لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (اوولسمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
څنګه کولای شو له رمضان څخه پوره پوره ګټه واخلو؟
  1. د رمضان د مبارکو شپو قیام
د تراویح او تهجد لمونځ د نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم له دوو مهمو او ثابتو سنتونو څخه دي.
دا دواړه لمونځونه د نورو نوافلو په پرتله ترټولو غوره او د ډېر فضیلت لرونکي دي، مشروعیت یې د نبوي سنتو له مخې ثابت دی.
الف: د تراویح لمونځ
د تراویح لمونځ د رمضان د مبارکې میاشتې له مهمو او د ډېر فضیلت لرونکو اعمالو له جملې څخه شمېرل کېږي. دا لمونځ د مبارکې میاشتې له برکتونو څخه د بشپړې ګټې اخیستنې لپاره یو بې ساری فرصت دی.
ب: د تراویح د کلمې ریښه
د “تراویح” کلمه د “ترویحه” جمع ده، چې مانا یې “یو ځل استراحت کول” دي؛ هماغسې لکه څنګه چې “تسلیمه” د “یو ځل سلام ویلو” مانا لري. هغه لمونځ چې د رمضان په شپو کې په جماعت سره ادا کېږي “تراویح” نومول شوي، ځکه کله چې صحابه کرامو رضی‌الله‌عنهم دا لمونځ لومړی ځل په جماعت سره ادا کاوه، نو د هرو دوو سلامونو (څلور رکعتونو) وروسته به یې لږ استراحت کاوه (آرام به یې نیوه).
ج: د تراویح د لمانځه حکم
د تراویح لمونځ سنت مؤکده دی، چې نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم په خپلو ویناوو کې ټینګار ورباندې کړی او هم یې په عملي ډول ترسره کړی دی. په دې حکم کې نارینه او ښځینه دواړه یو شان شامل دي، او که څوک دا لمونځ له عذر پرته پرېږدي، نو سخت ګناهکاریږي. خو په جماعت سره د تراویح د لمانځه ادا کول سنت کفایي دی؛ یانې که د هرې سیمې یو شمېر خلک یاد لمونځ په جماعت سره ادا کړي، نو له نورو ساقطېږي. خو سره له دې که د تراویح لمونځ په جماعت سره ادا شي نو فضیلت یې ډېر دی.
  1. د تراویح د رکعتونو شمېر
د علماوو، مجتهدینو، او د څلورو مذاهبو د امامانو په اتفاق، د تراویح لمونځ شل (۲۰) رکعته دی. دا شمېر د صحابه کرامو له وخته تر نن پورې د مسلمانانو ترمنځ معمول دی، او په حرمین شریفین (مکه او مدینه) کې هم د همدې شل رکعتونو په توګه ادا کېږي.
په دې اړه، له حضرت سائب بن یزید رضی‌الله‌عنه روایت دی، چې فرمایي: “موږ د حضرت عمر بن الخطاب رضی‌الله‌عنه په زمانه کې شل رکعته تراویح لمونځ ادا کاوه.”
همداراز، په بله روایت کې راځي: “مسلمانانو د حضرت عمر رضی‌الله‌عنه په خلافت کې شل رکعته تراویح لمونځ ادا کاوه.”
شیخ‌الاسلام، علامه مفتي محمد تقي عثماني مدظله‌العالي، چې هم عرب او هم عجم د هغه پر علم، دیانت، او صداقت باور لري، د تراویح د رکعتونو په اړه اجماعي نظر بیانوي او فرمایي: “د تراویح د لمانځه په اړه له نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه بېلابېل روایتونه راغلي دي؛ خو د صحابه کرامو رضی‌الله‌عنهم اجماع پر شل رکعتو وه. څوک د نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم عمل تر صحابه کرامو رضی‌الله‌عنهم ښه درک کولای شي؟ نو ځکه، د تراویح رکعتونه هماغه شل (۲۰) دي.”
د تراویح لمانځه د اداء کولو طریقه
د تراویح لمونځ د عشاء د څلور رکعته فرض لمانځه او دوه رکعته سنتو وروسته، د شل رکعته په شمېر سره ادا کېږي. په دې لمانځه کې د قرآن کریم تلاوت ته ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه چې د رمضان په مبارکه میاشت کې، ټول قرآن کریم لږ تر لږه یو ځل په تراویح لمونځ کې ختمېږي. د تراویح لمونځ شل (۲۰) رکعته دی. یاد لمونځ دوه-دوه رکعته ادا کېږي. له هرو څلور رکعتونو وروسته لږ استراحت کېږي، ورسته بیا څلور نور رکعتونه ادا کیږي کېږي. د رمضان په هره شپه شل رکعته تراویح ادا کول او یو ځل د قرآن کریم ختمول سنت دي.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version