په یوه نوي څېړنه کې، د امریکایي ډاکترانو او محققینو یوې ډلېټینګار کړی دی چې د روژې نیول د بدن د ترلاسه کېدونکې کالورۍ له کمښت سره مرسته کوي، دا چاره د سرطاني حجرو د وېش د سرعت د کموالي لامل کېږي او د بېلابېلو سرطانونو لکه د پوستکي سرطان، د تیونو سرطان، د پروستات سرطان، د کولمو سرطان او د هغه په نورو ډولونو د اخته کېدو خطر کموي.
هـ: د وزن د زیاتوالي او چاغښت درملنه
د روژې نیول په جدي توګه له چاغو او ډېر وزن لرونکو کسانو سره مرسته کوي چې په تدریج او اسانۍ خپل اضافي وزن راکم کړي، د روژې نیولو د دورې په اوږدوالي کې د مصرفي خوړو کچه کمېږي او په پایله کې په بدن کې د راټولو شویو شحمیاتو اندازه هم کمېږي. پر دې سربېره ځیګر د روژې نیولو په دوره کې په بدن کې زېرمه شوي ګلوکوز او شحمیات مصرفوي او په انرژي یې بدلوي، چې د بدن د حیاتي فعالیتونو لپاره د انرژۍ کمښت جبران شي. همداراز د بدن په انساجو کې د اوبو ډېره اندازه مصرفېږي، چې دا چاره په عملي توګه د وزن په کمښت کې اغېز لري.
و: د جنسي کمزورۍ درملنه
د روژۍ نیول د جنسي کمزورۍ د درملنې یوه اغېزناکه حللاره بلل کېږي. د قرآن او سنت د علمي اعجاز هیأت په اینټرنټي مرکز کې د خپرو شویو مطالعاتو پر بنسټ، پرلپسې لس ورځې روژه نیول د جنسي هومورنونو د ترشح د پام وړ کمښت لامل کېږي، د هغو په پیروۍ د شخص جنسي لېوالتیا کمېږي او په لنډمهاله توګه یې جنسي ځواکونه کمزوري کېږي، په دې حال، دا جنسي کمزوري لنډمهالې ده او له طبیعي خوراک څو ورځې وروسته له ځنډ پرته جنسي هورمونونه له روژې نیولو د پخوا په پرتله لوړې کچې ته رسېږي او دا حالت د حمل پر اوسط منفي اغېز نه لري او هغه نه کمزوری کوي.
همداراز څېړنو ښودلې ده چې د روژې نیول د جنسي غدو فعالیت پیاوړی کوي او اغېزناکتوب یې په پام وړ اندازه زیاتوي. ثابته شوې ده چې د روژې نیول د بوزې په پرتله لس برابره د نارینهوو د سپرمونو د شمېر د ډېرښت او جنسي ځواک د پیاوړتیا لامل کېږي. دا چاره له ډېرو حمل نه اخیستو او جنسي کمزورۍ سره مرسته کوي. همداراز د روژې اهمیت د ښځو د هورمونونو د ترشح په ډېرښت او د هګۍ اچولو د بهیر په رغولو کې هم ثابت شوی دی. دا موضوع په ښځو کې د شنډوالي له ډېرو مواردو سره د پام وړ مرسته کوي.
ز: د روژې په وسیله د نورو ناروغیو درملنه
له دې ناروغیو پرته، د طبیبانو او پوهانو د راپورونو او څېړنو پر اساس روژه د ځينو ناروغیو لکه تنفسي ناروغیو، د پوستکي ناروغیو، د وینې د دوران په سیستم پورې اړوندو ناروغیو (د شریانونو کلکېدل، شکر، د وینې لوړ فشار او کلسټرول)، د سترګو ناروغیو او همداراز له بدن څخه د زهري موادو د دفع کولو لپاره د اغېزناکې درملنې په توګه عمل کوي.
پر دې ټولو سربېره د روژې نیول باید یوازې د جسمي او بدني ناروغیو حللاره ونه ګڼو، بلکې په کار ده چې له متخصصو ډاکټرانو سره هم مشوره وشي، د روژې نیول د ځینو ناروغیو په درملنه کې اغېز لرلی شي او په ځینو حالاتو کې یې حتا له بشپړې درملنې سره مرسته کوي.