لیکوال: ابوعائشه

نشنلیزم (څلورویشتمه برخه)

 

ملت‌پالنه په افغانستان کې
افغانستان په منځنۍ آسیا کې موقعیت لري، له پاکستان، تاجکستان، ایران، ترکمنستان، ازبکستان او د چین له خلق جمهوریت سره ګډې پولې لري. د دې هېواد پلازمېنه د کابل ښار دی، چې د خپلې اوږدې تاریخي دورې په ترڅ کې په نولسمه پېړۍ کې د استعماري جګړو پر وخت د انګلستان او روسیې، او شلمه پېړۍ کې د شوروي اتحاد او متحده ایالاتو ترمنځ د سړې جګړې په موده کې د سختو تاوتریخوالو ډګر پاتې شوی دی.
په افغانستان کې ملي‌پالنه او نشنلیزم ډېرې پېچلتیاوې او ابهامات لري، چې بیانول‌یې دومره اسان نه دي. ځکه افغانستان داسې یو هېواد دی چې له ګڼو قومونو څخه جوړ دی. هغه هېوادونه یا سیمې چې څو قومي جوړښت لري، په ځانګړې توګه کله چې د قوم‌پالنې له ناړه اړخونو ناخبره وي، نو طبیعي ده چې ځینې وختونه د قوم‌پالنې لور ته تمایل پیدا کوي. د قوم‌پالنې په صورت کې هر قوم هڅه کوي چې د نورو په پرتله خپل قوم غوره او مستحق وګڼي.
په دې اړه چې نشنلیزم او ملي‌پالنه څه وخت په افغانستان کې رامنځته شوه، یا دا چې دا اقدامات اصلاً ملي‌پالنه ګڼل کېدای شي او که نه، مختلف نظرونه موجود دي. د «د ناسیونالیزم دائرة المعارف» په حواله «د افغان ملی‌پالانو د لومړنیو خپلواکي‌غوښتونکو هڅو له جملې یوه یې، د ۱۷۰۹ میلادي کال پاڅون و، چې د میرویس خان په مشرۍ د ایراني واکمن پر وړاندې ترسره شو. ددې پاڅون په ترڅ کې یې ایرانیان له هغه سیمې وویستل چې وروسته د افغانستان برخه شوه ، نومړي خپل زوی‌ دې ته وهڅاوه چې د همدې سیمې د پراخولو لپاره هڅه وکړي، خو دا هڅه ناکامه شوه.»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې هغه شخص چې په لومړي ځل یې ملي‌پالنه افغانستان ته راوړه، د سردار غلام محمد طرزي زوی محمود طرزی و. نوموړي د یوې موده لپاره په جلاوطنۍ کې ژوند کاوه، خو کله چې بیرته افغانستان ته راستون شو، نو په بېلابېلو برخو کې یې فعالیتونه پیل کړل. د دغو فعالیتونو له جملې څخه یوه مهمه هڅه دا وه چې په خلکو، په ځانګړې توګه په روڼ‌اندو کې د نشنلیزم حس رامنځته کړي.
«د (۱۹۹۴ز) د فرهنګ د وینا له مخې امیر عبدالرحمان (۱۸۸۰–۱۹۰۱ز) خپل ډېری سیاسي مخالفین تبعید کړل. له دې ډلې یو یې هم د محمود طرزي پلار سردار غلام محمدخان طرزی و چې د دولت پر ضد پر توطیې تورن شوی و. ګرېګارین (۱۹۶۹ز) وایي، د طرزي کورنۍ په کراچۍ کې له کمې استوګنې وروسته، دمشق ته لاړه او د عثماني خلافت امپراتور، دویم سلطان عبدالحمید ، هغوی ته د استوګنې اجازه ورکړه. د ځوان محمود طرزي لپاره شلن کلن تعبید ډېر اهمیت درلود. نوموړی په دمشق او قسطنطنیې (استانبول) کې له اروپايي فرهنګ او نهادونو سره آشنا شو او همداراز د ملي احیا غوښتونکو غورځنګ او د سید جمال‌الدین افغان د پان اسلامیزم له اندونو سره بلد شو. برسېره پردې یې د عثماني دولت د ولایتي دبیرخانې په چوکاټ کې دنده ترسره کړه او هلته‌یې د بهرني اجرایي او اداري چارو په برخه کې تجربه ترلاسه کړه.
د طرزي له کتابونو، په ځانګړې توګه د «سیاحت‌نامۀ سه قطعۀ روی زمین» له لوستلو څخه څرګندیږي چې نوموړي د تبعید پر مهال له بېلابېلو انسانانو سره آشنایي او اړیکې لرلې. د یاد کتاب د پاڼو تر منځ دا خبره ښه په ډاګه کیږي چې طرزي د لوېدیځ له فرهنګ او پروګرامونو څخه تر ډېره اغېزمن شوی و، او د لوېدیځوالو په ستاینه کې‌یې ډېره مبالغه کړې ده. له همدې امله، کله چې بېرته افغانستان ته راستون شو، نو هڅه ‌یې وکړه چې هغه اندونه او افکار چې هلته‌یې زده کړي وو، دلته د خلکو تر منځ خپاره کړي.
«د افغانستان د ملي‌پالنې مفکوره د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له عثماني دولت نه د محمود طرزي له راستنېدو سره پیل شوه. محمود طرزي هڅه وکړه چې د ترکي ملي‌پالنې له تجربې څخه ګټه واخلي او همدا الګو په افغانستان کې پلی کړي».
«کله چې حبیب‌الله خان واک ته ورسېد، د خپل پلار سیاسي مخالفین ‌یې وبخښل او هېواد ته د راستنېدو اجازه یې ورکړه. د امیر عبدالرحمن او سردار غلام محمد طرزي له مړینې وروسته، د طرزي کورنۍ پریکړه وکړه چې بېرته افغانستان ته ستنه شي. د محمود طرزي بېرته ‌راستنېدل دوه پدیدې له ځان سره درلودې: د نوپالنې د مفکورې رامنځته کېدل او د نشنلزم (ملي‌پالنې) د غورځنګ پېل. طرزي له راستنېدو وروسته هڅه وکړه چې د اصلاحاتو یو پروګرام پیل کړي او له امیر څخه یې غوښتنه وکړه چې د تعلیم او تربیې، مخابراتو، او صنعتي جوړښت له موجودو ستونزو سره جدي برخورد وکړي. همداراز یې د امیر د انزواغوښتنې سیاستونو ناوړه اغېزو ته ګوته ونیوه، هغه سیاستونه چې افغانستان یې له فرهنګي او فکري انزوا سره مخ کاوه».
طرزي د «سراج الاخبار» تر نوم لاندې د یوه اخبار په خپرولو سره هڅه وکړه چې د خلکو په منځ کې همدا احساس راویښ کړي، که‌ څه هم هغه پخپله اعتراف کوي چې دا حس ‌یې د استعمار پر ضد او د افغانستان دښمنانو پر وړاندې د مبارزې په موخه راژوندی کړی و؛ لکه څنګه چې د «نثر دری افغانستان» کتاب کې راغلي دي: «سراج‌الاخبار د افغانانو د ملي‌خواهانه او استعماري‌ضد غورځنګونو د توجیې او سم‌لوري ته د هغوی د سوق کولو یوه هڅه وه. د دې اخبار په سرمقالو کې کوښښ کېده چې په خلکو کې د بدلون او پرمختګ علاقه راپیدا کړي. په همدې موخه به د لوستونکو د ذهني حالت ته په کتو لیکوالانو خپلې مقالې په قرآني آیتونو او نبوي احادیثو ښایسته کولې او د پوهانو له ویناو او اشعارو سره به یوځای کېدې».
که څه هم ځینې خلک له یادې فکورې څخه په پوره شدت سره ملاتړ کوي او مثبت یې معریفي کوي خو باید پوه شو چې نشنلیزم د خپل تیر تاریخ په اوږدو کې یوه استعماري پدیده پاتې شوې ده او تل به د استعماري بڼې لررونکی وي.«افغان نشنالیستي گفتمان نه ‌يوازې دا چې یوه سخته استعمارزده پدیده ده، بلکې پخپله د استعمار دوام او محصول دی.»
څیړني ښيي چې استعماري هېوادونه د دې لپاره چې اسلامي هېوادونه سره وویشي، په منځ کې یې اختلافات او تفرقه رامنځته کړي او د دولت مخالفې ډلې تقويه کړي، نو هغو کوچنيو سیمه‌ییزو ډلو ته رسميت او ارزښت ورکوي چې د خپلواکۍ او یا د ځينو امتیازاتو غوښتونکي وي. هغوی تمویلوي څو په راتلونکي کې د دولت پر وړاندې راپورته شي او د دولت له لوري د استعمار او اشغال پر ضد د مقاومت مخه ونیسي.
که څه هم په دې مقاله کې د افغانستان د ملي‌پالنې تاریخ ذکر شو، خو باید پوه شو چې ملي‌پالنه د لویدیځو یوه له ډېرو ناوړه او بدمرغه پدیدو څخه ده، که څه هم د نشنلیزم او ملي‌پالنې پلویان هڅه کوي چې یاده پدیده مثبته او ګټوره معرفي کړي؛ خو باید پوه شو چې دښمنان تل هڅه کوي چې دغه ناسم فکر چې د اسلام له احکامو، فرمانونو او اصولو سره مطابقت نه لري، اسلامي هېوادونو کې خپور کړي او له همدې لارې د مسلمانانو ترمنځ تفرقه رامنځته کړي، لکه څنګه چې تر ډېره بریده پکې بریالي شوي هم دي، په ځانګړي ډول د افغانستان په څېر هېواد کې چې قومي تنوع لري او همدا قومي تنوع د دښمنانو لپاره یو ښه فرصت برابروي څو افغان ملت د یو بل پر ضد بوخت وساتي.
نو د افغانستان ټول مسلمان ملت باید بیدار واوسي، ترڅو د دښمنانو د زهرجنو او دروغجنو تبلیغاتو ښکار نشي، او باید هڅه وکړي چې همدا قومي تنوع چې د الله تعالی د خلقت له نښانو څخه یوه نښه ده، د هغوی تر منځ د یووالي، اتفاق او همغږۍ لامل وګرځوي. د مسلمانانو تر منځ د دې پدیدې خپرېدل یوه فکري جګړه بلل کېږي، چې کولی شي مسلمانان له یو بله جلا کړي. موږ له تېرو ټولو برخو دا پایله تر لاسه کړه چې په هر هېواد چې استعمار مسلط شوی نو هڅه یې کړې چې هلته همدا پدیده رامنځته کړي، خلک پکې ښکیل کړي او خپل تسلط ته دوام ورکړي.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
Leave A Reply

Exit mobile version