لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

اووه وېشتمه برخه

ج: د شارع تعبیرات
په تېرو بحثونو کې د احکامو د علت د معلومولو لارې چارې یا په بل عبارت د نصوصو د مسالکو یادونه وشوه، او ځینې هغه الفاظ مو وڅېړل چې په مرسته یې علت درک کېده. په دې برخه کې د دوو فقرو ترڅنګ د شارع هغه تعبیرات څېړو چې د شریعت مقاصد ترې استنباط کېږي.
۱. شرعي اراده
د شرعي ارادې تعبیر د شریعت پر مقاصدو د پوهېدو یوه مهمه لار ده، ځکه چې د ارادې او قصد ترمنځ معنایي ترادف شتون لري. کله چې اراده له شرعي قید سره مقیده شي نو پر دې دلالت کوي چې اراده په دوه ډوله ده:
  1. تکويني اراده
  2. شرعي اراده
تکويني اراده د الله تعالی جَلّ جلاله ټول موجودات په ځان کې رانغاړي او تکویني اراده د شارع پر مقصود دلالت نه کوي. د بېلګې په توګه: فَمَنْ يُرِدِ اللَّهُ أَنْ يَهْدِيهُ يَشْرَحْ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ وَمَنْ يُرِدْ أَنْ يُضِلّهُ يَجْعَلْ صَدْرَهُ ضَيِّقًا حَرَجًا كَأَنَّمَا يَصَّعَّدُ فِي السَّمَاءِ؛ (نو چاته چې الله هدايت كول غواړي، سينه يې د اسلام لپاره پرانيزي او چاته چې وغواړي بې لارې يې كړي نو د هغه سينه داسې تنګوي لكه چې د اسمان په لور د ختلو هڅه كوي.)
په بل آیت کې فرمایي: وَلَا يَنفَعُكُمْ نُصْحِي إِنْ أَرَدتُ أَنْ أَنصَحَ لَكُمْ إِن كَانَ اللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يُغْوِيَكُمْ ۚ هُوَ رَبُّكُمْ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ. (او زما نصيحت څه ګټه نه در رسوي كه څه خير ښېګڼه مو وغواړم، كله چې الله ستاسو بې لارېتوب وغواړي، هماغه مو رب دى او هماغه ته به ورګرځولى شئ.)
په دې دواړو آیتونو کې د الله تعالی تکويني اراده بیان شوې ده.
دیني او شرعي اراده یا د بل تعبیر له مخې تشریعي اراده د شارع پر مقصود او محبت دلالت کوي. دا ډول اراده د قرآن کریم په ګڼو آیتونو کې په دې ډول بیان شوې ده: “يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ “الله تعالی ستاسو لپاره اسانتیا غواړي، نه سختي.”
او همدا ډول فرمایي: “يُرِيدُ اللَّهُ لِيُبَيِّنَ لَكُمْ وَيَهْدِيَكُمْ سُنَنَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ وَيَتُوبَ عَلَيْكُمْ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ” “الله غواړي چې درته بيان يې كړي او دهغو خلكو چارچلند دروښايي چې له تاسو ړومبي وو او په رحمت سره دروګرځي او الله پوه حکمت والا دى.”
په دغو دواړو آیتونو کې موخه تشریعي اراده ده.
همدارنګه د قضاء، حکم، کتابت، امر، اذن او جعل الفاظ، د ارادې د لفظ په څېر هم تکویني او هم شرعي موارد په ځان کې رانغاړي.
د بېلګې په توګه د “قضاء” لفظ چې د تقدیر په معنا ده ځینې وخت په تکویني معنا سره راځي؛ لکه دا آیت: “فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ” ژباړه: “بيا كله چې موږ پر سليمان (علیه السلام) د مرګ فيصله وكړه”
پورته آیت د تکویني قضا یوه بېلګه ده.
خو په لاندې آیت کې قضا د شرعي او دیني امر لپاره کارول شوې ده: “وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا”
ژباړه: ”او ستا رب حكم كړى دى چې له هغه پرته بل څوک مه لمانځئ، او مور پلار سره ښېګڼه كوئ”
د “حُکم” لفظ تکویني مثال لاندې آیت دی: “قَالَ رَبِّ احْكُم بِالْحَقِّ” ژباړه: ”(رسول) وويل: زما ربه! په حقه فيصله وكړه!.”
او  د شرعي ارادې له مخې د حکم د کارولو مثال په دې آیت کې راغلی دی: “ذَلِكُمْ حُكْمُ اللَّهِ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ” ژباړه: “دا د الله حكم دى چې ستاسي ترمنځ يې پرېکړه كوي.”
د “کتب” لفظ بېلګه چې د تکویني چارو لپاره کارېږي لاندې قرآني آیت دی:
“وَلَقَدْ كَتَبْنَا فِي الزَّبُورِ مِن بَعْدِ الذِّكْرِ أَنَّ الْأَرْضَ يَرِثُهَا عِبَادِيَ الصَّالِحُونَ” ژباړه: “او موږ له ذکر (لوح محفوظ) نه وروسته په زبور كې ليكلي و چې دا زمكه به زموږ نېکان بندګان په ميراث وړي.”
 
د «کتب» لفظ چې پر شرعي چارو دلالت کوي لاندې آیت دی:
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ” ژباړه: “اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! پر تاسې روژه فرض کړی شوې ده لکه څنګه چې ستاسي پر پخوانیو فرض کړی شوې وه، د دې لپاره چې تاسي پرهېزګاران شئ.”
۲. د خير او شر په الفاظو سره د مصالحو او مفاسدو تعبیر
د  مصالحو او مفاسدو لپاره د خير او شر، نفع او ضرر، محبوب او مکروه، حسن او قبیح، معروف او منکر، حسنات او سیئات په څېر الفاظ کارول د مقاصدو له مهمو ارزښتونو څخه ګڼل کېږي. په ډېریو مواردو کې له مصالحو څخه د “حسنات” او له مفاسدو څخه د “سیئات” په الفاظو یادونه شوې ده.
د بېلګې په ډول الله جل‌جلاله فرمایلي دي: “كُتِبَ عَلَيْكُمُ الْقِتَالُ وَهُوَ كُرْهٌ لَكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تَكْرَهُوا شَيْئًا وَهُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ ۖ وَعَسَىٰ أَن تُحِبُّوا شَيْئًا وَهُوَ شَرٌّ لَّكُمْ ۗ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ” ژباړه: “فرض کړی شوی دی پر تاسي باندې جنګ کول (له کفارو سره)، حال دا چې دغه (جنګ) بد ښکاري تاسي ته (ستاسي مزاج یې نه خوښوي) او کېدای شي چې بد ګڼئ تاسي یو شی، حال دا چې هغه تاسي ته ډېر غوره وي، او ښایي چې ښه وګڼئ تاسي یو شی حال دا چې هغه به ډیر بد وي تاسي ته او الله تعالی عالم دی (په خیر ستاسي) او تاسي (په خپل خیر) نه پوهیږئ.”
همدارنګه الله تعالی فرمایي: “وَأَنْ تَصُومُوا خَيْرٌ لَكُمْ” ژباړه: “خو كه تاسي (د روژې په فضیلت) پوهېږئ، نو ستاسي لپاره غوره همدا ده چې روژه ونيسئ.”
یاد ټول آیتونه د شریعت مقاصدو ته اشاره لري.
همداراز په لاندې مبارک آیت کې د “منفعت” او “إثم” په الفاظو سره هم د مصلحت او مفسدت تعبیر شوی دی: “يَسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِن نَفْعِهِمَا ۗ وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ ۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ” ژباړه: “دوی پوښتنه کوي له تا نه په باره د شرابو او جوارۍ (قمار) کې! ته ورته ووایه په دې دواړو کې لویه ګناه ده او (څه لږ) فایده هم پکې شته د خلکو لپاره، خو د دې دواړو ګناه له ګټې څخه ډېره زیاته (غټه) ده. او پوښتنه کوي دوی له تا څخه چې (د الله په لاره کې) څه شی مصرف کړو؟ ته ورته ووایه! هغه څه چې ستاسي له اړتيا نه زيات وي، په دې ډول الله تاسي ته خپل احكام په څرګنده توګه بيانوي چې کېدایشي فكر وكړئ..”
په دې آیت کې الله تعالی دواړه اړخونه – منافع او اثم – واضح کړي دي، او د مقایسې له لارې دا ښوول کېږي چې د دې دوو چارو (شراب او قمار) مفاسد، مصالحو ته غالب دي؛ نو ځکه شریعت دا حرام کړي دي.
دا ډول تعبیرات د شریعت د مقاصدو د استنباط مهم بنسټونه دي، ځکه له همدې الفاظو انسان کولای شي د الله تعالی د احکامو ترشا حکمتونه، مصلحتونه او ارزښتونه وپېژني.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version