لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (پنځه ویشتمه برخه)

 

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه پوره پوره ګټه واخلو؟
۶. د قدر شپه
د قدر شپه د الله تعالی له فضل او رحمت څخه د ګټې اخیستنې یو بهترین او ځانګړی فرصت دی. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ»[۱] «د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده».
یعنې که څوک په دې شپه څو رکعته لمونځ ادا کړي، ګواکې لکه تر ۸۳ کلونو زیات عبادت یې چې کړی وي. که یو کس د قرآن کریم یو جزء تلاوت کړي، نو ثواب یې د زرو میاشتو له تلاوت سره برابر دی. همداراز، په دې شپه کې د صدقو، احسان، ذکرونو، دعاګانو او د استغفار په څېر د خیر او نېکو اعمالو ثواب، د زرو میاشتو له ثواب سره برابر دی.
سفیان ثوري ویلي: ما له مجاهد نه اورېدلي چې «د قدر شپه له زرو میاشتو غوره ده.» هغه وویل: «د دې شپې عمل، روژه او قیام تر زرو میاشتو غوره دي».[۲]
د دې مبارکې شپې له برکتونو څخه یو برکت دا دی، چې قرآن عظیم په همدې شپه نازل شوی. الله عزوجل فرمایي: «إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُبَارَكَةٍ إِنَّا كُنَّا مُنْذِرِينَ»[۳] «بېشکه، موږ دا (قرآن) په یوه بختوره شپه کې نازل کړی، بېشکه موږ خبرداری ورکوونکي یو».
د «قدر» د کلمې رېښه‌
د «لیلة القدر» په ترکیب کې د «قدر» لفظ د ریښهپېژندنې له نظره د عربي ژبې له (ق-د-ر) څخه اخیستل شوی. دا کلمه بېلابېلې معناوې لري، چې هره معنا یې کولای شي د قدر د شپې په تفسیر کې ونډه ولري:
۱. تقدیر او اندازه‌کول: د «قدر» له اصلي معناګانو څخه یوه معنا ټاکل او اندازه کول ده. همدې مفهوم ته په کتو، د قدر شپه هغه شپه ده چې د الله تعالی له لوري په کې د یوه کال لپاره د مخلوقاتو تقدیر ټاکل کېږي. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي: «فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ»[۴] «په هغه (شپه) كې د هر محكم كار پرېکړه كېداى شي».
۲. شرافت او منزلت: «قدر» د لوړ مقام او ارزښت په معنا دی. د قدر شپه ځکه په دې نوم نومول شوې چې دا د الله تعالی په نزد ډېره ارزښتناکه، مبارکه او له زرو میاشتو غوره شپه ده. الله تعالی فرمایي: «لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِنْ أَلْفِ شَهْرٍ»[۵] «د قدر شپه تر زرو میاشتو غوره ده».
۳. تنګي او محدودیت: د «قدر» بله معنا تنګي او محدودیت دی. دا مفهوم هم د قدر له شپې سره تړاو لري، ځکه په دې شپه ملائکې او جبرئیل علیه‌السلام ځمکې ته راکوزېږي، او ځمکه د رحمتونو د نزول او د فرښتو د حضور له امله ډکیږي. الله تعالی فرمایي: «تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ»[۶] «په دغه (شپه) كې (نور) ملايك او روح (جبریل) د خپل رب په حكم سره نازلېږي لپاره (د پوره كولو) د هر (مقرر شوي) كار.»
د قدر د شپې دراناوی او له هغې څخه استفاده:
الله تعالی د قدر شپه د خپلو بنده‌ګانو لپاره یو ډېر ارزښتناک او ځانګړی نعمت ګرځولی، تر څو دوی وکولای شي په لنډ وخت کې لوی ثوابونه ترلاسه کړي او خپل رب ته نور هم ورنېږدې شي؛ خو څنګه کولای شو له دې مبارکې شپې څخه ګټه واخلو؟
د دې شپې غوره اعمال: لمونځ کول، د الله تعالی په دربار کې قیام او عبادت، د قرآن کریم تلاوت، دعا او استغفار، صدقه او خیرات ورکول، اعتکاف کول، ذکر، تسبیح، او تهلیل، د بښنې غوښتل او د نورو بښل دي. د دغو عباداتو په ترسره کولو سره یو مسلمان کولای شي، د قدر د شپې له برکتونو برخمن او د هغو کسانو له ډلې څخه وشمېرل شي چې د الله تعالی د رحمت او مغفرت مستحق ګرځي.
له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه ثابته شوې ده، چې فرمایلي یې دي: « څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت – په عبادت – کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي».[۷]
د قدر د شپې قیام هماغه تهجد او لمونځ کول دي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم حضرت عایشې رضي‌الله‌عنها ته امر کړی و، چې په دې شپه دعا وکړي. سفیان رحمه‌الله فرمایلي: «په دې شپه دعا کول ما ته تر لمونځ کولو زیاته محبوبه‌ ده.» که څوک په دې شپه قرآن کریم تلاوت کړي، دعا وکړي او له الله تعالی څخه غوښتنه وکړي، نو ممکن دعا یې قبوله شي.
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم به د رمضان په شپو کې د تهجد لمونځ ادا کاوه، قرآن کریم به یې په ترتیل سره تلاوت کاوه او کله به چې د رحمت آیت ته رسېده، نو له الله تعالی څخه به یې رحمت غوښت او کله به چې د عذاب آیت ته رسېده، نو له الله تعالی څخه به یې پناه غوښتله. نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم به لمونځ، د قرآن کریم تلاوت، دعا، او تفکر سره یو ځای کول، ځکه چې دا د رمضان میاشتې د وروستیو لسو شپو (په ځانګړي ډول د قدر د شپې) تر ټولو غوره عملونه دي.
شعبي رحمه‌الله د قدر د شپې په اړه فرمایلي دي: «شپه یې د ورځې په څېر روښانه ده». امام شافعي رحمه‌الله ویلي دي: «زما خوښه دا ده، چې د انسان د ورځې هڅې هم د قدر د شپې په څېر واوسي». [۸]
د قدر په شپه باید تر ټولو زیات د لاندې دعا اهتمام وشي، ځکه دا یوه جامعه او مانا لرونکې دعا ده. حضرت عایشې رضي‌الله‌عنها وپوښتل: «ای د الله رسوله! که زه د قدر شپه ووینم، نو څه ووایم؟» رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم وفرمایل: «وایه: اللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي» یعنې: «ای الله! ته بښونکی یې او ته بخښنه خوښوې، نو ما وبخښه».
دوام لري…

 

[1]. القدر: ۳.

[2]. تفسیر ابن کثیر، ج ۸، ص ۴۴۳.

[3]. الدخان: ۳.

[4]. الدخان: ۴.

[5]. القدر: ۳.

[6]. القدر: ۴.

[7]. صحيح بخاري، ۲/۶۷۲.

[8]. وظائف رمضان، ص ۶۸.

[9

]. أخرجه أحمد، ۴۲/۲۳۶، ش ۲۵۳۸۴.

Leave A Reply

Exit mobile version