لیکوال: سید مصلح الدین

روژه او په اسلام کې یې مقام (لومړۍ برخه)

لنډیز
الله تعالی د خپل ربوبیت په غوښتنه د بشر د روزنې او د خپلې وړتیا کمال ته د هغه د رسولو لپاره یو لړ عبادات او اخلاقي دندې ټاکلي دي، چې انسان پر دې عباداتو د عمل او له دندو څخه د کار اخیستو تر سیوري لاندې هغه کمال ته ورسېږي چې د هغه لپاره پیدا شوی دی، د الله تعالی له نعمتونو څخه خپله برخه ترلاسه کړي؛ ځکه تر څو پورې چې انسان په اخلاقي رذایلو اخته وي او له بدو او ناروا کړنو سره لاس او ګرېوان وي، د هغه معنوي ځواکونه او روحاني قوتونه همغسې د استعداد په مرحله کې پاتې کېږي او د فعالیت ډګر ته نه شي ورتلی او ترڅو چې داسې ونه شي او وړتیاوې یې ونه غوړېږي او د معنا له حالت سره د تناسب نه لرلو له امله به ورته د دې خوندونو او نعمتونو درک کول شوني نه وي.
د رمضان مبارکه میاشت انسان ته د غنیمت په څېر فرصت برابروي، چې ګڼ عبادتونه د انساني مسؤلیت په توګه ترسره کړي او د باطن د روښانتیا په ترڅ کې د ځمکې نورانیت هم ډېر کړي. انسانان په دې مبارکو شپو او ورځو کې چې د ځمکې واټن کم حد ته رسېږي، داسې وزرې او بڼکې پیدا کوي چې تر ملایکو بره د پروردګار د سپېڅلي ذات حضور احساسوي. دا ټولې لاسته راوړنې باید د «روژې» او «ځان ساتلو» احسانمندې وګڼو، چې د رمضان میاشتې مهم عبادتونه دي.
یو غوره اسلامي حکم د «روژې نیول» دي، چې د لمانځه او نورو الهي احکامو په څېر د انسان په فردي او ټولنیزه وده او غوره‌والي کې ډېر اهمیت لري. اسلام د روژې نیول د انسان د بدن او روح د روغتیا سبب بولي، چې په مستقیمه توګه ورته د قرآن په آیاتونو او ډېرو اسلامي روایتونو کې اشاره شوې ده. نن سبا د روغتیا نړیوال سازمان هم معنویت د روغتیا یو مهم بُعد ګڼي او د اغېزو پر اهمیت یې تر پخوا زیات ټینګار کوي.
سریزه
روحي او رواني عوامل د بدن د بېلابېلو برخو لکه محافظوي سیستم، عصبي سیستم، انډوکراین سیستم او هاضمې سیستم ترڅنګ د انسان په روغتیا کې مهم رول ترسره کولی شي. قرآني آیاتونو، احادیثو او اسلامي کړنلارو ته په پامنیوي د اسلام په مبین دین کې د روغتیا په ځانګړي ارزښت او مقام پوهېدلی شو.
هماغسې چې اسلام د انسان د جسمي روغتیا په برخه کې سپارښتنې لري، د انسان د روحې روغتیا په برخه کې هم مهمې کړنلارې لري، چې سپېڅلي شارع یې پر ترسراوي ټينګار کړی او د عملي کولو په لاره کې یې ډېرې سپارښتنې کړي دي. د انسان بدن او روح ځانګړې اړتیاوې لري او له الهي لیدلوري د انسان اصلي لومړیتوب د هغه د روح تغذیه او د روغتیا ساتنه ده. څرنګه چې الله تعالی په خپل وروستي آسماني کتاب قرآن کریم کې د انسان د پیدایښت هدف عبادت او بندګي ښودلې ده. بندګي او عبادت هغه وخت کېږي چې د بدن روغتیا په تېره رواني روغتیا ترلاسه شي.
که قرآن کریم د انسانانو او پېریانو د پیدا کولو هدف عبادت بولي، نو بیا له شکه پرته چې د بندګانو روغتیا ته هم ځانګړی نظر او پام لري؛ ځکه د جسم او روح له پلوه سالم بدن سم عبادت کولی شي او په قرآن او احادیثو کې د الله تعالی ټول حلال او حرام، روحي او جسمي ښېګڼې او بدګڼې لري او مثبتې او منفي پایلې ښندي. د اسلام مبارک دین د روغتیا او سلامتۍ مسایلو ته ځانګړی اهمیت ورکړی دی او انسانان دې ته وربولي چې عمل ورباندې وکړي. دا هم ښکاره خبره ده، چې د بندګۍ هغه احکام د اسلام له لوري صادر شوي دي، چې زیاتره یې د انسان جسم او په تېره بیا روح ته ګټور دي او په دې توګه د انسانانو رواني روغتیا تامینوي.
روژه له هغو عباداتو څخه ده، چې په پخوانیو شریعتونو کې هم دود وه. له پېشلمي سره د روژې نیولو ښوونې بدن په تېره روح ته رسېدنه له ځانه سره لري او د انسانانو زیاتره ستونزې چې د ناسمو عادتونو له امله رامنځته شوې دي، رغوي او لمنځه یې وړي.
مفهوم پېژندنه
1. د روژې کلمه په اصل کې له یوه کار څخه ډډه کول دي، هغه که خوراک وي، که خبرې وي او که په لاره تلل وي، نو ځکه، «صائم» هغه اس دی چې له تلو او وښو خوړلو څخه منع کېږي.
2. د صوم اصل له مطلق فعل څخه ډډه کول دي، که هغه خوراک وي، که خبرې وي او که تلل وي. اسلامي صوم له خوړو او هغو شیانو څخه خاصه ځان ساتنه ده چې د فقهې په کتابونو کې ذکر شوي دي.
د «صوم» کلمه یعنې روژه په لغت کې له عمل څخه د ځان ساتنې په معنا ده. د بېلګې په توګه له خوراک، څښاک او … څخه. له همدې امله د «صمت» یا چپتیا کلمې ته هم صوم وايي؛ ځکه هغه هم له خبرو کولو څخه ډډه کول دي. همداراز، یې ویلي دي، هر هغه شی چې له حرکته پاتې شي، هغه ته صوم وايي او «صامت الریح» له حرکت څخه د باد ایسارول دي. له همدې امله، صوم په لغت کې د ډډې کولو، پرهېز او ځان ساتنې په معنا ده.
روژه
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِب عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ «اې هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو روژه فرض شوې ده، لكه فرض شوې چې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې متقیان شئ».
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version