اعتکاف یو کفایي سنت دی؛ یعنې که په یوه جومات کې څو تنه دا عبادت ترسره کړي، نو له نورو ساقطېږي، خو بیا یې هم که ترسره کړي، نو له زیات فضیلت او برکته به برخمن شي. نبي کریم صلیاللهعلیهوسلم خپل امت ته د دې عبادت سپارښتنه کړې او په خپله ده، امهات المؤمنینو او صحابه کرامو به ډېره پابندي پرې کوله.
حضرت عایشه رضیاللهعنها وايي: «رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به د رمضان په وروستیو لسو شپو کې اعتکاف کاوه او تر وفاته پورې یې دا عمل پرېنښود او تر وفات وروسته یې مېرمنو هم د دې سنت پابندې کوله».[]
زهري رحمهالله وايي: «حیران یم چې خلک څنګه اعتکاف پرېږدي، په داسې حال کې چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به ځینې اعمال کله کول او کله به یې پرېښودل، خو اعتکاف یې تر وفاته پورې نه دی پرېښودلی».[]
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم د معتکف په اړه فرمایلي: «هغه له ګناهونو څخه اعتکاف کوي (یعني له ګناهونو ډډه کوي) او د هغه په عملنامه کې د هر ډول نېکیو ثواب لیکل کېږي».[]
اعتکاف د دوزخ له اوره د خلاصون سبب کېږي. حضرت ابن عباس رضیاللهعنهما له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم څخه روایت کوي: «څوک چې د خپل مسلمان ورور د اړتیا د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي، نو دا د هغه لپاره تر لسو کلونو اعتکاف غوره دی او که څوک یوازې د یوې ورځې لپاره د الله تعالی د رضا لپاره اعتکاف وکړي، نو الله تعالی به د هغه او د دوزخ ترمنځ درې خندقونه راولي، چې د هر یوه واټن د آسمان او ځمکې (یا ختیځ او لویدیځ) تر فاصلې زیات دی».[]
اعتکاف یوازې په هغه جومات کې صحیح کېږي، چې د جماعت لمنځونه پکې کېږي، غوره اعتکاف هغه دی چې په جامع جومات کې ترسره شي؛ خو تر ټولو غوره اعتکاف بیا هغه دی چې په حرمینو شریفینو (مسجد الحرام او مسجد النبوي) کې ترسره شي.
که معتکف جماع وکړي یا پرته له ضرورت څخه له جومات څخه ووځي، نو اعتکاف یې فاسدیږي. خو که د قضای حاجت، غسل او اودس یا د خوراک او څښاک په څېر د فطري اړتیاوو لپاره وځي، نو بیا په کې څه ستونزه نه شته او اعتکاف نه باطلوي؛ خو د ناروغ د پوښتنې یا د جنازې په لمانځه کې د ګډون کولو په څېر د نیکو کارونو لپاره وتل جایز نهدي.[]
د اعتکاف هدف او حقیقت
د اعتکاف موخه دا ده، چې زړه له دنیاوي افکارو او تعلقاتو پاک شي او یوازې د الله تعالی عبادت او اطاعت ته ځانګړی شي. ابن رجب رحمهالله وايي: «د اعتکاف حقیقت دا دی، چې له خالق سره د اړیکې د ټینګولو په موخه د هغه له مخلوقاتو سره پریکون وشي».[]
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم به د رمضان د وروستیو لسو شپو اعتکاف کاوه، چې د قدر شپه په کې وغواړي او هیله من به و، چې ویې مومي او د الله تعالی فضل او رحمت په کې وغواړي. هغه به په دې مبارکو شپو کې، په ناسته او ولاړه له الله تعالی سره مناجات کول، نفلي لمنځونه به یې کول او د قرآن کریم تلاوت به یې کاوه، نو دې ته په کتو، معتکف باید خپل ټول وخت د لمانځه، ذکر، د قرآن کریم تلاوت، د الله تعالی ستاینې او حمد و ثنا په څېر عباداتو ته ځانګړی کړي او له دنیوي خبرو او مشغولیتونو څخه ځان وساتي، ځکه اعتکاف له دنیاوي بوختیاوو څخه د پرېکون او د الله تعالی عبادت ته د ځان وقفولو په معنا دی؛ نو معتکف باید له هر هغه کار څخه ځان وساتي چې د الله تعالی له ذکر څخه یې غافلوي.[]
امام احمد رحمهالله په دې نظر و، چې معتکف باید له خلکو سره اختلاط ونه کړي، حتی د علم د زده کړې یا د قرآن کریم د قرائت لپاره هم؛ بلکې دا ورته غوره ده چې په خپل خلوت کې له الله تعالی سره راز و نیاز، ذکرونه او دعاګانې وکړي. دا ډول اعتکاف، شرعي خلوت دی چې د جماعت لمونځونه هم په کې نه پرېږدي. نو دې ته په کتو موږ هم باید د رمضان په شپو او ورځو کې له هر کوچني او لوی فرصت څخه په استفادې د اعتکاف نیت وکړو او خپل ځان له الله تعالی سره په خلوت بوخت وساتو.[]
د اعتکاف د مشروعیت حکمت
د اعتکاف د مشروعیت تر ټولو مهم حکمتونه دا دي، چې معتکف د پرښتو په څېر په عباداتو کې غرق شي او مشابهت ورسره پیدا کړي؛ نفس له شهوتونو څخه وساتي او په عبث او بې ګټو چارو کې ځان بوخت نه کړي.
اعتکاف په پخوانیو شریعتونو کې هم و او له شریفو اعمالو څخه ګنل کیږي، په تېره که په اخلاص سره ترسره شي.
عطاء رحمهالله وايي: «د معتکف مثال د هغه چا په څېر دی، چې یوه لوی شخصیت ته اړ شوی؛ نو د هغه د کور په دروازه کې کښیني او وايي، چې له دې ځایه تر هغو پورې نه ځم، ترڅو مې چې اړتیا پوره شوي نه وي!».[]
۱. د قدر د شپې ثواب ترلاسه کول: اعتکاف د معتکف لپاره یو داسې غوره فرصت دی چې په هغې کې د قدر شپې له برکتونه څخه برخمنېدای شي، هغه شپه چې د ۱۰۰۰ میاشتو (۸۳ کلونو) عبادت سره برابر دی.
۲. د روژې حفاظت: اعتکاف روژه له هغو کارونو څخه ساتي چې د روژې معنویت ته زیان رسوي او اجر او ثواب یې کموي.
۳. په مسجد کې پاتې کېدل او په جماعت سره لمونځ کول: اعتکاف انسان په جماعت سره د لمونځ کولو سره عادت کوي، چې دا کار پخپله زیات فضایل لري:
الف: له جومات سره مینه او د زړه تړل کېدل
څوک چې په جومات کې پاتې کیږي، نو له شک پرته چې د زړه له تله مینه ورسره لري او دا مینه او تړاو د الله تعالی په نزد ځانګړی مقام لري.
له ابو هریره رضياللهعنه څخه روایت دی چې رسول الله صلیاللهعلیهوسلم وفرمایل: «اووه ډلې به د قیامت په ورځ د الهي رحمت تر سیوري لاندې وي، چې یو په کې هغه کس دی چې زړه یې تل له مسجد سره تړلی وي».[]