د رمضان مبارکه میاشت د کال له غوره او د برکتونو ډکو میاشتو څخه ده، چې په دې میاشت کې د بندګانو پر مخ د خدای جل جلاله د رحمت او بخښنې دروازې پرانیستل کېږي. دا میاشت په اسلامي دین کې لوړ مقام لري، او په اړه یې بېشمېره فضایل بیان شوي دي. لاندې د دې میاشتې ځینې مهم فضایل ذکر شوي دي:
۱. د قرآن کریم د نازلېدو میاشت
د رمضان له سترو فضیلتونو څخه یو دا دی، چې په دې مبارکه میاشت کې قرآن کریم نازل شوی. قرآن کریم، چې د هدایت او رحمت کتاب دی، د نازلېدو له برکته یې د رمضان میاشت ځانګړې او بختوره کړې ده.
الله متعال فرمایي: «شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَىٰ وَالْفُرْقَانِ» «د رمضان میاشت هغه ده، چې په هغې كې قرآن نازل شوی، چې د خلکو لپاره هدایت دی، او د هدایت او د فرقان (حق او باطل بېلوونكي) ښکاره دلیلونه لري.» [البقره: ۱۸۵]
۲. د نورو آسماني کتابونو نازلېدل
د رمضان فضیلت یوازې د قرآن د نازلېدو پورې محدود نه دی، بلکې نور آسماني کتابونه هم په همدې میاشت کې نازل شوي دي.
علامه محمد عمر سربازي رحمهالله فرمایي: «د رمضان میاشتې فضیلت یوازې د قرآن د نازلېدو له امله نه دی؛ بلکې نور آسماني کتابونه هم په همدې میاشت کې پر پیغمبرانو نازل شوي دي.»
په مسند احمد او معجم طبراني کې له رسول اکرم ﷺ څخه روایت دی: «د ابراهیم علیهالسلام صحیفې د رمضان په لومړۍ شپه، تورات د رمضان په شپږمه، انجیل د رمضان په دیارلسمه، زبور د رمضان په اتلسمه، او قرآن کریم د رمضان په څلورویشتمه نازل شوی دی.» [تفسیر تبیین الفرقان: ۴/۸۹]