لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (پنځه لسمه برخه)

د رمضان میاشت؛ برکتونه او فرصتونه
له رمضان څخه څنګه ډېره ګټه واخلو؟
۱. ایمان او امید
د دې لپاره چې  د رمضان له مبارکې میاشتې تر ټولو زیاته ګټه واخلو او زیات ثواب ترلاسه کړو، نو د روژې پر مهال د رسول الله ﷺ دې مبارک حدیث باندې باید عمل وکړو: رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «مَنْ صَامَ رَمَضَانَ إِيمَانًا وَاحْتِسَابًا غُفِرَ لَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِهِ»[[1]] «هر څوک چې په ایمانداری او د الله تعالی له لوري د اجر او ثواب په هیله د رمضان روژه نیسي، نو ټول پخواني ګناهونه به یې وبښل شي.»
په دې حدیث کې له «إِيمَانًا» څخه موخه دا ده چې روژه باید د زړه له اخلاصه او په دې اعتقاد سره ونیول شي چې واجب او فرض ده. او له «وَاحْتِسَابًا» څخه موخه دا ده چې روژه باید یوازې د الله تعالی د رضا، اجر او ثواب د ترلاسه کولو په نیت ونیول شي، ریا او ځان‌ښودنه باید پکې نه وي. مسلمان باید د رمضان میاشتې روژه د ایمان، یقین، او د الله له لوري د اجر او ثواب په نیت ونیسي، نه د عادت له مخې، یا د دې لپاره چې کورنۍ او شاوخوا خلک یې نیسي. هغه روژه چې له خالص نیت او معنوي هدف پرته ونیول شي، پر روح او وجود ځانګړی اغېز نه لري.
د رمضان میاشتې له پیله تر پایه باید یو مسلمان ځانګړی، خالص او الهي نیت ولري او له ځانه سره عهد وکړي چې: «اې الله! زه دا روژه یوازې ستا د رضا او ستا له امره د پیروي په موخه نیسم او له تا څخه د اجر او ثواب امید لرم.» یوازې په دې ډول انسان کولای شي د رمضان د مبارکې میاشتې له برکتونو او فیضونو څخه پوره ګټه واخلي.
روژه تي باید دا قدسي حدیث تل په خپل زړه او ذهن کې ژوندی وساتي، ترڅو وکولای شي د اجر تمه پیاوړې کړي او د رمضان له بې‌ساري فرصت څخه اعظمي استفاده وکړي.
الله تعالی په یوه قدسي حدیث کې فرمایلي دي: «الصَّوْمُ لِي وَأَنَا أَجْزِي بِهِ»[[2]] «روژه زما لپاره ده او زه په خپله د هغې بدله ورکوم.»
پورته حدیث د روژې عظمت او ارزښت په ډاګه کوي، ځکه الله تعالی له کوم حد او اندازې پرته ، د روژه‌نیونکي د اجر ورکولو ذمه اخيستې ده.
دا هم باید په یاد ولرو، چې کومه ‎روژه یوازې د عادت له مخې ونیول شي، ایمان او د ثواب نیت ورسره مل نه وي، نو نه یواځې دا چې د انسان په وجود کې هیڅ روحاني بدلون نه رامنځته کوي، د ګناهونو د بښنې سبب هم نه ګرځي. ځکه چې په حدیث کې راغلي دي، یوازې هغه روژه چې د ایمان او د الله تعالی له لوري د اجر او ثواب په اساس ونیول شي، پخواني ګناهونه مینځي.
په همدې اساس که غواړو چې د رمضان میاشتې له برکتونو څخه پوره ګټه واخلو، نو اړینه ده چې روژه د خالص نیت، قوي ایمان، او د الله تعالی د رضا او اجر په نیت ونیسو، نه د عادت له مخې، یا له نورو د تقلید په خاطر. یوازې په دې حالت کې رمضان د روح لپاره په پسرلي او الله تعالی ته د نږدې کېدو لپاره په غوره فرصت بدلیږي.
دوام لري…

 

[1] – صحیح بخاری، ش ۳۷،۱۸۷۵ و مسلم، ش ۱۲۶۸.

[2] – صحیح بخاری، ش ۱۷۶۱.

Leave A Reply

Exit mobile version