لیکوال: عبدالحمید ګرګیج
د سفر آداب (درېیمه برخه)
۶. له لمانځه وروسته د آیتونو او دعاګانو لوستل
په “شرعة الاسلام” کې راغلي: «له دوه رکعته لمانځه وروسته دې آيت الکرسي ووايي؛ ځکه چې په حدیث شریف کې راغلي دي، څوک چې په سفر کې آیت الکرسي ووایي، کور ته د ستنېدو تر وخت پورې به ورته هیڅ ضرر نه رسیږي.»
امام نووي رحمه الله وایي: «سفر ته د وتلو پر وخت، د قریش سورت تلاوت کول مستحب دي.» امام ابوالحسن قزویني (شافعي فقیه) وایي: «په سفر کې د قریش سورت تلاوت کول له هر شر څخه امان دی.»
شیخ ابو طاهر بن حجشوي وايي: «د سفر نیت مې درلود، او له هغه سفره مې وېره وه. امام ابوالحسن قزویني ته راغلم چې ترې دعا وغواړم. کله چې یې ولیدلم، مخکې له دې چې زه خبرې وکړم، هغه وویل: “هر څوک چې د سفر اراده وکړي او د دښمن یا وحشي حیواناتو څخه وېره ولري، باید د قریش سورت ولولي؛ ځکه هغه له هرې بدۍ څخه امان دی.” هغه سورت مې ولوست او په سفر روان شوم. له هغې ورځې څخه تر ننه پورې ما ته هیڅ ډول آفت ندی رسېدلی.»
کله چې کوم مسلمان د سفر په نیت روان شي، دا دعا دې ووايي:
اللَّهُمَّ إِلَيْكَ تَوَجَّهْتُ، وَبِكَ اِعْتَصَمْتُ، اَللَّهُمَّ اكْفِنى مَا أَهَمَّنى، وَمَا لَا أُهِمُ لَهُ، اَللَّهُمَّ زَوِّدْنى التَّقْوَى، وَاغْفِرْ لِي ذُنُوبِي، وَوَجِّهْنِي لِلْخَيْرِ أَيْنَمَا تَوَجَّهْتُ.
ژباړه: «خدایه! تا ته مخه کوم، او په تا باندې ځان ټینګوم. اې خدایه! هغه څه چې ما ته مهم دي او هغه څه چې ما ته مهم نه دي، د هغه څخه زما کفایت وکړه. خدایه! تقوا زما توښه وګرځوه، زما ګناهونه وبښه، او هرې خوا ته چې روان شم، ما خیر ته هدایت کړه.»
۷. د سفر لپاره پر سورلي باندې د سپرېدو په وخت کې دعا کول
په ځینو احادیثو کې راغلي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې یو تن د سفر په نیت په سورلۍ باندې کښېناست، باید درې ځله تکبیر ووایي او دا آیت او دعا ووایي:
سُبْحَانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ
او دا دعا:
اَللَّهُمَّ نَسْأَلُكَ فِي سَفَرِنَا هَذَا الْبِرَّ وَالتَّقْوَى وَمِنَ الْعَمَلِ مَا تَرْضَى، اَللَّهُمَّ هَوِّنْ عَلَيْنَا سَفَرَنَا هَذَا وَاطْوِ عَنَّا بُعْدَهُ. اَللَّهُمَّ أَنْتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَرِ وَالْخَلِيفَةُ فِي الْأَهْلِ، اَللَّهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ السَّفَرِ وَكَآبَةِ الْمَنْظَرِ وَسُوءِ الْمُنْقَلَبِ فِي الْمَالِ وَالْأَهْلِ.
ژباړه: «پاک دی هغه خدای چې زموږ لپاره یې دغه مسخر کړل، که نه نو موږ به هیڅکله په هغه بریالي شوي نه وای. او زموږ ستنېدل به خامخا خدای ته وي. اې ربه! په دې سفر کې له تا څخه نېکۍ، تقوا، او هغه عملونه غواړو چې ستا د خوښۍ وړ وي. اې خدایه! دا سفر او لرېوالی پر موږ باندې آسانه کړه. اې خدایه! ته زموږ ملګری یې په سفر کې، او زموږ د کورنۍ ساتونکی یې. اې ربه! د سفر له سختیو، ستونزو، او په مال او کورنۍ کې د بدمرغۍ څخه تا ته پناه دروړو.»
۸. په کښتۍ کې د سپرېدو په وخت کې د آیتونو تلاوت کول
په کښتۍ کې د پورته کېدو په وخت کې دې دا آیت ولوستل شي:
بِسْمِ اللَّهِ مَجْرَاهَا وَمُرْسَاهَا إِنَّ رَبِّي لَغَفُورٌ رَّحِيمٌ
او
وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ.
ژباړه: «د هغې حرکت او درېدل د الله په مرسته او د هغه په ساتنه باندې دي. بې شکه چې زما رب ډېر بخښونکی او مهربان دی.» «دوی خدای لکه څنګه چې حق دی، نه دی پېژندلی.»
د ابن السني په کتاب کې د حسین بن علی رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې زما امت په کشتۍ کې د سپرېدو پر وخت دا دعا وکړي، نو له ډوبېدو څخه به په امن کې وي.»
۹. د سفر پر مهال د دعا ویل
کله چې په سفر روان شئ، ځینې دعاوې باید ولولئ. په صحیح ترمذي، نسايي، او ابن ماجه کې له عبدالله بن سرجس څخه په صحیح اسنادو روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به په سفر کې دا دعا ويله:
اللَّهُمَّ أَنتَ الصَّاحِبُ فِي السَّفَر وَالْخَلِيْفَةُ فِي الْأَهْل، اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ وَعْثَاءِ السَّفَر وَكَآبَةِ الْمُنْقَلَب وَمِنَ الْحَوْر بَعْدَ الْكَوْن وَمِنْ دَعْوَةِ الْمَظْلُوم وَمِنْ سُوءِ الْمَنْظَر فِي الْأَهْلِ وَالْمَال.
سرچینې
۱. صحیح مسلم، ج ۹، ص ۹۳، زخرف، ۱۳ و ۱۴.
۲. سوره هود، آیه: ۴۱.
۳. سوره انعام، آیه: ۹۱.
۴. الدعاء للطبراني، باب القول عند ركوب السفينة.
۵. سنن ترمذي، ج ۱، ص ۳۲۲؛ سنن النسائي الكبرى، ج ۵، ص ۲۴۸؛ سنن ابن ماجه، ج ۲، ص ۱۲۷۹.