ليکوال: مهاجر عزيزي

شیبې له روژې سره (پنځمه برخه)

 

د رمضان مياشتې برکتونه او فرصتونه
د رمضان میاشتې د روژې حکمت او فلسفه
روژه لوی حکمتونه او فلسفه لري چې ځينې يې لاندې بیانو:
الف: روژه، د تقوا د لاسته راوړلو وسيله 
د روژې يوه له بنسټيزو موخو او غوره حکمتونو څخه د تقوا لاسته راړل او په ايمان د يقين بشپړ کیدل دي. کله چې انسان د الله تعالی د رضا او د هغه له عذاب څخه د وېرې له امله له حلالو او جايزو شيانو څخه لاس اخلي، نو مالومه خبره ده چې له حرامو څخه به هم ځان لرې ساتي، له همدې امله روژه د تقوا لامل کېږي، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: “يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ”؛ «ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی دی! روژه پر تاسو فرض شوې ده، لکه څنګه چې له  تاسو نه مخکې امتونو باندې واجب شوې وه، ترڅو تاسو پرهېزګاره شئ.»
علامه قرطبي رحمه‌الله د دې آيت په تفسير کې د روژې د حکمت او په تقوا باندې د هغې د اغېز په اړه وايي: «ځينو ويلي دي: «تَتَّقُونَ» (پرهېزګاره شئ)، ځينو ويلي دي: د دې مانا دا ده چې کمزوري شئ؛ ځکه هر څومره چې خوراک کم شي، همغومره شهوت کمزوری کېږي او هر څومره چې شهوت کمزوری شي، په همغه اندازه ګناهونه کمیږي [او په دې توګه انسان تقوا ته رسېږي]. دا يوه ښه استعاره او تفسير دی او ځينو ويلي دي: «لتتقوا المعاصي» يعنې ترڅو له ګناهونو څخه خوندي پاتې شئ، او ويل شوي چې دا عبارت عموميت لري؛ ځکه رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمايلي دي: «الصِّيَامُ جُنَّةٌ وَوِجَاءٌ» (روژه سپر او د شهوت د کنټرول وسيله ده) او دا پخپله د تقوا سبب دی، ځکه روژه شهوات کمزوري او خاموشه کوي.»
علامه محمد رشيد رضا رحمه‌الله هم د دې آيت په تفسير کې ليکي: «لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ» دا د روژې د وجوب لپاره يو علت دی چې د هغې ستره ګټه او حکمت بيانوي. روژه د الهی تقوا لپاره د روژه‌تي نفس اماده کوي؛ ځکه انسان د مباحو او روا خوندونو په پرېښودلو سره، چې په اسانۍ سره په لاس ورځي، د الله تعالی د اطاعت په نيت خپله اراده روزي او د ځان د کنټرولولو ځواک ترلاسه کوي. دا کار روژه تي ته ددې وړتیا وربښي چې له حرامو څخه ځان وساتي او په خپلو عباداتو او نيکو اعمالو ټینګ پاتې شي.»
پخوانيو اديانو او مذاهبو، لکه بت‌پرستانو او اهل کتابو، روژه د الهی غضب د ارامولو يا د خدایانو د مرستې د جلبولو يوه وسيله ګڼله. هغوی فکر کاوه چې د بدن تعذيب او د شهواتو له منځه وړل د الله تعالی د رضا د ترلاسه کولو لاره ده، خو اسلام روژه د روزنې، تزکيې، تقوا او د سعادت د لاسته راوړلو لپاره ټاکلې ده.
علامه محمد رشيد د بت‌پرستانو د باطلې عقيدې په اړه د خپل شيخ له قوله لیکي چې: بت‌پرستانو ددې له امله روژه نيوله چې د خدایانو غضب ارام کړي رضا یې جلب کړي،  چارو کې مرسته ورسره وکړي او خپلو  موخو ته یې ورسوي. هغوی باور درلود چې د خدایانو خوشالول او ورته نږدې کېدل نفس ته د غذاب د رسولو او د جسمي غوښتنو د له منځه وړلو له لارې ترلاسه کېږي. دا باور د اهل کتابو ترمنځ هم رواج پیدا کړ، خو کله چې اسلام راغی نو موږ ته يې را وښوول چې روژه او دې ته ورته عبادات يوازې د تقوا له لارې سعادت ته د رسیدو لپاره واجب شوې ده. الله تعالی زموږ او زموږ له اعمالو څخه بې‌نيازه دی او روژه يې يوازې زموږ د خپلې ګټې لپاره مقرره کړې ده.
روژه په انسان کې د ګناهونو د ترسره کولو انګیزه کمزورې کوي، شهوت چې د ډېرو ګناهونو سرچينه ده، له منځه وړي او مادي لذتونه بې‌ارزښته کوي. روژه همدارنګه د انسان په وجود کې د الله تعالی وېره او خشيت پياوړی کوي؛ ځکه چې له پروردګار پرته بل هیڅوګ د روژه‌دار له حال څخه خبر نه دی. دا د روژې يوه له سترو معنوي او روحي ګټو څخه ده.
ب: روژه، د نفس د مهارولو او د شهوت د کنټرول عامل 
د روژې د تشريع دويم حکمت او موخه د نفس مهارول او د شهوت او نفساني غوښتنو کنټرول دی. کله چې خېټه له خوړو او اوبو ډکه وي، نو نفس شهوت‌پرستۍ ته مخه کوي؛ خو کله چې وږی پاتې شي، نو له نفساني غوښتنو څخه ځان ساتي.
له همدې امله، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هغو ځوانانو ته چې د واده توان نه لري، د روژې د نيولو سپارښتنه کړې ده؛ ځکه روژه شهوت کنټرولوي او انسان له ګناه څخه ساتي: «ای ځوانانو! له تاسو څخه هر څوک چې د واده کولو توان لري، واده دې وکړي؛ ځکه دا کار سترګې نورې هم پټوي او عفت په بهتره توګه ساتي، او څوک چې توان نه لري، نو روژه دې ونيسي؛ ځکه روژه د هغه لپاره د شهوت د کنټرول يوه وسيله ده.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version