لیکوال: احمد شعیب غزنوي

د حدیثو منکرین او د هغوی نوي شبهات (درېیمه برخه)

په ننني عصر کې د سنت تر ټولو مشهورې منکرې ډلې
مستشرقین:
مستشرقین هغه غربي محققین دي چې اسلام، عربي ژبه او د ختیځ کلتور څېړي. ډېری یې تبشیري موخې لري او هڅه کوي د مسلمانانو په منځ کې د نبوي سنت د تخریب له لارې د هغه ارزښت له منځه یوسي. دوی د حدیثو د راویانو عدالت تر پوښتنې لاندې راوست او ادعا یې وکړه چې نبوي سنت له قرآن کریم او احادیثو سره په ټکر کې دي. د دوی موخه دا وه چې قرآن کریم له سنت څخه جلا کړي او په اسلام کې کړکېچ رامنځته کړي.
د سنت په اړه د خوارجو نظر:
خوارجو د حکمیت له فتنې مخکې سنت د قانون د دویمې سرچینې په توګه منلی و، خو له دې فتنې وروسته یې د صحابه کرامو رضي الله عنهم عدالت تر پوښتنې لاندې راوست او د هغوی روایتونه یې رد کړل. دوی په عقیدې او فقهې چارو کې یوازې په قرآن کریم او عقل تکیه کوله.
د سنت له انکار څخه د خوارجو ناوړه ګټه:
خوارجو د خپلو افراطي موخو ترلاسه کولو او د ګډوډۍ د رامنځته کولو لپاره سنت خپل اصلي خنډ ګڼلو. دوی په ټولنه کې د ګډوډۍ رامنځته کولو لپاره د احادیثو په صحت او د سنتو په وجوب شکونه راوپارول.
د سنت په اړه د معتزله‌و نظر:
معتزله‌و د صحابه کرامو رضي الله عنهم عدالت تر پوښتنې لاندې راوست او د احادیثو په منلو کې یې عقل معیار وګرځاوه. هر هغه حدیث یې منلی چې د دوی له عقل سره برابر و او هغه حدیث یې رد کړی چې د دوی له عقل سره په ټکر کې و.
د یادو ډلو د فعالیتونو په وړاندې د علماوو دریځ
اسلامي علماوو او پوهانو په خپلو هڅو سره دغه فتنې خنثی کړې او د تاریخ له پاڼو یې لرې کړې. د نبوي سنت په ساتنه او دفاع کې د اسلامي علماوو رول د نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم د میراث د ساتنې لپاره له مهمو اقداماتو څخه ګڼل کېږي.
د سنت د انکار فتنې له منځه وړلو اصلي عوامل
دغه فتنې د ډېرو علماوو او اسلامي مفکرینو په علمي او فرهنګي هڅو سره له منځه ولاړې. د دې فتنې د ختمولو تر ټولو مهم لاملونه په لاندې ډول دي:
1. د محدثینو تحقیقي کارونه:
محدثینو په جدي توګه د احاديثو سرچینې وڅېړلې او له مشکوکو احادیثو څخه یې صحیح احادیث جلا کړل، چې د نبوي سنت په اړه د خلکو باور یې بېرته ژوندی کړ.
2. د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د مقام بیان:
علماوو د قرآن کریم د آیتونو په استناد سره د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم مقام د یوه رسول په توګه څرګند کړ او په اسلامي احکامو کې یې د هغه تشریعي رول ثابت کړ.
3. د سنت د منکرینو د تأویلاتو ردول:
علماوو د منحرف تأویلاتو فساد په ډاګه کړ او اسلامي امت ته یې وښودله چې دا تأویلات د اسلام لپاره زیان رسونکي دي.
4. د امت د عامه افکارو مخالفت:
اسلامي ټولنې د دې تفکر مخالفت وکړ چې وايي باید پر نبي کریم صلی الله علیه وسلم ایمان راوړو، خو د هغه امرونه ونه منو.
له همدې امله، د سنت د انکار فتنه له منځه ولاړه او د پېړیو لپاره هېره شوه. خو د هجري په دیارلسمه پېړۍ (۱۹مه میلادي پېړۍ) کې دغه فتنه یو ځل بیا راپورته شوه.
د قرآنیونو ډله
قرآنیون هغه ډله ده چې یوازې په قرآن کریم باندې بسنه کوي او نبوي سنت ردوي. دوی باور لري چې قرآن کریم یوازینی کتاب دی چې ټول مسلمانان پرې متفق دي، خو د احادیثو په اړه اختلاف شته. د دوی په وینا، قرآن کریم د ټولو مسایلو لپاره ځواب لري او حدیث ته اړتیا نشته.
دا ډله په هند کې جوړه شوه او د «سیر سید احمد خان» له افکارو اغېزمنه شوه. سیر سید احمد خان په دې باور و چې د نبوي حدیثونو کارول باید یوازې دیني مسائلو پورې محدود وي او په ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او دنیاوي چارو کې یې نه‌شي کارولای.
د قرآنیونو مشران:
• مولوي چراغ علي: د دې فرقې لومړی مشر.
• عبدالله چکرالوي: د دې ډلې وروستی مشر.
• غلام احمد پروېز: دغه کس د دې فرقې انحرافات اوج ته ورسول.
د اوسني عصر د سنت د انکار اصلي لاملونه
مشهور اسلامي مفکر علامه محمد اسد په خپل کتاب “الاسلام علی مفترق الطرق” کې د نبوي سنت د انکار د اوسني دور اصلي لاملونه په ګوته کړي دي. هغه وایي:
«په هغو ټولنو کې چې غربي تمدن په اسلامي هېوادونو تسلط لري، ځینې خلک وايي چې د غربي تمدن په چوکاټ کې ژوند کول د نبوي سنت سره په ټکر کې دي. اوسنی نسل د غربي تمدن منلو ته چمتو دی او په هغه کې وده کوي. دا لوېدیځپالنه د حدیث د انکار تر ټولو قوي دلیل دی؛ ځکه چې نبوي سنت په ښکاره توګه د لوېدیځ تمدن مخالفت کوي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version