لیکوال: شکران احمدي

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه

پنځه ویشتمه برخه

ز. دوران
دوران په لغت کې د راټولولو په معنا ده؛ او د اصولیانو په اصطلاح کې: دوران هغه حالت ته ویل کېږي چې د حکم شتون او نه‌شتون د یو وصف (صفت) له شتون او نه‌شتون سره تړلی وي؛ یعنې که صفت موجود وي، حکم هم شته؛ او که صفت نه‌وي، حکم هم نه‌شته. د مثال په ډول: که چیرې د کومو شیانو له عصارې (شربت) څخه نشه راوځي، نو دغه عصاره د نشې تر پیدا کېدو مخکې حلاله ده، او کله چې د نشې صفت (سُکر) پکې پیدا شي، نو حرامه ګرځي. که چېرې وروسته همدا نشه له منځه لاړه شي او په شربت بدله شي، نو حلال ګڼل کېږي. نو دا څرګنده ده چې دلته د حرمت حکم د نشې (وصف) له شتون او نه‌شتون سره تړاو لري.
د دوران حجیت
د دې پوښتنې په اړه چې آیا دوران د صفت (وصف) پر علیت باندې دلالت کوي او کنه، درې ډوله نظریات شتون لري:
لومړی نظر: د احنافو، مالکیه ډیری علما او ځینې شافعیان دا نظر لري چې دوران د ګمان (ظن) علیت افاده کوي.
دویم نظر: ځینو معتزله‌وو ویلي دي چې دوران په یقیني ډول د صفت پر علیت باندې دلالت کوي.
دریم نظر: د ابومنصور، ابن سمعاني، امام غزالي، شیخ ابواسحق شيرازي، آمدي، او ابن الحاجب نظر دا دی چې دوران نه د یقین او نه هم د ګمان په کچه د صفت پر علیت باندې دلالت کوي؛ یعنې دوران د علت د ثابتولو لپاره بسنه نه کوي.
ح: طرد
د طرد تعریف:
طرد په لغت کې د لرې‌والي او پرلپسې‌والي(تتابع) په مانا دی.
او د اصولیانو په اصطلاح کې: طرد هغه حالت ته ویل کېږي چې حکم له داسې یوه وصف (صفت) سره تړلی وي چې نه ذاتي مناسبت ‌ورسره لري او نه هم تبعي مناسبت. ددیني اصولو له مخې طرد هغه حالت ته ویل کیږي چې یو حکم (لکه حرام‌والی یا حلال‌والی) تل له یوه ځانګړي صفت (وصف) سره یوځای راځي، خو دا صفت نه ښکاره علت وي، نه هم داسې صفت وي چې د علت نښې ولري. ځینې وخت داسې وي چې یو صفت تل له حکم سره یو ځای وي، خو موږ نه پوهېږو چې دا صفت ولې دا ډول حکم پیدا کوي. موږ یوازې وینو چې دا حکم تل له دې صفت سره راځي.
د مثال په ډول: نشه‌ور شراب (خمر مسکر) تل بد بوی لري. موږ دا نه‌شو ویلای چې بد بوی د شرابو د حراموالي علت دی، خو وینو چې دا بد بوی تل له حرامو شرابو سره مل وي. نو دا بد بوی وصف طردي بلل کېږي. او که څوک د دې بد بوی له امله کوم بل څه هم حرام کړي، نو دا ډول استدلال ته قیاس طرد وایي، خو دا قیاس قوي نه ګڼل کېږي، ځکه علت نه دی معلوم یوازې یو څه ورته والی سره لري.
د طرد قیاس حجیت
اصولیان په دې اړه چې آیا قیاس طرد اعتبار لري که او نه اختلاف سره لري.
د ډیریو اصولیان (جمهورو) نظر دا دی چې قیاس طرد هېڅ ارزښت او اعتبار نه لري. حتی هغه علما چې قیاس شبه حجت ګڼي، د قیاس طرد له منلو ځان باسي.
د حسن بن القصار او ابوبکر صیرفي له نظره قیاس طرد په هر حالت کې معتبر دی.
د امام رازي او بیضاوي په نظر قیاس طرد هغه وخت اعتبار لري چې حکم په ټولو مواردو کې له هماغه صفت سره یوځای واوسي.
بل نظر دا دی چې قیاس طرد د مناظرې (جدال) په برخه د اعتبار وړ دی، خو د عمل یا فتوې په برخه پرې تکیه نشي کېدای. دا نظر علامه کرخي ته منسوب شوی دی.
د جمهورو علماو نظر سم او له دلیله پیاوړی ښکاري، ترڅو د دین احکام د خلکو د مسخرې او استهزا لامل نه شي.
ط: تنقیح المناط
ځینې اصولیان وايي چې تنقیح مناط هم د علت د معلومولو یوه لاره ده خو ځینې نور بیا دا نظر نه مني.
تنقیح په لغت کې د پاکولو او بېلولو په مانا دی. له «مناط» موخه هغه شی (علت) دی چې حکم پرې ولاړ وي.
د اصولیانو په اصطلاح کې له تنقیح المناط موخه د مجتهد له لوري د نص (متن) دننه د موجود علت معلومول، او د هغو اضافي صفاتو یا ځانګړتیاوو لرې کول چې له حکم سره تړاو نه لري. دا کار په داسې حال کې کېږي چې نص علت نه وي تعین کړې، یوازې حکم یې ذکر کړی وي.
ابن قدامه وايي: تنقیح مناط دا دی چې شریعت یو حکم له خپل سبب سره بیان کړی وي، خو ځینې اضافي صفات هم ورسره وي چې د حکم په صدور کې برخه نه لري. نو ددې لپاره چې د حکم د تطبیق ساحه پراخه شي همدا بې‌اړخه صفات باید له منځه یووړل شي.
نو تنقیح المناط یعنې د حکم د علّت تهذیب او پاکول چې په دوه ډول تعریف شوی:
 1. د حکم په اصل کې د فرع د شریکولو په موخه د اصل او فرع ترمنځ توپیرونه بې‌ارزښته ګڼل.
 2. له هغو اوصافو څخه د علت پاکول چې شارع (خدای یا پیغمبر) ذکر کړي، خو د شارع په حکم کې دخالت نه لري.
د دویم تعریف له مخې که چېرې دا کار یوازې د غیر ضروري صفاتو لرې کول وي او د علت دقیق ټاکنه پکې نه وي موجوده، نو دې کار ته د خصوصیت لغوه کول ویل کېږي، لکه څنګه چې «حلی» په خپل کتاب «معارج» کې ویلي: کله ناکله د اصل او فرع یو ځای کول له دې امله وي چې ترمنځ یې کوم توپیر نه وي موجود، چې په دې صورت کې دا چاره تنقیح مناط بلل کیږي.
د مثال په ډول په روایت کې راغلې دي چې
یوه کلیوال سړي د رمضان په میاشت کې قصداً له خپلې ښځې سره جماع وکړه. وروسته پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم ته راغی او مسئله یې ورسره شریکه کړه. پیغمبر د کفارې حکم ورته ورکړ.
اوس مجتهد له ځانه پوښتي چې:
کوم شی د کفارې سبب شو؟ دا چې:
– هغه سړی کلیوال و؟
– واقعه په مدینه کې وشوه؟
– کوروالی د رمضان په میاشت کې ترسره شو؟ د مجتهد لپاره دا شیان مهم نه دي. د کفارې د وجوب اصلي علت په روژه کې قصداً جماع کول و.
نو مجتهد دا ټول غیر ضروري معلومات لېرې کوي، او یواځې همدا علت ټاکي چې دې کار ته تنقیح مناط ویل کېږي.
احناف (او هغه علما چې د دوی ملاتړ کوي) د حکم د علّت په پاکولو (تهذیب) کې نور هم ژور تللي دي. دوی دا نه وایي چې یوازې جماع (جنسي اړیکه) د روژې د کفارې علت دی، بلکې وایي: اصلي علت په قصدي ډول د روژې د حرمت ماتول دي، لکه جماع، خوړل، یا څښل.
نو د دوی په نظر، علت یوازې جماع نه ده، بلکې هر هغه کار چې په قصدي ډول د رمضان حرمت مات کړي او روژه فاسده کړي، د کفارې سبب ګرځي.
په دې کار سره، د علماوو ترمنځ اختلاف رامنځته کیږي:
ځینې مجتهدان وايي: علت یوازې جماع ده.
خو احناف وايي: علت دا دی چې په قصد سره یو مفطر (روژه ماتوونکی عمل) ترسره شي، لکه جماع یا خوراک/څښاک. نو له همدې امله، په هغه حدیث کې چې د بادیه‌نشین سړي په اړه روایت شوی دی، احناف او شافعیه اختلاف سره لري چې د کفارې علت دقیقاً کوم صفت دی.
کلیدي ټکي او پایله
د امر او نهی له لارې د مسالک العلة یا د حکم د علت د معلومولو لارې یا د شریعت د موخو پېژندل د شریعت د مقاصدو د معلومولو یوه مهمه طریقه ده.
د امر او نهی د علت معلومول له ۹ لارو امکان لري؛ د شریعت د مقاصدو معلومول د احکامو له دلیلونو او  پر هغو الفاظو له ‌تمرکز سره تړاو لريچې صریحې معناوې لري. کله چې مجتهد پر همدې صریحو لفظ
ونو تمرکز وکړي، نو کولای شي د شریعت اصلي مقصدونه وپېژني.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version