لیکوال: مهاجر عزیزي

شیبې له روژې سره (څلورمه برخه)

د رمضان میاشتې دې روژې تعریف، فلسفه او حکمت
د رمضان میاشت ژوره فلسفه لري، چې له دیني، اخلاقي او ټولنیز پلوه ځانګړی اهمیت لري. دا میاشت نه یوازې دا چې د عبادت یوه بڼه ده، بلکې ګڼ شمېر مقاصد او حکمتونه هم لري. له شک پرته، د الله تعالی له لوري د هر حکم تشریع ځانګړې موخې او فلسفه لري. په دې برخه کې کې د روژې تعریف، مقاصد او حکمتونه څېړو.
  • د روژې تعریف
الف: د روژې لغوي مانا
روژه (صوم او صیام) له لغوي پلوه د ځان ساتلو او امساک مانا په مانا ده[1]. کله چې ویل کېږي “صام النهار”، یعني لمر حرکت پرېښود.
الله تعالی د حضرت مریم علیهاالسلام په اړه فرمایي:
“إِنِّي نَذَرْتُ لِلرَّحْمَنِ صَوْمًا”[2] دلته روژه د سکوت او له خبرو کولو څخه د ځان د ساتلو په مانا ده، او راتلونکی آیت یې تفسیر وړاندې کوي: “فَلَنْ أُكَلِّمَ الْيَوْمَ إِنسِيًّا) “[3]نو نن به له هېڅ انسان سره خبرې ونه کړم.)[4]
ب: په شرعي اصطلاح کې د روژې تعریف:
د روژې د اصطلاحي تعریف په اړه د علماوو او ژبپوهانو له لوري بېلابېل تعریفونه وړاندې شوي، چې لاندې یادونه ترې کوو:
ځینو ویلي دي: «روژه یو ځانګړی امساک (ځان ساتنه) ده؛ یانې د نیت له مخې له سهار څخه تر ماښام پورې له خوراک، څښاک او جماع څخه ځان ساتل.»[5]
ځینو نورو ویلي دي: «روژه له ځانګړو چارو څخه د ځانګړي وخت لپاره ځان ساتل دي[6]
یوې بلې ډلې بیا داسې تعریف وړاندې کړی دی: «روژه له هغې ځانګړې ځان‌ساتنې څخه عبارت ده چې د ځانګړي وخت لپاره، په ځانګړې ډول ځان ترسره کیږي.»[7]
جامع تعریف: «روژه هغه عبادت دی چې یو ځانګړی شخص، له ټاکلو شرایطو سره سم د دوهم فجر له طلوع څخه تر لمر لوېدو پورې، د عبادت او الله (ج) ته د نږدېوالي په نیت، له خوړلو، څښلو او نورو مفطراتو څخه ډډه کوي.»[8]
  1. د رمضان د میاشتې د روژې حکمت او فلسفه
روژه یوازې د لوږې او تندې زغمل نه دي؛ بلکې د روژې فرضیت ځانګړي مقاصد او حکمتونه لري. الله تعالی د خپل رحمت، احسان او د بندګانو د ساتنې له مخې روژه فرض کړې، ترڅو هغوی وازمويي او د بدني، روحي، اخلاقي او ټولنیزې روزنې زمینه ورته برابره کړي.
امام ابن قیم رحمه‌الله د روژې او د رمضان د میاشتې د مقاصدو او حکمتونو په اړه ژورې او هر اړخیزې څرګندونې کړې دي، او فرمایي: “د روژې مقصد دا دی چې نفس له شهواتو منع شي، له اعتیاد واوړي، او د شهواني ځواک اعتدال ومومي، ترڅو د داسې څه غوښتنې ته چمتو شي چې د حقیقي نېکمرغۍ او نعمت سبب ګرځي، او هغه څه ومني چې د ده د ابدي پاکۍ او ژوندي پاتې کېدو لامل کېږي. لوږه، تنده او د شهوت شدت او طغیان له منځه یوسي، انسان ته د بېوزلو او محتاجانو حال ورپه یاد کړي، د خوراک او څښاک د بندېدو له امله د شیطان د وسوسو لارې نورې هم تنګې کړي، د بدن غړي د طبیعت له آزادانه تمایلاتو راوګرځوي، هغه تمایلات چې د دنیا او آخرت په زیان تمامېږي، او د بدن هر غړی ارام کړي او له سرکشۍ څخه وساتي او کنټرول یې کړي. روژه د متقیانو مهار، د مجاهدینو سپر، او د نېکانو او مقربانو لپاره یو غوره ریاضت دی.”
روژه د ټولو عباداتو له منځه خاص د الله تعالی لپاره ترسره کیږي. ځکه روژه‌تي یوازې د خپل معبود لپاره له شهواتو، خوراک او څښاک څخه ځان منع کوي. له خپلو  نفساني غوښتنو او لذتونو تیریږي او د الله تعالی محبت او رضا غوره وبولي. دا پروردګار او بنده تر منځ یو پټ راز دی، او له الله تعالی پرته بل هېڅوک نه پرې پوهېږي.
بندگان شاید یواځې د روژه‌تي د ظاهري مفطراتو له پرېښودو څه خبر شي؛ خو دا چې هغه د خپل معبود د رضا لپاره له خوراک، څښاک او شهواتو ځان منع کوي، داسې یوه مسأله ده چې هېڅ انسان پرې نه پوهېږي. دا د روژې اصلي حقیقت دی.
روژه د بدن د ظاهري غړو او دروني قواوو په ساتنې باندې حیرانوونکی اثر لري، او بدن له هغو موادو څخه خوندي ساتي چې د فاسدېدو لامل یې ګرځي. همدارنګه، روژه هغه ناسم او مضر مواد له بدن څخه دفع کوي چې د روغتیا مخه نیسي. نو روژه د زړه او بدن د غړو روغتیا ساتي او هغه څه بېرته ورته را ګرځوي چې شهواتو ترې تښتولي وي. له همدې امله، روژه د تقوا د ترلاسه کولو تر ټولو لویه وسیله ده.
لکه څنګه چې الله تعالی فرمایي:
“يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ [9]” (اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! پر تاسو باندې روژه فرض كړى شوې ده لكه چې فرض كړى شوې وه پر هغو كسانو چې له تاسو نه مخكې وو، د دې لپاره چې تاسو متقیان شئ.)
او رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: “روژه سپر/ډال ده”، او هغه چاته یې چې د واده وس نه لري او شهوت پرې غالبه کړې وي، امر کړی چې روژه ونیسي، او روژه یې د شهوت د کنټرول وسیله وګڼله.
موخه دا ده چې د روژې ګټې او حکمتونه د سالمو عقلونو او پاکو فطرتونو لپاره ښکاره دي، نو الله تعالی د خپل رحمت، احسان او د بندګانو د ساتنې په موخه روژه فرضع کړې او دا یې د دوی لپاره یو ډال ګرځولې ده.[10]
ادامه لري…

[1] لسان العرب، ج ۱۲، مخ ۳۵۰.

[2] مریم: ۲۶.

[3] مریم: ۲۶.

[4] الصیام فی الاسلام فی ضوء الکتاب والسنة، مخ ۶.

[5] التعریفات للجرجانی، مخ ۱۷۷.

[6] المغنی لابن قدامه، ج ۴، مخ ۳۲۳.

[7] الإنصاف فی معرفة الراجح من الخلاف، ج ۷، مخ ۳۲۳.

[8] الشرح الممتع، ج ۶، مخ ۳۱۰.

[9] بقره: ۱۸۳.

[10] زاد المعاد، ج ۲، مخ ۲۸-۳۰.

Leave A Reply

Exit mobile version