لیکوال: مولانا عبدالرحمن معتصمي

الحــــــــــــــاد او په وړاندې یې د مبارزې لارې (یوولسمه برخه)

د الحاد نظریه په اسلامي هېوادونو کې د اروپايي استعمار له پیل سره له کلکو ننګونو سره مخ شوه، ډېری د منځني ختیځ د چارو پوهان او مؤرخین په دې باور دي، چې په اسلامي نړۍ کې د الحاد ستونزمن او له ننګونو سره مخ پرمختګ اساسي لاملونه په لاندې ډول دي:
  1. په عربي او په عمومي ډول په اسلامي نړۍ کې د پوهانو د شمېر کموالی او د زده کړو ټېټه کچه.
  2. د شرقي ټولني ټولنیز ماهیت، د اروپايي ټولنې برعکس چې هلته فردیت حاکم دی. شرقي سړی له خپلې ټولنې سره تړلی دی او په هرې پرېکړې کې باید له خپلو ګتو وړاندې د خپل چاپیریال د افرادو ګټې په نظر کې ونیسي. د غربي فرد شخصي علاقه او یا باور دا وړتیا لري، چې خپل الحاد د یوې فردي پرېکړې په ډول اعلان کړي خو برعکس شرقي کس د الحاد په اعلان سره، لومړی د تر ټولو خواخوږ فرد له لوري منزوي کیږي.
  3. په شرقي ټولنو کې د الحادي او سیکولري تفکر د ناکامۍ بل لامل د اسلامي تجدید د خوځښتونو پنځېدل و، چې مشران یې له پېړیو انحطاط وروسته بیا ځلې د اسلام د روح د بیا ژوندي کېدو په هڅې کې وه. په دې برخه کې جمال الدین افغاني (1838 ـ 1887)، په مصر کې محمد عبده (1849 ـ 1905) او په هند کې محمد اقبال (1877 ـ1938) را څرګند شول[1].
د لومړي دلیل په اړه، چې په اسلامي نړۍ کې د زده کړو کچه ټېټه بلل شوې، باید وویل شي، د دې ګټه دا ده، چې په غربي سبک پوهه او زده کړې چې له دیني پوهې څخه جلا او په سیکولارېستي روحیه، له ناسم لرلید او له دین سره د دښمنۍ په فضاء کې ورکول کیږي او پایله یې الحاد او بې دیني وي، په اسلامي نړۍ کې کمزورې او لږ دي او دا په اسلامي نړۍ کې د الحاد د پراختیا په وړاندې خنډ ګرځېدلی، داسې نه ده چې د اسلام دین له جهل او خرافاتو سره مشترکات لري او که چېرته علم او پوهه زیاتیږي نو لمن به یې ټوله شي او خلک به الحاد ته مخه کړي.کنه داسې یو دین چې پیل یې په لوستلو باندې له امر څخه کیږي، علم او لوستل الهي نعمتونه ګڼي او د علم او حکمت له لوړ مقام څخه خبرې کوي او په ځلونو په بېلابېلو ځایونو کې قران کریم په تدبر، تفکر او تعقل باندې امر کوي، نو څنګه امکان لري چې د داسې یو دین پاېښت دې د جهل او بې سوادۍ په پاېښت او د علم په نه پراختیا پورې تړلی وي.
د پورته یادو شو درېو لاملونو ترڅنګ دوه نور سببونه هم د الحاد د پراختیا په وړاندې د ټینګو دیوالونو په حیث شمېرل کیږي.
اول: د اسلام او  تحریف شوي مسیحیت ترمنځ توپیر، چې په هغه کې خرافات ځای شوې و او له علم سره یې د مخالفت او د پوهانو د محاکمې او اعدام  جنډۍ یې پورته کړې وه او د دین تر نامه لاندې یې ستر جنایتونه او ظلمونه ترسره کړل، داسې څه په اسلام کې نه دي ترسره شوي.
دوهم: په جوماتونو او مدرسو کې دیني تربیه او زده کړې او د علماء او مبلغینو اصلاحي کړنې او دعوت د الحاد د پراختیا د څپو په وړاندې بل خنډ ګرځېدلی دی.
د یادو شوو مواردو په اساس دا یو څرګند حقیقت دی، چې په اسلامي ټولنو کې د الحاد پراختیا الحمدلله له سختو خنډونو سره مخ ده او ملحدان په خپلو الحادي برنامو او طرحو کې له څنګه چې دوی غوښتل په هغه ډول بریالي نه شول، خو سره له دې په اسلامي ټولنو کې د ځینو ملحدینو او مرتدینو له شتون څخه انکار نشي کېدای، که څه هم هغوی له وېرې خپل ځان نشي ښکاره کولای، البته  دا چې د ټولنیزو شبکو له لارې په مستعار نوم خپل الحاد او کفر څرګند کړي.
همداشان د پام وړ شمېر نسبي ملحدو روښانفکرانو له شتون څخه سترګې نشې پټېدای، چې ځان اسلام ته هم منسوبوي او د عباداتو التزام هم پکې لیدل کیږي، خو د سیاست، اقتصاد، ښځو، د اسلام د جزايي احکامو او ورته نورو برخو په اړه شکونه لري او په فکري ړوندوالي اخته دي او په اوسني عصر کې دې برخو  ته د مسلمانانو التزام اړین نه ګڼي.
نو ښه ده، چې په اسلامي نړۍ کې د الحاد د سببونو او لاملونو په اړه لنډه تبصره وشي.
ادامه لري…

[1] عربي پوهنغونډ/ ویکیپیډیا

Leave A Reply

Exit mobile version