لیکوال: ډاکټر فضل احمد احمدي

فاشیزم د سیاسي تفکر په بڼه (اوومه برخه)

۳. فاشیزم او بدلونونه
د فاشیستي فکر په جوړښت او باورونو کې، د مشرتابه د لاسته راوړلو لپاره هڅه، د نړیوال تسلط په لټه کې ده. د ملي تحلیل له مخې، د مشرتابه ترلاسه کول د غوره ملت لپاره یو منطقي امر ګڼل کېږي، چې د امپریالیزم پدیدې ته لاره هواروي. د ملتونو ترمنځ هم یو غوره ملت شتون لري، چې پر نورو ملتونو باندې د حاکمیت مستحق دی. آلماني فاشیزم، د ملیونونو خلکو په وژلو سره، د آلماني نسل د غوره والي مفکوره، د نړیوال تسلط خوندي کول، او د نړیوال حکومت جوړولو ته لاره هواروله. د دې ایډیالوژۍ له نظره، مارکسیزم، لوېدیځه ملتپالنه، کمونیستان او یهودیان د دوی دښمنان ګڼل کېدل. نو، د فاشیستي تعبیر له مخې، انسانان په لومړي ګام کې یو ملت، نژاد یا قوم دي. له همدې امله، هیڅ کُلي يا انتزاعي انسان شتون نه لري، بلکه جرمني، فرانسوي، ایټالیوي او نور انسانان شتون لري. د فکر په دې چوکاټ کې، دموکراتیک ملتپالنه، چې د مساواتو، آزادۍ او مساوي حقونو پر بنسټ ولاړه ده، رد شوې، او د نژادي، جنسیتي او کلتوري نابرابرۍ اصل د انسانانو اړیکې تنظیموي.
په بل عبارت، د فاشیزم دوه اصلي څرګندونې په ایټالیا کې د ۱۹۲۲ تر ۱۹۴۵ کلونو د موسولیني فاشیستي دیکتاتورۍ او په جرمني کې د ۱۹۳۳ تر ۱۹۴۵ کلونو د هټلر نازي دیکتاتورۍ په بڼه وو. د شلمې پېړۍ په وروستیو کلونو کې، د نوي فاشیزم او نوي نازیزم بڼې، د کمونیزم له ړنګېدو وروسته، چې د اقتصادي بحران او سیاسي بې‌ثباتۍ څخه ګټه پورته کوي، بیا راڅرګندې شوې.
د دې مفکورې اساس عقلي نه، بلکې پر ډله‌ییزو احساساتو، غیرمنطقي هویت او د نورو پر وړاندې د دښمنۍ پر بنسټ ولاړ دی. همدارنګه، د فاشیزم په سیاسي فلسفه کې د یو ځانګړي ملت او خلکو، او د یو سیاسي واک په توګه، د یو ایډیال تېر مهال او ورک شوي یووالي هیله مهمه ده. البته، فاشیستان هم مذهبي تړاوونه کاروي او پیغمبرانو ته نژادي رول ورکوي. د چیمبرلین په وینا، حضرت عیسی علیه السلام یو آریایي پیغمبر و، او دا تړاو د مسیح علیه السلام د ځانګړتیاوو لکه مینه، شفقت او عزت لخوا ثابتېږي، چې د آریایي نسل رواني ځانګړتیاوې ګڼل شوې دي.
په دویمه نړیواله جګړه کې د فاشیزم ایډیالوژي او غورځنګ، اروپايي ملتپالنه ننګوله؛ خو بالاخره، په ایټالیا کې د موسولیني او په جرمني کې د هټلر د استبدادي رژیمونو له ړنګېدو سره، د اروپایي ملتپالنې لپاره د دې ایډیالوژۍ وېره کمه شوه. د افراطي غورځنګ په راڅرګندېدو سره، یو نوی اروپايي فاشیزم د څرګندېدو په حال کې دی، چې کولی شي په اروپا کې د ملتپالنې راتلونکې له ګواښ سره مخ کړي.
په ډېرو لارو، فاشیزم د هغو نظرونو او ارزښتونو پر وړاندې بغاوت و، چې د فرانسې له انقلاب راهیسې یې د لوېدیځ پر سیاسي فکر واکمن وو. د ایټالیا په فاشیستي شعار کې ویل کېږي: «۱۷۸۹ مړ شو.» له همدې امله، د عقلانیت، پرمختګ، آزادۍ او مساوات په څېر ارزښتونه، په فاشیزم کې، په مبارزه، مشرتابه، ځواک، اتلولۍ او جنګیالي بدل شول. په دې معنی، فاشیزم “د تضاد ځانګړتیا” لري، یعني په عمده توګه د هغو شیانو له مخې تعریفېږي، چې د هغه سره مخالفت لري. فاشیزم د سرمایه‌دارۍ ضد، د لیبرالیزم ضد، د فردپالنې ضد، د کمونیزم ضد، او د ورته نورو افکارو ضد یو غورځنګ دی.
په هرصورت، د ملي اجتماع یو تجسم، چې په ارګانیک ډول یووالی لري، د فاشیزم اصلي جوړښت جوړوي. دا جوړښت د “یووالي له لارې ځواکمنتیا” لخوا څرګندېږي. فرد، په لفظي معنی، هیڅ نه دی؛ د فرد هویت په بشپړه توګه د ټولنې یا ټولنیزې ډلې هویت کې جذب شوی دی. د فاشیزم ایډیال د “نوي انسان” ایډیال دی؛ هغه اتل، چې دنده، عزت او قرباني یې هڅونه ده، او د خپل ملت یا نژاد د ویاړ او د ستر مشر د اطاعت لپاره، خپل ژوند قرباني کولو ته چمتو وي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version