په رمضان میاشت کې د اسلافو او د امت د صالحانو وضعیت
راځئ چې په رمضان کې د اسلافو او د امت د صالحانو له حالت څخه خبر شو او ووینو چې هغوی دا له برکتو ډکه میاشت څه ډول تېروله او د رمضان له بېساري فرصت څخه یې څنګه ډېره ګټه اخیستله.
د امام شافعي رحمهالله په اړه په یوه روایت کې راغلي چې د رمضان په مبارکه میاشت کې یې خپل ټول وخت د قرآن کریم تلاوت ته ځانګړی کاوه او په دې میاشت کې یې ۶۰ ځله قرآن کریم ختماوه. دا په دې معنا ده چې هغه به هره ورځ دوه ځله د قرآن کریم ختم کاوه. دا د رمضان له فرصتونو څخه د اعظمي ګټې اخیستلو غوره بېلګه ده، که موږ هم هره ورځ یوه ځل قرآن کریم نه شو ختمولی، لږ تر لږه کولی شو چې څو برخې یې تلاوت کړو او له برکتونو یې برخمن شو.
امام ابن جوزي رحمهالله په رمضان میاشت کې د امام بخاري رحمهالله د حال په ستاینه کې لیکي چې د دې میاشتې په لومړۍ شپه به یې یاران او شاګردان له هغه سره راټولېدل. نوموړي به هغوی ته لمونځ ورکاوه، په هر رکعت کې به یې د قرآن شل آیتونه تلاوت کول، تر دې چې د شپې په اوږدو کې به یې قرآن ختماوه. دا طریقه په دې میاشت کې قرآن او عبادت ته د هغه د ځانګړي اهتمام ښودونکی دی.
له معاصرو علماوو څخه هم مولانا رشید احمد ګنګوهي رحمه الله مهمه بېلګه ده. هغه له ۷۰ کلنۍ په لوړ عمر کې رمضان په ډېر زیار او کوښښ تېراوه. د ماښام تر لمانځه وروسته یې د شپږو رکعتونو پرځای شل رکعته لمونځ ادا کاوه او په دې موده کې به یې د قرآن دوه برخې تلاوت کولې. رکوع او سجدې یې دومره اوږدې وې لکه هېر کړي یې چې وي او د ماخوستن تر لمانځه وړاندې یې د قرآن څو برخې هم تلاوت کولې. د تروایح تر لمانځه وروسته یې لږ دمه کوله او بیا کابو درې ساعته د تهجدو په لمانځه بوختېده. همداراز د ماسپښین تر مانځه وروسته به یې تر مازدیګره د قرآن کریم تلاوت کاوه.
دا روایتونه له رمضان میاشتې څخه په ګټه اخیستنه کې د اسلافو او صالحانو د راسخ قصد او ډېر زیار ښودونکي دي. هغوی په بشپړه توګه له دې زرین فرصت څخه ګټه اخیسته او په عبادت، د قرآن په تلاوت او تهجدو یې ځان الله تعالی ته نږدې کاوه.
راځئ موږ هم له دې بېلګو څخه درس واخلو او رمضان په عبادت او تقوا تېر کړو، چې له بېپایه برکتونو یې برخمن شو.