لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه

شپږ ويشتمه برخه

3. په احکامو کې د صریح امر او نهي له لارې تعلیل
امر او نهی له هغو پخوانیو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي، چې د فقهې د اصولو په علم کې پرې بحث شوی او دا له هماغو لومړیو پړاوونو راهیسې د پام وړ پاتې شوي دي. د شریعت ډېری تشریعات، که هغه د الله تعالی په کتاب کې وي او که د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په سنتو کې، د امر او نهی په چوکاټ کې بیان شوي دي. له همدې امله، د امر او نهی د صحیح درک ترلاسه کول، د احکامو د استنباط او د شریعت د تفسیر لپاره یوه بنسټیزه اړتیا ده.
خو کله چې د سنتو په اړه بحث کېږي، باید په یاد ولرو، چې د امر او نهی مصداق یوازې هلته مطرح کیږي، چې سنت قولي بڼه ولري؛ یعنې وینا وي. خو په فعلي او تقریري سنتو که څه اتباع اړینه ده، خو بیا هم د امر او نهي مصداق نشي جوړېدای.
له تاریخي نظره د امر او نهيې بحث هم د نورو بحثونو په شان له کتاب سره د مستقیمې اړیکې او کارونې پر اساس پراخه شوی دی. دا بحث د اصولو په علم کې د الفاظو د بحث له جملې شمېرل کیږي، چې د لفظي بڼو تفسیر کوي، خو دلته یوازې زموږ موخه اصولي مبحث نه دی، بلکه د شریعت د مقاصدو د اثبات په برخه کې د څرګند امر او نهيې د مقام بررسي ده.
دا څرګنده ده، چې امر د یوه کار د ترسره کولو او نهيې بیا د پرېښودلو لپاره وضعه شوې، نو د امر پر مهال د فعل ترسره کېدل او د نهيې پر مهال یې ترک د شارع مقصود دی. البته شاطبي د مقاصدو د کشف دې بڼې ته دوه قیدونه ذکر کړې دي.
لومړی قید: له امر او یا نهیې څخه کوم یو یې هم چې ابتدايي وي، لکه په دې ایت کې؛ ” يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نُودِي لِلصَّلَاةِ مِن يَوْمِ الْجُمُعَةِ فَاسْعَوْا إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ وَذَرُوا الْبَيْعَ. – اې مؤمنانو کله چې د جمعې په ورځ د جمعې لمانځه ته وبلل شوی، نو د خدای د ذکر په لوري لاړی شئ او راکړه-ورکړه پرېږدئ!
نو منعه له بیعې سره تړاو پیدا کوي او ابتدايي نه ده، بلکه لومړی په سعیې (تګ) باندې امر شوی، ځکه سعیه د بیعې له پرېښودلو پرته نشي کېدای.
دوهم قید: دا چې د امر او نهیې غوښتنه څرګنده وي او په مقابل کې یې ضمني امر او نهيي راځي، چې غوښتنه یې صریحه نه وي.
په دې څېړنه کې به په کتاب او سنتو کې د امر بحث وکړو، چې ایا امر او نهیې؛ یعنې په دې دوو مهمو اسلامي سرچینو کې مقاصدو ته د رسېدو لار او د شریعت د مقاصدو پېژندنه شته او که نه ؟ او څه ډول امر او نهیې د مقاصدو لارښود دي؟
الف: په کتاب او سنتو کې امر او تشریع ( داحکامو ټاکل)
د یو اصل په توګه باید دا خبره ومنو، چې د قرآن کریم یوه برخه داسې آیتونه جوړوي، چې تشریعي اړخ لري او له الهي احکامو څخه په یوه حکم دلالت کوي. دغه آیتونه، چې تل د فقهې په بحثونو کې د علماو د پام وړ پاتي شوي، د «آیات الاحکام» په نوم پېژندل کېږي.
کله چې وغواړو هغه آیتونه درجه‌بندي کړو چې د فقهې پر احکامو دلالت کوي، نو باید دا خبره هم واضحه کړو، چې په قرآن کې د تشریع د بیان مختلفې لارې کارول شوې دي، چې باید یو له بل سره یې توپير وشي.
د ایات الاحکام په ځینو برخو کې تشریع په څرګند امر او یا نهیې سره شوې لکه؛ «إِنَّ اللّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤدُّواْ الأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا – له شک پرته رب تعالی تاسو (مؤمنانو) ته امر کوي، چې امانتونه یې خپلو اهل (وړ) کسانو ته وسپارئ!) او یا هم د امر او نهیې د صیغې په استعمال سره؛ «فَاغْسِلُوا وُجُوهَكُمْ – نو خپلې څېرې مو ومنیځئ!» په ځینو ایاتونو کې تشریع یوازې په تعبیري ډول ترسره شوې، چې د صالحانو له سنتونو څخه یو سنت یې بیان شوی او په ځينو نورو ایتونو کې بیا متفاوې بڼې استفاده شوې دي.
د امر او نهیې د مادې د رېښې په اړه باید وویل شي، چې په قرانکریم کې د ځینو اعمالو لکه؛ د واحد رب عبادت، د عدل او انصاف کول، نیک عمل، صله رحمي کول او د امانت ساتنې په اړه په ځلونو امر شوی، چې ټول الزامي احکام دي او په ورته ټول بیا د نهيې پر اساس د ځینو کړنو ترک لازمي شوی، چې په هغو کې فحشا، منکرات، ظلم، سود او نور راځي، البته د امر ویې په قرانکریم کې ځینې وخت د مباحاتو لپاره هم کارول شوی دی.
ب: نبوي سنت
که نبوي سنتو ته ځیر شو، نو وبه وینو چې د سنتو په منځ کې د احکامو یوه مهمه برخه د فعل (عمل) او تقریر (تایید) له لارې بیان شوې ده. ان هغه برخې چې د قول (وینا) له لارې احکام څرګندوي، هلته هم کمه اندازه خبرې په صریح ډول د امر یا نهی په بڼه بیان شوي دي. په دې منځ کې، د امر او نهیې پر ځای د مادې صیغه زیاته کارول شوې، خو د مادې کارونه هم لیدل کیږي.
په دغو نمونو کې داسې موارد لیدل کېږي، چې د امر او نهیې دلالت یې د تحلیل او بیاکتنې وړ دی. له دې جملې څخه د بېلګې په توګه، د «وتر» لمونځ کولو امر او د مسواک کولو حکم یادولی شو، چې پکې د امر ماده د تاکیدي سپارښتنې (تحریض) لپاره کارول شوې، نه د الزامي حکم په معنا.
په نبوي خبرو کې د اوامرو او نواهیو په اړه باید وویل شي؛ په روایتونو کې نبوي اوامر او نهیې له الهي دستوراتو سره یو ځای بیان شوي، نو نبوي دستوراتو ته تسلیمېدل هم پر خلکو لکه داسې لازمي بلل شوي، لکه څنګه چې الهي دستوراتو ته تسلیمیږي.
خو بیا هم په احادیثو کې د قراني او نبوي الزامي اوامرو ترمنځ توپیر شوی او هغه یې فرض او سنت (سنت مؤکد) بللي.
د رخصت او عزمت اړوند بحثونه او همداراز دا مسئله چې آیا امر پر اباحت (روا والي) دلالت کولی شي، هغه مهال راپیدا شوي، چې د احکامو پنځه‌ګونې بڼې (واجب، حرام، مستحب، مکروه، مباح) واضح شول. دا هر څه له هغه وخت سره هممهاله دي، کله چې د فقهې علم منظمه او مدوَّنه بڼه غوره کړه او د دیني استنباط د اصولو په بحثونو کې د علماو د پام وړ وګرځېد.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version