لیکوال: شکران احمدي

حضرت علي کرم الله وجهه (شپاړسمه برخه)

 

د شخړو او اختلافاتو پیل
ابن کثیر رحمه الله وایي: «کله چې له علي رضی الله عنه سره بیعت بشپړ شو، طلحه، زبیر او د صحابه کرامو نور مشران (رضی الله عنهم) ورغلل او ترې یې وغوښتل چې حدود نافذ کړي او د عثمان رضی الله عنه د وینې قصاص واخلي. علي رضی الله عنه عذر وړاندې کړ او ویې ویل چې قاتلان قوي ملاتړي لري او دا کار اوسمهال ممکن نه دی.»
ابن سعد په خپل کتاب الطبقات الکبری کې د هغو صحابه کرامو (رضی الله عنهم) نومونه ذکر کړي، چې له علي رضی الله عنه سره یې بیعت کړی و. هغه لیکي: «طلحه او زبیر (رضی الله عنهما) مکې ته ولاړل، هلته عایشه رضی الله عنها هم وه، چې د حج لپاره تللې وه. بیا دوی درې واړه د عثمان رضی الله عنه د وینې د قصاص لپاره بصرې ته روان شول. دا خبر علي رضی الله عنه ته ورسېد، هغه هم له مدینې عراق ته ولاړ. په پیل کې یې سهل بن حنیف خپل ځایناستی وټاکه، خو بیا یې هغه ته لیک واستاوه چې له ده سره یوځای شي، او د مدینې لپاره یې ابو الحسن المزني خپل ځایناستی وټاکه.»
حضرت علي رضی الله عنه د ذوقار په سیمه کې خیمه ولګوله، عمار بن یاسر او حسن بن علي (رضی الله عنهما) یې کوفې ته واستول، ترڅو خلک له دوی سره ملګرتیا ته وهڅوي. د کوفې خلکو مثبت ځواب ورکړ او له هغوی سره یوځای شول. وروسته، علي رضی الله عنه بصرې ته ولاړ او هلته د طلحه، زبیر او عایشه (رضی الله عنهم) له لښکر سره د جمل د جګړې پر مهال، چې د ۳۶ هجري کال د جمادي الآخرې په میاشت کې وشوه، مخامخ شو. په دې جګړه کې هغه بریالی شو، او روایتونه وايي چې شاوخوا دیارلس زره کسان ووژل شول.
حضرت علي رضی الله عنه په بصره کې پنځلس شپې پاتې شو، بیا کوفې ته راستون شو.
د تاریخي پېښو څېړنه
د تاریخي شواهدو له مخې، د جمل جګړه سبایانو رامنځته کړې وه. شیخ محمد خضري بک په خپل کتاب تاریخ الأمم الإسلامیة کې لیکي: «کله چې قاتلانو ولیدل چې حالات د سولې پر لور روان دي، دوی خطر احساس کړ. نو د شپې له تیارې یې ګټه واخیسته او د بصرې د خلکو (طلحه او زبیر رضی الله عنهما) پر خیمو یې برید وکړ.»
طلحه او زبیر (رضی الله عنهما) وپوښتل: «څه پېښ شول؟» هغوی ورته وویل: «د کوفې خلکو (د علي رضی الله عنه لښکر) پر موږ برید وکړ.» دوی وویل: «موږ پوهېدو چې علي رضی الله عنه به له جګړې او وینې تویولو پرته، زموږ سره سوله ونکړي.»
بل پلو، کله چې حضرت علي رضی الله عنه شور واورېد، پوښتنه یې وکړه: «څه پېښ شوي؟» سبایانو له ده سره یو نږدې کس ټاکلی و، ترڅو هغه ته مطلوب معلومات ورسوي. کله چې علي رضی الله عنه د پېښې په اړه وپوښتل، همغه کس ځواب ورکړ: «د مخالفانو یوې ډلې پر موږ برید وکړ، خو موږ یې شړلي دي.»
علي رضی الله عنه وویل: «زه پوهېدم چې طلحه او زبیر (رضی الله عنهما) به تر وینې تویولو بېرته ستانه نشي.»
علامه ابن کثیر رحمه الله لیکي: کله چې د سولې خبر خلکو واورېد، هغوی یوه خوشحاله شپه تېره کړه، خو قاتلان د غم او اندېښنې په حالت کې وو او ټوله شپه یې مشورې کولې. په پایله کې، دوی پرېکړه وکړه چې د شپې لخوا، له دې مخکې چې سوله ټینګه شي، د جګړې اور بل کړي، داسې چې هیڅوک پرې خبر نه شي. نو دوی د سهار له لمانځه مخکې هغه ځای ته ننوتل، بیا جګړه پیل شوه، او دواړو ډلو جګړه وکړه، په داسې حال کې چې د پېښې له اصلي لامل او حقیقت څخه ناخبره وو.
حضرت علي رضی الله عنه د عایشې رضی الله عنها ډېر درناوی او عزت وکړ. تاریخي سرچینې وايي چې علي رضی الله عنه د عایشې رضی الله عنها بدرقه وکړه، د ساتونکو یوه ډله یې ورسره ولېږله، او د بصرې له څلوېښتو مشهورو ښځو یې د هغې د ملتیا لپاره غوره کړل. هغه امر وکړ چې دولس زره درهمه ورکړل شي، خو عبدالله بن جعفر بن ابي طالب دا اندازه لږه وګڼله او د هغې لپاره یې زیات مال ځانګړی کړ. هغه وویل: “که د مؤمنانو مور (عایشه رضی الله عنها) دا ونه مني، نو دا زما پر غاړه ده.”
حضرت عایشه رضی الله عنها ته، پرته له دې چې د غشي یوه کوچنۍ زخم ور ورسي، بل زیان نه و اوښتی. کله چې د تګ ورځ راورسېده، علي رضی الله عنه او ګڼ شمېر خلک د ام المؤمنین د رخصتولو لپاره راغلل. هغې د خدای جل جلاله په نوم قسم وکړ او ویې ویل: ای زما بچیانو! زموږ هېڅوک باید پر بل چا نیوکه یا د مسئولیت پړه پر هغه وانچوي! هغه څه چې زما او علي رضی الله عنه ترمنځ تېر شوي، یوازې د یوې ښځې او د هغې د مېړه د خپلوانو ترمنځ د یوې عامې شخړې په څېر وو. سره له دې، هغه (علي رضی الله عنه) د نېکو او صالحو خلکو له ډلې څخه دی.”
بیا حضرت علي رضی الله عنه وویل: په الله قسم! هغه رښتیا وایي؛ دا هغه څه دي چې زما او د هغې ترمنځ پېښ شوي دي. په حقیقت کې، هغه (عایشه رضی الله عنها) ستاسو د پیغمبر صلی الله علیه وسلم مېرمن ده، هم په دې دنیا او هم په آخرت کې.”
علي رضی الله عنه د عایشې رضی الله عنها د رخصتېدو لپاره څو میله ورسره ملګری و او ټوله ورځ یې د هغې ملتیا وکړه. دا پېښه د شنبې په ورځ، د ۳۶ هجري کال د رجب په لومړۍ نېټه رامنځته شوه.
په روایتونو کې راغلي دي چې عایشه رضی الله عنها له دې پېښې وروسته د پښېمانۍ اظهار کاوه. هغې به ویل: کاش چې زه د جمل له ورځې مخکې مړه شوې وای!” او کله به چې دا ورځ ورپه یاد شوه، دومره به یې ژړل چې ټیکری به یې له اوښکو لوند شو.
د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، حضرت علي رضی الله عنه به د مقتولانو پر مړو تېرېده. که به یې څوک پېژانده، نو به یې ویل: خلک فکر کوي چې یوازې نااشنا او ناپوه خلک په دې جګړه کې وو، خو وګورئ، دا پلانکی د پلانکي زوی (د قبیلې یو مشهور کس) دی.” بیا به هغه پخپله پر مقتولانو لمونځ ادا کاوه او د ښخولو امر به یې کاوه.
حضرت زبیر رضی الله عنه له جګړې راستون شو، خو د وادي سباغ نومي سیند ته له رسېدو وروسته، عمرو بن جرموز هغه تعقیب کړ او ناڅاپه یې په خوب کې وواژه.
حضرت طلحه رضی الله عنه د بصرې یوه کور ته ولاړ، خو د جګړې پر مهال د غشي د لګېدو له امله ژوبل شو او وفات شو. ځینې روایتونه وايي چې مروان بن حکم و چې دا غشی یې ور ویشتلی و. په بل روایت کې راغلي چې طلحه رضی الله عنه د جګړې په ډګر کې مړ شو.
د جمل له جګړې وروسته، د حضرت علي رضی الله عنه لپاره تر ټولو مهمه موضوع د شام فتحه او له امیر معاویه رضی الله عنه څخه د بیعت ترلاسه کول وو. له همدې امله، حضرت علي رضی الله عنه د ۳۶ هجري کال د رجب په ۱۲مه له بصرې ووت، کوفې ته داخل شو، او کوفه یې د خلافت مرکز وګرځوله.
حضرت علي رضی الله عنه د عراق کوفې ښار د خپل خلافت د پلازمېنې او مرکز په توګه وټاکه. کوفه د هغه د ټولو پوځي، اداري، او تنظیمي فعالیتونو مرکز و. حضرت علي رضی الله عنه دا پرېکړه ځکه وکړه چې نه یې غوښتل مدینه، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم محبوب ښار، دارالهجره او مدفن و، د کورنیو جګړو او پوځي یرغلونو ځای شي. هغه د داخلي شخړو د رامنځته کېدو ویره درلوده او د جګړې احتمال یې محسوس کړی و.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د جومات، دوهم مقدس حرم، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قبر د حرمت ساتنه یوه مهمه دیني وجیبه وه، څو مدینه د کومې فتنې مرکز نشي. په حقیقت کې، د حضرت علي رضی الله عنه په څېر یو شخصیت باید په دې مسله کې ډېر حساس او ځیرک وای. د دې پرېکړې سموالی څو کاله وروسته، د یزید د واکمنۍ پر مهال، د حره پېښې ثابت کړ، چې مسلمانانو ته یې ژور غم واړاوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښار حرمت یې تر پښو لاندې کړ.
پروفیسور عباس محمود العقاد د دې پرېکړې علت جغرافیایي، اداري، او کلتوري مصلحتونه ګڼي. هغه لیکي:
“په هغه وخت کې، کوفه د نړیوال امامت لپاره تر ټولو مناسبه پلازمېنه وه؛ ځکه چې دا ښار د مختلفو قومونو او ملیتونو د راټولېدو ځای و او د هند، فارس، یمن، عراق، او شام سوداګرو لپاره د تګ راتګ مهمه لاره ګڼل کېده. له بلې خوا، کوفه یو کلتوري مرکز هم و، چیرې چې د علومو، ژبو، نسب‌پېژندنې، او اشعارو پراخ رواج موجود و. له همدې امله، د خپل جغرافیایي او ستراتیژیک موقعیت له امله، دا ښار د خلافت لپاره یو مناسب مرکز و.”
د حضرت علي رضی الله عنه په لښکر کې د کوفې خلکو شمېر تر ټولو زیات و. همدارنګه، کوفه د مدینې په پرتله دمشق ته نږدې وه، او له همدې ځایه د ایران د وضعیت کنټرول هم اسانه و. د حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت پر مهال، ګڼ شمېر صحابه کرام رضی الله عنهم د خپلو ماموریتونو لپاره له مدینې وتلي وو. هر هغه کس چې ماموریت ته لېږل کېده، معمولاً خپل نژدې ملګري او خپلوان به یې له ځان سره وړي، څو د خپلې دندې په ځای کې ښه فعالیت ترسره کړي. البته، حضرت عمر فاروق رضی الله عنه تل هڅه کوله چې د مدینې مرکزیت وساتي.
په هر حال، د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت پر مهال، مدینه له خپل پخواني حالت څخه وتلې وه، نو حضرت علي رضی الله عنه مجبور شو چې د خلافت مرکز کوفې ته انتقال کړي. یو بل مهم لامل دا و چې، برعکس د دریو مخکنیو خلفاوو، حضرت علي رضی الله عنه اړ شو چې خپله د پوځ مشري په غاړه واخلي. که څه هم دا طریقه د خلافت نظام ته زیانمنه ثابته شوه، خو د هغه وخت ځانګړو شرایطو ته په کتو، حضرت علي رضی الله عنه بله چاره نه درلوده. له دې اړخه، د کوفې موقعیت د مدینې په پرتله مناسب و.
دا باید هېر نه شي چې د حضرت عثمان رضی الله عنه ډېری باغیان او قاتلان د عبدالله بن سبا تر اغېز لاندې وو. ډېر دوکه شوي او ساده مسلمانان، پرته له دې چې د حقیقت پوهاوی ولري، د هغه ډلې سره یوځای شوي وو. خو د دې ډلې اصلي مشران محدود کسان وو، چې د اړتیا په وخت کې یې له نورو څخه کار اخیست.
جالبه دا ده چې عبدالله بن سبا او د هغه ډلې د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره له بېلابېلو خلکو کار اخیست. موږ ګورو چې د هغه ډلې د حضرت عثمان رضی الله عنه د شهادت، او همدارنګه د جمل د جګړې پر مهال، له یاغیانو څخه کار واخیست. خو کله چې د جمل له جګړې وروسته، دوی پر حضرت علي رضی الله عنه نیوکې او بد رد ویل پیل کړل، نو د یاغیانو یوه لویه برخه له هغوی بېله شوه او له حضرت علي رضی الله عنه سره یوځای شوه.
په دې ډول، د حضرت علي رضی الله عنه تر امر لاندې د دوی قربانیو ته په کتو، یادو کسانو د خلافت په دربار کې نفوذ او اعتبار ترلاسه کړ.
له بلې خوا، کله چې حضرت امیر معاویه رضی الله عنه ولیدل چې د حضرت عثمان رضی الله عنه قاتلان نه یوازې د حضرت علي رضی الله عنه د لښکر برخه شوي، بلکې په خلافت کې یې ځانګړی نفوذ هم ترلاسه کړی، نو دا حالت د حضرت معاویه رضی الله عنه د دریځ د پیاوړتیا سبب شو. ځکه چې ټول هغه کسان، چې د حضرت عثمان رضی الله عنه د قاتلانو پر ضد د غچ اخیستو پلویان وو، هغوی دا وګڼله چې یاد کسان د حضرت علي رضی الله عنه په لښکر کې شامل دي.
که څه هم د فضیلت او مقام له پلوه حضرت علي رضی الله عنه د حضرت معاویه رضی الله عنه په پرتله غوره و، خو بیا هم د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې د قصاص غوښتنې له امله، ډېر خلک د حضرت معاویه رضی الله عنه ملګري شول. ځکه چې حضرت امیر معاویه رضی الله عنه په ښکاره ډول د حضرت عثمان رضی الله عنه د وینې د انتقام بیرغ پورته کړی و.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version