د حج د ګټو د زیاتوالي او پر ژوند او نفس د هغوی د اغېزو د پیاوړتیا حکیمانه احکام
د دغو احکامو له ډلې یو بل حکم هم تلبیه «لبیک ویل» دي، چې شریعت یې په تکرار سره خلک ویلو ته هڅولې دي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم هم د غږ لوړولو او د تلبیې تکرار ته ارزښت ورکړی دی. له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه روایت شوی چې ویې فرمایل: «قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: جاءني جبرائيل، فقال: يا محمد! مُر أصحابك فليرفعوا أصواتهم بالتلبية، فإنها من شعار الحج»؛ ژباړه: «جبرائیل علیهالسلام زما حضور ته راغی او ویې فرمایل: ای محمده! خپلو ملګرو ته امر وکړه چې د تلبیې پر مهال دې خپل غږونه لوړ کړي، ځکه چې په لوړ غږ سره تلبیه ویل د حج له شعارونو څخه دی» (صحیح مسلم، ج ۴، ص ۱۰۷، د حج باب).
په لوړ غږ سره تلبیه ویل د انسان په بیداره کولو، د حج پر اهدافو د پوهېدو او د هغوی د درک کولو په برخه کې خورا ژور اغېز لري. تلبیه ویل د ایمان، مینې او د الله تعالی په حضور کې د عاجزۍ له لارې نفس ته قوت وربخښي. کله چې حاجي تلبیه وایي نو د هغه روح او روان ته د ایمان، روحانیت او توحید یو بهیر انتقالېږي، هاغسې لکه څه ډول چې د سیمونو او کیبلونو له لارې برېښنا انتقالېږي. دا روحي جریان حاجي دې چمتو کوي چې له دې ستر رکن څخه بشپړه ګټه واخلي. کله چې حاجي لبیک «لبیک اللهم لبیک، لبیک لاشریک لک لبیک، إن الحمد والنعمة والملك لاشریک لک». ووایي نو زړه یې د حج مقاصدو ته متوجه کیږي، مینه او ولوله یې راپاریږي د محبت جام ترې جاري کیږي، او په رګونو کې یې د توحید لمبه بلېږي.
په دې توګه حاجي له ابراهیم خلیلالله
سره چې د توحید ستر پېغمبر و، روحاني اړیکه پیدا کوي، او له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم او هغو دعوتګرانو سره چې د ده نبوي لاره یې تعقیب کړې، فکري او روحي تړاو پیدا کوي، او د هغوی په حزب کې شاملېږي.
الله تعالی د حج لپاره دوه حرمتونه ټاکلي دي: یو د زمان حرمت او بل د مکان حرمت، تر څو د دې ستر رکن احترام، عظمت، حیرانتیا او پر وړاندې یې د مسؤلیت احساس نور هم پیاوړی شي، او حاجي د خپلو ټولو حرکتونو، تګ راتګ او هوساینې پر مهال بیدار، محتاط او په فکري لحاظ متوجه پاتې واوسي، او آن یوه شېبه هم له دې روحاني فضا څخه غافل پاتې نشي. الله تعالی فرمایي: [إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ]. ژباړه: “بېشكه د الله په نیز د میاشتو (معتبر) شمېر دولس میاشتې دى، د الله په كتاب كې، په هغه ورځ چې هغه پیدا كړل اسمانونه او ځمكه، له هغو نه څلور (میاشتی) د حرمت والا دي، همدغه سم (نېغ) دین دى، نو تاسو په دغو كې په خپلو ځانونو ظلم مه كوئ او تاسو ټول له دغو مشركانو سره جنګ كوئ، لكه څنګه چې دوى له تاسو سره جنګ كوي ټول او پوه شئ چې یقینًا الله د پرهېزګارانو مل دى.” (سوره توبه، آیت ۳۶)
او امام مسلم روایت کړی دی چې رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «إن الزمان قد استدار كهيئته يوم خلق الله السموات والأرض، السنة اثنا عشر شهراً، منها أربعة حرم: ثلاثة متواليات: ذو القعدة، ذو الحجة، المحرم، ورجب مضر الذي بين جمادى وشعبان». ژباړه “بېشکه زمان (تقویمي نظم) بېرته د هغه ورځې په څېر شوی دی چې الله تعالی ځمکه او آسمانونه پیدا کړل. کال دولس میاشتې لري، چې د هغوی له جملې څلور میاشتې حرامې دي: درې پرلهپسې میاشتې: ذو القعده، ذو الحجه، محرم، او همدارنګه د مضر رجب میاشت چې د جمادي او شعبان ترمنځ ده.” (صحیح مسلم، ج ۵، ص ۱۰۷، د حرمتونو باب، حدیث: ۴۴۷۷).
او د مکان د حرمت په اړه په قرآن کریم کې راغلي دي: [إِنَّمَا أُمِرْتُ أَنْ أَعْبُدَ رَبَّ هَذِهِ الْبَلْدَةِ الَّذِي حَرَّمَهَا وَلَهُ كُلُّ شَيْءٍ وَأُمِرْتُ أَنْ أَكُونَ مِنَ الْمُسْلِمِينَ]. ژباړه: “بېشكه ما ته حكم شوى دى چې يواځې د دې ښار د رب عبادت وكړم، هغه (الله) چې ده ته يې حرمت (عزت) وركړى دى او هر شى خاص د هغه لپاره دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې زه له مسلمانانو څخه شم. (سوره نمل، آيت ۹۱).
او د مکې د فتحې په ورځ، رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمايل: «عن ابن عباس، عن رسول الله صلیاللهعلیهوسلم أنه قال يوم الفتح (فتح مكة): «لا هجرة، ولكن جهاد ونية، فإذا استنفرتم فانفروا». وقال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم يوم الفتح: «إن هذا البلد حرمه الله يوم خلق السماوات والأرض، فهو حرام بحرمة الله إلى يوم القيامة، لا يُختلى خلاها، ولا يُعضد شوكها، ولا يُنفّر صيدها، ولا تُلتقط لقطتها إلا من عرّفها». فقال العباس رضیاللهعنه: يا رسول الله، إلا الإذخر، فإنه لقينهم ولبيوتهم. فقال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: «إلا الإذخر»». ژباړه: ابن عباس رضياللهعنه روایت کوي چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د مکې د فتحې په ورځ وفرمایل: “له دې وروسته هجرت نشته، مګر جهاد او نیت (شته)، نو که تاسو ته د جهاد امر وشي، نو راووزئ.”
او رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمايل:
“بېشکه دا ښار الله تعالی هغه ورځ حرام ګرځولی دی چې آسمانونه او ځمکه یې پیدا کړل. دا ښار به د الله تعالی د حرمت له مخې د قیامت تر ورځې پورې حرام وي. دلته به نه شنه بوټي پرې کیږي، نه به اغزي وهل کېږي، نه به ښکار ترسره کیږي، او نه به یې ورک شوی شی را اخیستل کېږي، ورک شی به هغه وخت را پورته کیږي چې لومړی وپېژندل شي او وروسته یې خپل مالک ته وسپاري.”
عباس رضياللهعنه عرض وکړ: “ای د الله رسوله! د اذخر بوټی مستثنا کړه، ځکه چې دا زموږ د طهارت ځایونو او کورونو لپاره اړین دی.” رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: “مګر اذخر (چې اخیستل یې روا دي).” (سنن نسائي الکبری، ج ۵، ص ۱۹۵، کتاب الحج، حدیث: ۱۰۲۳۳).
او د حرم په حدودو کې د ګناه مرتکب کیدل سخت او ستر جرم دی، تر دې حده چې ځينو علماوو فتوا ورکړې ده چې د نورو ځایونو برعکس په دې مبارکه سيمه کې د ګناه نيت هم د ګناه په مانا ده، ځکه چې الله تعالی فرمايي: [وَمَنْ يُرِدْ فِيهِ بِالْحَادٍ بِظُلْمٍ نُذِقْهُ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ]. ژباړه: “او څوك چې په ده كې په ظلم سره د الحاد (او بې لار توب) اراده وكړي (،نو) مونږ به په هغه له ډېر دردوونكي عذاب څخه (عذاب) وڅَكوو” (سورۀ حج، آيت ۲۵).
ابن کثير رحمهالله وایي: “دا د مکې د حرم ځانګړنه ده چې هر څوک پکې د ګناه اراده ولري، نو د همدغې ارادې له امله مجازات کېږي؛ که څه هم چې ګناه یې نه وي عملي کړې.” (تفسير ابن کثير، ج ۱، ص ۴۲۱).
همداراز، الله تعالی د یادو دوو حرمتونو سربېره، د احرام حرمت هم ور زيات کړی، او د احرام لپاره یې ځانګړي آداب او احکام ټاکلي دي.د دې احکامو له جملې یو یې دا دی چې د احرام په حالت کې ښکار کول حرام دي. الله تعالی فرمايي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنتُمْ حُرُمٌ]. ژباړه “اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! تاسو ښكار مه وژنئ (ښكار مه كوئ)، په دې حال كې چې تاسو په احرام كې یئ.” (سورۀ مائده، آيت ۹۵).
او فرمايي: [أُحِلَّ لَكُمْ صَيْدُ الْبَحْرِ وَطَعَامُهُ مَتَاعًا لَكُمْ وَلِلسَّيَّارَةِ وَحُرِّمَ عَلَيْكُمْ صَيْدُ الْبَرِّ مَا دُمْتُمْ حُرُمًا وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِي إِلَيْهِ تُحْشَرُونَ]. ژباړه: “ستاسو لپاره د سمندر ښكار او د هغه طعام حلال كړى شوى دى، ستاسو او د (نورو) مسافرو د فايدې لپاره، او پر تاسو باندې د وچې ښكار حرام كړى شوى دى، څو پورې چې تاسو په احرام كې یئ او تاسو له هغه الله نه ووېرېږئ چې تاسو به خاص هغه ته ورجمع كولى شئ.” (سورۀ مائده، آيت ۹۶.
شيخ الاسلام دهلوي رحمهالله وایي: “په حج کې دا مشروع شوې ده چې حاجي دې د احرام په حالت کې له ځينو شيانو ځان وساتي؛ تر څو د عاجزۍ، د زينت د پرېښودو، او د پرېشانی حالت یې ښکاره شي، او د الله تعالی د وېرې، د هغه د تعظيم، او د نفس د محاسبې احساس پکې را ژوندی شي، ځکه چې ښکار کول د تفريح او ساتیرۍ له جملې څخه شمېرل کېږي (” الدهلوی، احمد بن عبدالرحیم، حجة الله البالغة، ج ۲، ص ۴۴، ژباړه: شيخ الحديث مولانا سيد محمد يوسف حسينپور رحمهالله، انتشارات شيخ الاسلام احمد جام، ۱۳۸۱هـ، فردوسي مشهد..”).
او لکه څرنګه چې حج اکثره وخت يو اوږد سفر وي، الله تعالی فرمايي: [وَأَذِّنْ فِي النَّاسِ بِالْحَجِّ يَأْتُوكَ رِجَالًا وَعَلَىٰ كُلِّ ضَامِرٍ يَأْتِينَ مِنْ كُلِّ فَجٍّ عَمِيقٍ] ژباړه: «او ته په خلقو كې د حج اعلان وكړه دوى به تا ته پیدل راشي او په هر خوار ډنګر اوښ باندې چې دغه (اوښان) به راځي له هرې لرې ژورې لارې نه» (حج، ۲۶).
د حج سفر له يوه وضعیت څخه بل وضعیت ته د لېږد سفر وي، نېږدېوالی او تعامل پکې ډېر وي، ملګرتياوې او دوستۍ پکې اوږدېږي، او بېلابېلې کړنې پکې ترسره کیږي، نو دا هر څه انسان ته د ډېرو منع شويو کارونو، دوکو، او شخړو د ارتکاب زمينه برابروي.
ځکه کېدای شي د انسان نفس راپاریږي، سينه یې تنګه شي، صبر یې تمام شي، او حاجي داسې کارونو ته مخه کړي چې په خپل وطن، استوګنځي، او د ژوند په عادي حالاتو کې به یې ځان ترې ساته، داسې ګناهونه، بد عملونه، او کړنې ترسره کړي چې د حج له روحيې او موخو سره ټکر لري.