یوه له هغو تخصصي موضوعاتو څخه چې مسلمانو طبیبانو پرې کار کړی او د حل لارې یې وړاندې کړي، د ښځو غیر طبیعي زیږون دی. کله چې یوه ښځه حامله شي، خو په عادي ډول زیږون ونکړي او جنین په غیرمعمولي بڼه وزېږیږي، نو اسلامي طبيبانو د دې حالت د درملنې لپاره مختلفې لارې چارې ذکر کړي دي.
امام زهراوي په دې اړه لیکي: «د غیر طبیعي زیږون له جملې یو یې دا دی چې جنین د پښو له طرفه د مور له رحم څخه ووځي. په دې حالت کې په کار ده چې جنین وڅرخول شي. یا که جنین په عرضي ډول قرار لري یا یې یوې لاس قات شوی وي، نو د هغه د لاس حالت باید او جنین په عادي او طبیعي ډول ځای پر ځای شي. همدارنګه، د دوه ګونو یا څوګونو ماشومانو د زیږون په صورت کې هم همدا اصول باید په نظر کې ونیول شي.»
د هغه لاس یا پښې بېرته د مور رحم ته د ننویستلو په اړه چې له رحم څخه راوتلی وي، امام زهراوي یوه وسیله ایجاد کړه چې د هغې په واسطه د جنین لاس یا پښه بېرته رحم ته ورګرځول کېده. دا وسیله چې د «مدفع» (دفع کوونکي) په نوم یادیده، په یوناني طبي کتابونو کې نه وه ذکر شوې.
ستونزمن زیږونونه
یو بل بحث چې مسلمانو طبيبانو پرې کار کړی، ستونزمن زیږونونه دي. ځینې وخت حاملې ښځې له داسې حالت سره مخ کیږي چې زیږون یې ستونزمن کیږي او نه شي کولای په اسانۍ سره خپل جنین وزېږوي.
امام بلدي، چې د اسلامي طب یو وتلی طبيب و، د زیږون د سختوالي اسباب او اغېزمن عوامل په لوړ علمي دقت سره تحلیل کړي او په دوو اصلي برخو یې وېشلي دي:
هغه عوامل چې حامله ښځې پورې اړه لري:
1. د ښځې چاغښت؛
2. د رحم کوچنیوالی؛
3. د رحم یا نورو غړو پړسوب یا برآمدګي؛
4. د نورو ناروغیو شتون؛
5. د زیږون تجربه نه درلودل (لومړی ځل زیږون)؛
6. د زیږون پر مهال وېره یا ډار؛
7. د وخت څخه مخکې زیږون؛
8. د رحم طبیعي کمزورتیا؛
هغه عوامل چې جنین پورې اړه لري:
1. د جنین ډېر لویوالی یا ډېر کوچنیوالی (په ځانګړي ډول د لومړي زیږون پر مهال)؛
2. د جنین د سر لویوالی؛
3. خلقتي بې قانوني، لکه د دوو سرونو درلودل؛
4. د زیږون دمخه د جنین مړینه او په همدې حالت کې زیږېدل؛
5. د جنین کمزورتیا او د حرکت کولو ناتواني؛
6. د جنینونو زیاتوالی.
د زیږون پر مهال د جنین ځانګړي حالتونه
ځینې غیر طبیعي حالتونه چې د زیږون پر مهال د جنین له لوري رامنځته کېږي او زیږون ستونزمنوي، په لاندې ډول دي:
1. په ورانه ډول له رحم څخه د جنین وتل، داسې چې لاسونه یې د رانونو پر سر ایښي وي او سر یې د رحم په لور حرکت ونکړي؛
2. په داسې حالت کې زېږون چې د زیږون په پیل کې له رحم څخه د جنین دواړو پښې وتلې وي، کوم خاص لوري ته مایلې نه وي او یا نور غیر عادي حالتونه رامنځته کړي.
امام بلدي د دې ټولو مواردو تر یادولو وروسته، د ستونزمنو زیږونونو درملنه او حل لارې په تفصیل سره وړاندې کړې دي. هغه د علمي او تطبیقي لیدلوري له مخې هڅه کړې چې د هرې ستونزې لپاره مناسبې او عملي حلارې وړاندې کړي.
د حمل د مخنیوي د وسایلو په اړه د مسلمانو طبيبانو نظرونه
مسلمانو طبيبانو د حمل د مخنیوي د وسایلو او لارو چارو په اړه مختلف نظریات وړاندې کړي دي. دوی د ښځو او نرانو لپاره ګڼې او لارې چارې او وسایل او توصیه کړې دي. هغه مهمې لارې چارې
چې مسلمانو طبيبانو د باردارۍ د مخنیوي لپاره ذکر کړي، په لاندې ډول دي:
1. عزل:
دا یوه له مشهورو لارو څخه ده چې د باردارۍ د مخنیوي لپاره کارېږي. اسلامي عالمانو، د ښځې د رضایت په شرط، دا طریقه جایزه ګڼلې ده. امام نووي، ابن ازرق، او ګڼو نورو فقهاؤ او طبيبانو په خپلو اثارو کې یاده طریقه ذکر کړې ده. البته، معاصر طب د دې طریقې ځینې رواني او فزیکي عواقب هم بیان کړي دي.
2. د درملو تجویز:
مسلمانو طبيبانو د باردارۍ د مخنیوي لپاره مختلف بوټي او درمل معرفي کړي، چې هم د ښځو او هم د سړیو لپاره ګټور ګڼل شوي دي. ددې موادو له جملې ځینې یې دا دي: د فيل سرګین، مرچ، تورې دانې، کرنب، د نعناع عصارې، ترخه تېل، پالک، کافور، د سقمونیا بوټی، خبث الحدید، او قطران. نن ورځ هم د دې بوټو عصارې یا ورته مرکبات د دې هدف لپاره کارېږي.
3. د رحم داخلي وسایل:
د باردارۍ د مخنیوي لپاره د وسایلو کارول، چې نن ورځ د «IUD» په نوم مشهور دي، نوې اختراع نه ده. مسلمانو طبيبانو ویلي دي چې د عربو بادیهنشینانو له دې طریقې کار اخیست. هغوی به د سفر پر مهال د خپلو اوښانو د حمل د مخنیوي لپاره د هغوی په رحم کې یو کوچنی کاڼی ایښود.
4. د نرانو اړوند لارې چارې:
طبيبانو نرانو ته توصیه کړې چې له جماع څخه مخکې خپله تناسلي آله د ځینو موادو، لکه د قطران تېل، د پیازو عصارې، د کاهو عصارې، یا د بلسان په عصارې، سره غوړه کړي. دا کار د ښځې د باردارۍ د مخنیوي لپاره ګټور ګڼل شوی و.
د میړه او مېرمنې د شنډوالي (نابارورۍ) څېړنه
یو بله مهمه موضوع چې اسلامي طبيبانو د کورنۍ نظام په تړاو بحث پرې کړی، د شنډوالي او
نابارورۍ مسله ده. دوی دا موضوع د دوو اساسي محورونو له مخې تحلیل کړې ده:
1. د سړیو شنډوالی:
د دې موضوع په اړه ګڼو اسلامي طبيبانو تفصیلي بحثونه کړي او مختلف عوامل یې په اړه بیان کړي دي، چې مهم یې دا دي:
• د خصیې (بیضو) دننه د غدو موجودیت؛
• د سپرم د تولید په برخه کې د خصیو ناتواني؛
• خصیو ته د ټپ یا التهابي ناروغیو له امله زیان رسېدل؛
• د بدن د تودوخې زیاتوالی، چې د تنګو جامو د اغوستلو یا د اوږدې مودې لپاره په ناستې د اړینو کارونو د ترسره کولو له امله رامنځته کېږي؛
• مزمنې ناروغۍ؛
• د جماع ستونزې یا د تناسلي آلې خلقتي ګډوډي.
2. د ښځو شنډوالی:
اسلامي طبيبانو د ښځو نابارورۍ ته هم جدي پاملرنه کړې او ګڼ لاملونه یې تشخیص کړي، لکه:
• د تخم په تولید کې ستونزه؛
• د فالوپ په نلونو کې د فعالیت اختلال؛
• د رحم په خوله کې ستونزه؛
• د رحم نواقص او ناروغۍ، لکه التهابي حالتونه، د اضافي غوښې وده، یا له یو او بل سره د رحم د دیوالونو چسبېدل.
امام رازي، ابن سینا، او امام بلدي د هغو برجسته طبيبانو له ډلې دي چې پر دې موضوع یې بحث کړی دی. دوی د دې ناروغۍ د درملنې لپاره مختلفې حللارې او تګلارې وړاندې کړې، چې هغه وخت له علمي او عملي پلوه ډېرې پرمختللې ګڼل کېدې.