به د خپل وطن – مکې – له غرونو، درو، غونډیو او ان ونو سره د مینې او محبت څرګندونه کوله، ځکه له وطن سره مینه، د هغه خدمت او ساتنه داسې موارد دي، چې د انسان په خټه کې اغږل شوې دي، له مکې سره د حضرت بلال رضي الله عنه قوي مینه او زیات محبت مشهوره دی.
د وطن مینه ترهغو روا او بده نه ده، چې ملتپالنې ته ونه رسیږي او له امله یې یو فرد د خپلو ملیتي، نژادي او قومي ګټو لپاره نورو ته د ضرر رسولو لپاره چمتو نه شي او د همدې نژادپالنې او تعصب پر اساس بیا خپل نژاد تر ټولو اصیل وګڼي.
داکار بیا په اسلامي شریعت کې ناروا او حرام دی، ځکه تعصب، نژادپرستي، ځان لوی بلل او پر نورو لویه کول هغه موارد دي، چې اسلام منعه کړې دي.
وطنۍ مینه یعني وطنپالنه نه؛ یو فطري کار دی، چې انسان له خپلې خاورې، د زېږېدو ځای، ملت، وړیاونو او میراثونو سره مینه کوي دا نه یوازې چې ناسم کار نه دی، بلکه د ستاینې وړ هم دی، خو وطنپالنه او پکې یوازې ځانته اصالت ورکول او د ځان ستاینې لپاره له حده تېرېدل او د نورو قومونو په پرتله ځانته لوړتیا ورکول، د عقل او شرعې له نظره بدې او د فطرت خلاف کړنې دي[1].
وطنۍ مینه او ملي احساس تر هغه وخته چې؛ په خپلو حدودو کې وي او یوازې مثبته بڼه ولري او د دې لپاره د تشویق زمینه سازي وکړي، چې د انسان په ژوند کې مثبت بدلونو راولي او د نیکو اړیکو د رغېدو سبب شي او همداشان خپلو وطنوالو ته د لا ډېر خدمت هڅونکی وي، نو په دې صورت کې هم د عقل، منطق او هم د اسلام له نظره د ستاینې وړ دی[2].
د نشنلېزم موخې او بنسټونه
په دې برخې کې د پام وړ مهمه مسأله، د مسلمانانو د ځمکو تر لاندې کولو وروسته د اسلامي ځمکو وېش او د جلا، جلا اسلامي هېوادونو تشیکل وو.
دښمنانو په خپلو زهرجنو تبلیغاتو وکولای شوای، چې اسلامي خاوره په هېوادونو ووېشي او هم د ځان ستاینې، ملت پالنې او ځان لوړ ګڼلو او همداشان وطن پرستي او نژاد پرستي پکې عامه کړي.
وطن پرستي، پر ځان ویاړل، د خپلې لرغونتیا مخته، مخته کول او د پردیو سره دښمني د ملتپالنې او ملتپالو مهم فکري بنسټ دی.
ملت پالنه، وطن پالنه او یا هم هېواد پالنه د جاهلیت د وخت شعار و، چې اوس د غرب له لوري بیا لوړ شوی او اسلامي هېوادونو ته هم رسېدلی دی او د غرب د سترو تبلیغاتو له امله دې نارې مسلمانان ډېر متأثره کړي، ان تر دې چې د همدې قوم پالنې له امله سختي جګړې په منځ کې پېښې شوې دي.
نن ورځ د اوسنیو خلکو او د جاهلیت د عصر د خلکو ترمنځ زیات ورته والی لیدل کیږي، ویجاړونکي قومي او قبیلوي جنګونه، چې په ډېرو کوچنیو قومي مسایلو ترسره کیږي او د نورو قومونو سپکول او پرې ملنډې وهل هغه موارد دي، چې د مسلمانانو لپاره ستر سرخوږی ګرځېدلی دی.
نشنلېزم داسې یوه وسیله ده، چې د اسلامي امت د یووالي د له منځه وړلو لپاره کارول کیږي او نه پرېښودل کیږي، چې مسلمانان سره یوځای، منسجم او متحد شي. اسلام ټول خلک پرته له دې چې قوم، نژاد او ژبې یې ته وګوري، د رب د وحدانیت منلو او تر یوې جنډې لاندې راټولېدلو ته بولي، چې هغه د ( لااله الله محمد رسول الله) کلمه او تر دې کلمې لاندې سپین، تور او عرب او عجم توپیر نه لري.
د ( د اسلام له نظره نشنلېزم) کتاب لیکوال په خپل کتاب کې دا موضوع داسې بیانوي؛ ” د فاسدو حکومتونو پرمټ، چې د مشران یې د غرب غلامان و او هغوی ته لاس په نامه ولاړ وو) په مسلمانانو کې نژاد پالنې او ډلې پالنې پراختیا پیدا کړه. عرب د ترکانو او عجمو په وړاندې ودرېدل او عجم یې د ترکانو او عربانو خلاف کړل او همداسې یې ټول نژادونه یو د بل په خلاف ودرول[3].
د یوې ټولنې د پاشلو لپاره تر ټولو لومړۍ قدم د تعصب سرایت او د قوم پالنې او ملت پالنې عامېدل دي، کله چې په کومې ټولنې کې تعصب تر ټولو لومړی مطرح وي، نو هېڅکله به هم هغه ټولنه متحده نه شي[4] او باید هېره نه شي چې تعصب او تبعیض د ټولنې لپاره د نشنلېزم تر ټولو مهم ارمغان دی.
شیخ بکر ابوزید رحمه الله لیکي:
د وطن پرستۍ او ملتپالنې اصطلاحات د دښمنانو له لوري د اسلام پر ځای د دې لپاره وکارول شول، چې د مسلمانانو وحدت له منځه لاړ شي او په قومونو او ډلو ووېشل شي، تر څو استعارګر ژر خپلو موخو ته ورسیږي[5].
نشنلېزم یعنې له اسلام څخه مخکې د ناپوهۍ عصر ته بیا ورګرځېدل دي، خو اسلام هر ډول ژبني، نسبي او نژادي ویاړنې او هغه هېواد پرستي چې یوازې د مادي ګټو لپاره وي، د قران له ټاکل شویو حدود بهر بولي او د جاهلیت عصر ته یې نسبت کوي، چې نامشروع ده.
یو تر ټولو ستر مشکل چې ملت پالنه او یا هم وطن پرستي یې رامنځته کوي، هغه تعصب او تبعیض دی، چې اسلام ترې ډېر بد وړي او په دې اړه ګڼ شمېر ایتونه او احادیث شته، چې باید په هر ډول مسلمانان له قومي، ژبنیو او نژادي تعصباتو ځان وساتي.
د دې موضوع په دوام کې هڅه کوو، چې یاده موضوع د قراني ایتونو، نبوي احادیثو او د علماؤ او پوهانو د اقوالو په بیانولو سره له ښه څرګنده کړو. انشاءالله تعالی
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] د ملت پالو جریان، ملتپاله رهبران، ملت پالنه د پرسمان دانشګاهیان سایټ کې نشرې شوې، 1390 هجري کال
[2] موسویان، حمیده سادات، د قران او روایتونو له نظره وطن دوستي، د قیم کتاب علمي څېړنیز کتاب، مهالنۍ، دویم کال 1391 ، پنځمه ګڼه ، مخ ۲۸
[3] شعاعي، محمد علي، نشنلېزم د اسلام له نظره، 1384 – مخ ۱۱۰
[4] دارايي، فرشته د تعصب او قوم پالنې د مهمو پایلو څېړنه، د اسلامي پوهنتون12 فرهنګ ، څلورم کال، پنځمه شمېره ۱۳۹۳ هجری، مخ ۳۶۱
[5]موقع إسلام ویب، عنوان المقال: ما منظور الدین نحو القضیة الوطنیة؟ تاریخ النشر: 1436 هـ. ق.