ليکوال: محمد عاصم اسماعيل‌زهي

د حج حکمت، فلسفه او اسرار

لسمه برخه

 

د حج د ګټو د زیاتوالي او پر ژوند او نفس یې د اغېزو د پیاوړتیا لپاره حکيمانه احکام
الهي وحي او اسماني قانون‌جوړونه د حج لپاره داسې يوه فضا رامنځته کړې چې له مخې یې د انسان جديت، هوډ، هوښياري او فکري بيداري راويښوي، عبادت، روحانيت، او پاکوالۍ په ځان کې رانغاړي. ځکه حج يو اوږد سفر او له يوه ښاره بل ښار ته د انسان انتقال دی. حاجي په دې سفر کې له بېلابېلو سيمو، مختلفو چاپېريالونو، له خوندورو شيانو، ساعت تېرونکو بوختياوو او د دنيا له هغو چارو تېرېږي چې ځينې يې لنډمهاله او ځينې یې هم اوږدمهاله وي. حاجي نوي ښارونه ګوري، له بېلابېلو قومونو او ټولنيزو قشرونو سره يوځای کېږي. ښځې له نارينه‌وو سره په دې سفر کې مل وي، زاړه، ځوانان، او ان کورنۍ يو ځای سفر سره کوي.
دا هر څه ددې احتمال رامنځته کوي چې حج د خپلې اصلي موخې يعنې عبادت، روحانيت او د الله جل جلاله قرب ته د رسېدو له روحيې بې‌برخې شي او د نورو عادي او طبيعې سفرونو بڼه غوره کړي. آن د مکې معظمې اقامت او د عبادت ځایونو ته تګ راتګ هم په يوه عادي ښار کې د استوګنې په څېر واوسي. له همدې امله شريعت حج ته تلپاتې بڼه ورکړې ده؛ داسې بڼه چې د جديت، درناوي او قداست رنګ او بوی لري. د حج عبادت يې د ګڼ شمېر ديوالونو او خندقونو (احکامو او حدودو) په اساس محاصره کړی، څو له غفلت، هېرېدنې، عبثيت او بې‌لاريتوب څخه وژغورل شي. حج همدې موخې ته د لپاره ډېر دقيق، ژور، او حکيمانه احکام لري څو دا حقيقت تضمين کړي چې د حج ستر عبادت بايد د انسان په نفس او ژوند ژور اغېز ولري، د اصلاح او تربيې له اساساتو څخه واوسي او د الله تعالی د قرب يوه پياوړې وسيله وګرځي.
د دغو حکيمانه احکامو له جملې يو یې دا دی چې حج د اسلام د څلورو بنسټيزو ارکانو له جملې څخه يو رکن دی او پر هر هغه کس فرض دی چې د حج د ادا کولو په شرايطو برابر واوسي. او الله تعالی د دې فریضې د ادا کولو پر ځای هيڅ بدیل نه مني. الله تعالی فرمايي: “وَ لِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا وَ مَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ” [۱] ژباړه: (او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي، په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسَ ولري او څوك چې كافر شو، نو بېشكه الله له مخلوقاتو نه بېخي بې پروا دى.)
د حضرت علي کرم الله وجهه څخه روايت شوی دی چې فرمايي: “مَنْ مَلَكَ راحلة، وزاداً يُبَلِّغُهُ إِلَى بَيْتِ اللَّهِ الحَرَامِ، وَلَمْ يَحُجَّ، فَلَا عَلَيْهِ أَنْ يَمُوتَ يَهُودِيّاً أَوْ نَصْرَانِيّاً” ژباړه: (هر هغه کس چې توشه (د سفر کولو لپاره په کافي اندازه خواړه) او مرکب (هر هغه وسیله چې انسان پرې سوارلي کولای شي) ولري او د بيت‌الله الحرام ته سفر پرې کولای شي خو بيا هم حج ادا نه کړي نو دا کس که یهودي يا نصراني مړ شي نو باک پرې نشته.) [۲]
د غو شديدو الفاظو لامل دا دی چې الله تعالی یې په اړه حکم کړی دی: “وَ لِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلًا” ژباړه: (او خاص د الله لپاره په خلقو باندې د (هغه د) كور حج كول فرض دي په هغه چا باندې چې هغه ته د لارې وسَ ولري.) [۳]
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د اسلام د اساساتو په اړه فرمايي: «عن ابن عمر عن النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم قال: بُني الإسلام على خمس: على أن يُعبد الله ويُكفر بما دونه، وإقام الصلاة، وإيتاء الزكاة، وحج البيت، وصوم رمضان.». ژباړه: «اسلام پر پنځو ارکانو ولاړ دی: پر دې ګواهي ورکول چې له الله تعالی پرته بل هیڅ معبود شتون نه لري او محمد صلی علیه وسلم د هغه رسول دي، د لمانځه قايمول، زکات ورکول، د رمضان روژه نیول، او د بیت‌الله شریف حج ادا کول د هغه چا لپاره چې د ادا کولو وس او توان یې ولري.» [۴]
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د حج د مقام او ارزښت په اړه ډېر ټینګار کړی دی او د هغه فضیلتونه یې په تفصیل سره بیان کړي دي؛ ځکه دا فضیلتونه د انسان په نفس کې شوق، مینه او رغبت را پیدا کوي، او د «ایمان» او «احتساب» روحیه را ژوندی کوي. هېڅ عمل او عبادت تر هغه وخته حقیقي ارزښت نه پیدا کوي تر څو چې د اخلاص، ایمان او احتساب له مخې ترسره نه شي، له اخلاص او احتساب پرته عبادت هیڅ ارزښت نه لري.
له ابوهريره رضی‌الله‌عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم قال: العمرة إلى العمرة كفارة لما بينهما، والحج المبرور ليس له جزاء إلا الجنة.» ژباړه: « د مقبول حج بدله له جنت پرته بل څه نه ده.» [۵]
همدارنګه حضرت ابوهريره رضی‌الله‌عنه له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه روایت کړې دي چې: «سمعتُ رسولَ الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم يقول: من حج لله عزوجل فلم يرفث ولم يفسق، رجع كيوم ولدته أمه.» ژباړه: «ما له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه واورېدل چې ویې فرمايل: هر هغه څوک چې د الله عزوجل د رضا لپاره حج ادا کړي او په دې سفر کې ښځو سره له یوځایوالي ډډه وکړي او ګناه ترسره نه کړي نو له حج څخه به داسې پاک راستنېږي لکه په همغه ورځ چې له مور څخه زېږیدلی وي.» [۶]
حضرت عبدالله بن مسعود رضی‌الله‌عنه له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم روایت کوي چې ویې فرمایل: «تابِعوا بين الحجّ والعمرة، فإنّهما ينفيان الفقرَ والذنوبَ، كما ينفي الكيرُ خبثَ الحديدِ والذهبِ والفضّة، وليس للحجّ المبرورِ ثوابٌ دونَ الجنّة.» ژباړه: «حج او عمره یو په بل پسې تر سره کړئ ځکه دا دواړه فقر او ګناهونه له منځه وړي، ځکه لکه څه ډول چې د اهنګر ټک د اوسپنې، سرو او سپینو زرو زنګ له منځه وړي، د مقبول حج اجر هم له جنت پرته بل څه نه دی.» [۷]
همدارنګه له حضرت عائشه رضی‌الله‌عنها څخه روایت شوې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ما مِن يومٍ أكثرَ مِن أن يُعتقَ اللهُ فيه عبدًا من النار من يومِ عرفة.» ژباړه: «د عرفې ورځې په پرتله بله هیڅ ورځ الله تعالی دومره زیات بندګان له اور (دوزخ) څخه نه دي ازاد کړي.» [۸]
د دغو دقیقو او حکیمانه قانون‌جوړونو له ډلې بل یې هم «مواقیت» دی چې د حاجي په وجود کې یو نوی احساس او فکري او روحاني بیداري رامنځته کوي، حاجي د دې حکم له لارې درک کوي چې ملکوتي دربار ته نږدې شوی او د هغه محترم او سپېڅلي حریم ته داخل شوی دی. او که چېرې «مواقیت» نه وای نو حاجیانو به همدا مقدس دربار په نور کې لیده او پرې ورماتیدل به؛ لکه څه ډول چې ناپوهان او تندخویان د بادشاهانو پر دربارونو یرغل کوي او له تند چلند، شړلو او سپکاوي سره مخ کېږي.
شیخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم دهلوي رحمه‌الله د هغو زیارت کوونکو لپاره د مواقیت فلسفه او د ټاکلو حکمت بیان کړی چې له لرې او بېلابېلو سیمو څخه مکې ته راځي. نوموړي ویلي: “د مواقیت اصلي مفهوم دا دی چې د مکې مکرمې پر لور سفر معمولاً له جسماني ستړیا، خوالې او د بدن له بدبويۍ سره مل وي او له نفساني غوښتنو ځان ساتل پکې مطلوب دي په همدې اساس د مکې مکرمې شاوخوا باید ټاکلي ځایونه شتون ولري، ترڅو حاجیان احرام پکې وتړي او هغې وروسته په دې عمل ځنډ را نشي. که چېرې یو کس له خپل ښار څخه د راتګ په وخت کې احرام وتړي نو دا به ډېره ستونزمنه ورته تمامه شي ځکه چې د ځینو خلکو ښارونه دومره لرې وي چې له مکې مکرمې سره له یوې یا دوو میاشتو په اندازه زیات واټن لري. له همدې امله دا ځایونه باید ښکاره، معلوم او د حاجیانو له سترګو پناه نه وي او پر عامو لارو واوسي. یاد ټول عوامل په پام کې نیول شوي او مواقیت په همدې بنسټ ټاکل شوی دی. د مدینې منورې لپاره تر ټولو لرې میقات ټاکل شوی ځکه چې دا ښار د وحې د نزول ځای، د اسلام د سرپنا، د هجرت ټاټوبی، او هغه ښار دی چې د الله او د هغه د رسول ﷺ دعوت ته یې لبیک ووایه. د نورو په پرتله د مدینې منورې وګړي زیات ددې مستحق دي چې د الله دین ته وفادار پاتې شي او ځانونه د الله د اطاعت لپاره ځانګړي کړي. باید هېره نه کړو چې د مدینې منورې د سیمو اوسیدونکو  د جؤاثی، طائف، یمامه او نورو سیمو په پرتله د رسول الله ﷺ په وخت کې تر ټولو ژر ایمان راوړ. له همدې امله پر حاجي هېڅ ډول سختي نه راځي.” [۹]
د یادو احکامو له ډلې بل یې «احرام» دی. احرام د هغو احکامو له جملې څخه دی چې د حاجي په زړه کې د حج احساس او حج ته د پام کولو روحیه را ژوندی کوي. احرام حاجي ته وریادوي چې یو ستر الهي سفر پیلوي او د ملکوتي دربار پر لور روان دی. همداراز احرام حاجي ته وریادوي چې نور یې له تشو ظواهرو، بې‌محتوا شعارونو او درواغجنو عظمتونو څخه ځان لرې کړی دی. احرام د لمانځه د تکبیر تحریمه په څېر دی؛ انسان له عادي حالته را باسي او د نظم، تعهد او معنوي اړیکو لور ته یې رابولي.
شيخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم دهلوي رحمه‌الله فرمایي: «پوه شه چې د حج او عمرې احرام د لمانځه د تکبیر حیثیت لري؛ په احرام کې اخلاص، درناوی او تعظیم نغښتی دی. دا حالت د حج د نیت او ارادې یوه ښکاره نښه ده. په احرام کې انسان خپل نفس له دنیايي خوندونو، دودیزو مېلو او رنګارنګ ښکلاوو څخه راګرځوي، عاجزي غوره کوي او ثابتوي چې د الله تعالی د رضا پهٔ خاطر هر ډول سختۍ او تکلیفونه په ځان مني.» [۱۰]
همداراز له احرام څخه د وتلو او د هغې له قیوداتو او احکامو څخه د خلاصون لپاره یوه ښکاره او مشروع طریقه ټاکل شوې چې د انسان احساسات راپاروي او سخت کار هم نه دی. له همدې امله حاجي په ناڅاپي ډول د احرام له حالت څخه نه را وځي ترڅو له مباحاتو څخه استفاده وکړي، بلکې د یو مشخص ظاهري عمل، نیت او ارادې له مخې ترې را وځي؛ لکه څه ډول چې لمونځ‌کوونکی د سلام په ویلو سره له لمانځه وځي، دلته هم یاد عمل د سر د خرییلو په شکل ترسره کېږي.
شيخ الاسلام احمد بن عبدالرحیم رحمه‌الله وایي: «د سر د ویښتو د خرییلو راز دا دی چې داسې یوه لاره وټاکل شي چې د احرام د ختمېدو څرګندونه وکړي او د وقار خلاف هم نه وي. که شریعت دا طریقه نه وای ټاکلې نو خلک به په بېلابېلو لارو روان شوي وای او هر یو به د خپلې خوښې مطابق مذهب ته مایل شوی وای. د سر له خرییلو دا هم څرګندیږي چې سختۍ او دوړې پای ته رسېدلي او دا کار د لمانځه د ختمېدو د سلام ویلو په څېر دی.» [۱۱]
دوام لري…

سرچینې:

[۱] سورة آل عمران، آيت ۹۷

[۲] الجزري، مجدالدين ابوالسعادات. جامع الأصول في أحاديث الرسول، ج۳، ص۶، کتاب الحج والعمره، باب وجوب الحج، حديث: ۱۲۶۹، چاپ اول، ناشر: مكتبة الحلواني – مطبعة الملاح – مكتبة دار البيان.

[۳] سورة آل عمران، آيت ۹۷.

[۴] النيسابوري، مسلم بن الحجاج بن مسلم، الجامع الصحيح المسمى صحيح مسلم، ج1، ص34، الإیمان، باب قول النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم بنی الإسلام علی خمس، رقم الحدیث: 121، الناشر: دار الجيل بيروت + دار الأفاق الجديدة ـ بيروت.

[۵] النيسابوري، محمد بن إسحاق بن خزيمة، صحيح ابن خزيمة، ج4، ص131، کتاب المناسک، باب الأمر بالمتابعة…، رقم الحدیث: 2513، الناشر: المكتب الإسلامي – بيروت ، 1390 – 1970.

[۶] الجزري، مجدالدين أبو السعادات، جامع الأصول في أحاديث الرسول، ج9، ص461، الکتاب الأول: فی الفضائل والمناقب، الفصل السادس: فی الحج والعمرة، علیه، رقم الحدیث: 7154، الطبعة: الأولى، الناشر: مكتبة الحلواني – مطبعة الملاح – مكتبة دار البيان.

[۷] النسائي، أحمد بن شعيب، سنن النسائي الكبرى، ج2، ص322، کتاب الحج، فضل المتابعة بین الحج والعمرة، رقم الحدیث: 3610، الطبعة الأولى ، 14

11 – 1991، الناشر: دار الكتب العلمية – بيروت.

Leave A Reply

Exit mobile version