لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (څلور شپېتمه برخه)

د حجاب په اړه ځینې پوښتنې او د هغو ځوابونه
ځینې نجونې یا ښځې وایي: زما مېړه یا کوژدن نه غواړي چې زه حجاب وکړم.”
ایا ستا مېړه یا کوژدن، جنت ته ستا د ننوتلو ضمانت کوي؟ د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا په یاد ولره: علی المرء المسلم السمع والطاعة فیما أحب وکره، إلا أن یؤمر بمعصیة، فلا سمع ولا طاعة.”
(مسلمان مکلف دی چې په هر هغه څه کې چې یې خوښوي یا یې نه خوښوي، د واکمن خبرې واوري او اطاعت یې وکړي، مګر که هغه ته د ګناه کولو امر وشي، په دې حالت کې نه اورېدل واجب دي او نه هم اطاعت.)
له هغه سره په نرمۍ او مهربانۍ خبرې وکړه او هغه چا ته  ورسره ولاړه شه چې د حجاب د رعایت او اړتيا په اړه یې قانع کړي. البته، که ستا مېړه یا کوژدن په خپل دریځ ټینګار کوي، نو په دې نړۍ کې خپل راتلونکی او په آخرت کې خپل انجام په هغه پورې مه تړه. که هغه د خدای تعالی نافرماني کوي، په هغه کې هیڅ خیر نشته. خدای جل جلاله په دې قادر دی چې د هغه پر ځای تاسو ته یو غوره خاوند در په برخه کړي.
که حجاب وکړم، خپله دنده به له لاسه ورکړم!
هو، دا پېښیږي. که تاسو خپله دنده له لاسه ورکړئ، نو دا ستاسو لپاره غوره ده له دې چې د خدای تعالی رضایت له لاسه ورکړئ. دا مه هېروئ چې که تاسو خپله دنده له لاسه ورکړئ، ستاسو روزي نه بندیږي، او خدای تعالی به تاسو ته له دې څخه غوره څه درکړي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې د خدای جل جلاله د رضا لپاره د خلکو له ناراضه کولو څخه نه وېرېږي، خدای تعالی به هغه د خلکو د ناراضه کېدو له پایلو څخه وساتي. او څوک چې خدای تعالی ناراضه کړي، خدای جل جلاله به هغه د خلکو په لاسونو  په عذاب کړي.”
پوښتنه: زه په طبیعي ډول حجاب نه خوښوم. ایا حجاب فرض دی که سنت؟
ځواب: اې مسلمانې خورې، پوه شه چې دا عقیده چې ستا حجاب نه خوښیږي، ستا اسلام به له منځه یوسي؛ ځکه کله چې تاسو اسلام قبول کړ، اعلان مو وکړ چې د خدای تعالی ټولو احکامو ته مو غاړه ایښې ده.
حجاب یوه الهي فریضه ده چې خدای تعالی په خپل کتاب کې ذکر کړې ده او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په خپلو سنتو کې هغه تشریح کړې ده، او مسلمانانو یې په فرضیت اجماع کړې ده.
که تاسو د حجاب په اړه د هغه اطاعت نه کوئ، غوره ده چې د خپلې ارادې کمزورتیا او د حجاب په اړه خپله نیمګړتیا ومنئ او په دې مسئله کې له خدای تعالی څخه مرسته وغواړئ. الله تعالی تر ټولو غوره مرستندوی او لاسنیونکی دی.
دا چاره اسانه ده، له دې چې د خدای تعالی امر ونه منئ او ووایئ چې: زه د حجاب په رعایت کولو راضي نه یم.” موږ د خدای تعالی د حکمونو په اړه په رضایت مکلف نه یو؛ یوازې په اطاعت کولو مکلف یو.
الله تعالی فرمایي: وما کان لمؤمن ولا مؤمنة إذا قضی الله ورسوله أمراً أن یکون لهم الخیرة من أمرهم.”
(هیڅ مؤمن سړی یا ښځه په هغه مسئله کې چې خدای تعالی او د هغه رسول پرېکړه کړې وي، هیڅ ډول اختیار نه لري.)
موږ باید د هغو کسانو په څېر نه شو چې وایي: سمعنا وعصینا؛ (موږ واورېدل، خو نافرماني مو وکړه.)
والعیاذ بالله!
مګر دا مسله چې آیا حجاب فرض دی که سنت، د هغو آیتونو له مخې ثابته شوې ده چې په قرآن کریم کې په واضح ډول ذکر شوي دي.
الله تعالی فرمایي: ولا یبدین زینتهن إلا ما ظهر منها ولیضربن بخمرهن علی جیوبهن.”
(دوی باید خپل زینت ښکاره نه کړي، پرته له هغه څه چې په طبیعي ډول ښکاري، او دوی باید خپل شالونه او ټیکري په خپلو غاړو واچوي.)
ځینې نجونې چې حجاب نه کوي، وایي: زه حجاب نه خوښوم؛ ځکه چې ځینې حجاب لرونکې ښځې نامناسب چلند لري!”
له بده مرغه، دا یو واقعیت دی. البته، داسې ښځې شته چې پنځه وخته لمونځونه ادا کوي، خو ناوړه کارونه هم کوي. دغه راز، داسې کسان هم شته چې حج ته ځي، خو د حج تر نامه لاندې ځانونه پټوي ترڅو نور کارونه وکړي.
ایا موږ باید د داسې ګناهګارو خلکو له امله خپل لمونځونه، روژې، او حجونه پرېږدو؟ په داسې حال کې چې الله تعالی فرمایي: ولا تزر وازرة وزر أخری.”
(هیڅوک د بل د ګناهونو بار په اوږو نه وړي.)
موږ هر یو د خپلو کړنو له مخې محاسبه کېږو، نه د نورو د کړنو له مخې.
د درنو خویندو لپاره ګټور نصیحتونه او مهمې سپارښتنې
اې زما خورې! پوه شه چې په دنیا او آخرت کې د نېکمرغۍ او بریالیتوب یوازینۍ لاره په الله تعالی ایمان لرل او د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو، اوامرو، او مکلفیتونو اطاعت کول دي. یوازې د ابدي خالق او د اسلام د سپېڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اطاعت او فرمانبردارۍ سره یو مسلمان کولی شي د دنیا او آخرت ښېګڼې ترلاسه کړي.
اې زما خورې! نېک عملونه ترسره کړه؛ ځکه چې ایمان د نېکو اعمالو سره یوځای د انسان لپاره په دنیا او آخرت کې د نېکمرغۍ او خلاصون لوړې څوکې ته د رسېدو اصلي پانګه ده. نېک عملونه د انسان د ژغورلو وسیله دي.
اې زما خورې! له ګناه او نافرمانۍ څخه ډډه وکړه. که تېروتنه یا خطا درڅخه شوې وي، نو توبه وکړه او د خدای سبحانه و تعالی لوري ته مخه کړه. پوه شه چې ګناه او تېروتنه د یو وژونکي ویروس او زهر په څېر دي چې انسان له خپل خالق څخه لرې کوي، د هغه ژوند ګډوډوي، او په سوځوونکي دوزخ یې بدلوي.
پوه شه چې د هر وژونکي زهر لپاره یو د زهرو ضد درمل شته. د ګناه او نافرمانۍ یوازینۍ درملنه توبه او د خدای تعالی دربار ته راستنېدل دي.
اې زما خورې! د اسلامي امت یوه له خورا ځانګړو او مهمو ځانګړتیاوو څخه، چې دا یې د نړۍ لپاره د خیر او برکت سرچینه ګرځولې ده، په نیکۍ امر کول، له بدۍ څخه منع کول، او ریښتیني دین ته د بلنې دنده ده. څومره ښه ده چې تاسو هم خپلې خویندې نیکۍ ته راوبلئ، هغوی ته د نېکمرغۍ، بریالیتوب، او خلاصون لارې وښایئ، او هغوی له بدو او ناوړه کړنو څخه راوګرځوئ.
اې زما خورې! له خپلې شتمنۍ او پانګې څخه صدقه ورکړئ؛ ځکه چې صدقه ورکول یو له هغو مهمو کارونو څخه دی چې په دې دنیا او آخرت کې د ښېګڼې او ژغورنې لامل ګرځي. دا په دنیا کې انسانانو ته خوښي او بریالیتوب راوړي، له سختیو، آفتونو، او مصیبتونو څخه یې ژغوري، او د انسانانو ترمنځ مینه، عاطفه، او د انسان دوستۍ احساس را ژوندی کوي. په آخرت کې هم صدقه د انسان د نېکمرغۍ او د دوزخ له سوځوونکي اور څخه د خلاصون لامل ګرځي.
اې زما خورې! تل خپل لمونځونه په خپل وخت ادا کړه؛ ځکه چې دا لمونځ دی چې د بنده او الله تعالی ترمنځ اړیکه رامنځته کوي. لمونځ د روحي قوت او ذهني ارامتیا سبب ګرځي، د زړه اضطراب لرې کوي، او هغه ته ډاډ او سکون ورکوي. لمونځ د ګناهونو د مخنیوي لپاره تر ټولو لوی لامل او د شیطان او انساني شهوت د تړلو لپاره تر ټولو قوي زنځیر دی.
اې زما ګرانې خورې! د تهجد لمونځ یو له ډېرو فضیلت لرونکو عبادتونو څخه دی. که د دنیا او آخرت ښېګڼه غواړې، نو سهار وختي پاڅه او د تهجد لمونځ وکړه؛ ځکه چې دا لمونځ دومره اهمیت او فضیلت لري چې د خدای رسول صلی الله علیه وسلم په خپل ټول ژوند کې، که په سفر کې و یا په حضر کې، دا لمونځ نه دی پرېښی. تل یې په دې لمونځ ټینګار کړی دی.
د تهجد لمونځ له خپل رب سره د صالحو بندګانو د اړیکې یوه لاره ده. د الله تعالی نیک او صالح بندګان د شپې په نیمایي کې له خپل رب سره راز او نیاز او دعاګانې کوي. تاسو هم له دې کاروان سره یوځای شئ.
اې زما خورې! له غیبت څخه ځان وساته او خپل نفس د الله تعالی په اطاعت او له کوچنیو او لویو ګناهونو څخه په ځان ساتلو عادت کړه؛ ځکه چې په نننۍ ټولنه کې، هر کله چې دوه مسلمانې ښځې سره راغونډې شي، نو د خبرو پیل په غیبت او د نورو په سپکاوي او چغلۍ سره کوي. دا لویه ګناه د دوی په نظر کې دومره عامه او عادي شوې ده چې ویل کیږي: الغیبة فاکهة النساء.”
(غیبت کول د ښځو د غونډو میوه ده.)
عرب شاعر صالح بن عبدالقدوس وايي: خپله ژبه وساته او د هغې له الفاظو څخه څارنه وکړه؛ ځکه چې دا د ژبې له لارې ده چې یو څوک روغ پاتې کېږي یا له منځه ځي.”
د خبرو کولو پر مهال خپلې خبرې و ارزوه او په هره غونډه کې غیبت او د خلکو پسې سپکې سپورې مه وایه. راز پټ وساته او مه یې ښکاره کوه؛ ځکه چې راز ستاسو لپاره د اسیر په څېر دی.
دا د هغه ټینګار سربېره دی چې اسلامي شریعت د غیبت له ګناه څخه د مخنیوي په اړه کړی دی.
اې زما خورې! له شک او بدګمانۍ څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې په یو چا شک کول د هغه د جاسوسۍ لامل ګرځي. له همدې امله الله تعالی په خپل کتاب کې د شک او بدګمانۍ په اړه له خبرداري وروسته خلک له جاسوسۍ څخه منع کړي دي. پوه شه چې که یو څوک په شرعي احکامو ټینګ وي او د شیطان د فتنو په وړاندې مقاومت وکړي، هېڅکله به داسې ناوړه کړنې او بدې خبرې ونه کړي.
اې زما خورې! له چغلۍ څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې دا یو له وژونکو او سرطاني ناروغیو څخه ده چې په زړه کې توروالی رامنځته کوي، د جګړې او شخړو اور بلوي، کرکه، دښمني، بغض، او نور بدې پدیدې زېږوي. له بده مرغه، نن ورځ دا د مسلمانو ښځو یو له عادي مصروفیتونو څخه ګرځېدلی دی. چغل‌خور به هېڅکله جنت ته داخل نشي. ښځې معمولا د سیالانو، خپلوانو، او نږدې ګاونډیانو په وړاندې د حساسیت له امله د دې ناروغۍ لپاره ډېرې حساسې وي.
اې زما خورې! له درواغو څخه هم ډډه وکړه؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغ ویل د منافقت نښه ګڼلې او دا یې هم ویلي: د مومن په طبیعت کې هر خصلت لاره لري، پرته له خیانت او درواغو څخه.”
له بده مرغه، په دې دوران کې دروغ ویل خپل اوج ته رسېدلي دي. په تېرو وختونو کې، خلکو له ناچارۍ او اړتیا له مخې دروغ ویل؛ مګر نن سبا، تر هغو چې مجبور نشي رښتیا نه وایي. له دې بد عادت څخه ځان وساته.
اې زما خورې! د سترګو له تماس او نامحرمو کسانو ته له کتلو ډډه وکړه؛ ځکه چې د نېکو او نمونه ښځو بله ځانګړتیا پاک لمني او نامحرمو خلکو ته له هر ډول شهوت‌پالو نظرونو یا خوند اخیستلو څخه ډډه کول دي. هغه سترګې چې په غیر ارادي ډول ګرځي، لویې شخړې رامنځته کوي، تر دې چې کولی شي د څو کورنیو نسب له منځه یوسي یا د دوی ترمنځ د جګړې او شخړو اور بل کړي.
اې زما خورې! له ملنډو او مسخرو څخه ډډه وکړه او له دې خطرناک او ناوړه عمل څخه ځان وساته، که نه نو د قیامت په ورځ به رسوا شې؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د قیامت په ورځ به د هر ملنډې وهونکي لپاره د جنت یوه دروازه پرانیستل شي او ورته به وویل شي: ژر کوه! ژر کوه! هغه د غم او خپګان سره راځي او کله چې راورسي، دروازه به وتړل شي. دا کار به بیا بیا تکرارېږي، تر څو چې د جنت دروازه ورته پرانستل شي او ورته وویل شي: ‘بیړه وکړه’، خو هغه به د ناهیلۍ له امله ورنشي.”
دغه راز، په قرآن کریم کې هم مسلمانان له ملنډو وهلو څخه منع شوي دي؛ ځکه چې دا ممکنه ده هغه کس چې پرې ملنډې وهل کېږي د هغه کس په پرتله غوره او لوړ وي چې ملنډې وهي.
اې زما خورې! کرکه او کینه ډېر بد او ناوړه عادتونه دي. یو مسلمان باید له دښمنۍ او کینې څخه ډډه وکړي؛ ځکه چې د اسلام دین تل مسلمانان له یو بل سره په شفقت او ورورګلوۍ هڅولي دي او دوی یې د تفرقې، کرکې، دښمنۍ او کینې څخه منع کړي دي. پوه شه چې د اسلام دین په اخلاقو، مینې، مهربانۍ او ښېګڼې ولاړ دی او هغه شیان غندي چې د اخلاقو سره په ټکر کې وي او خلک له دې کار څخه منع کوي.
دا باید هېره نه شي چې د ټولو هغو ستونزو لامل چې نن ورځ مسلمانان ورسره مخ دي او د مسلمانانو د کمزورتیا، سستۍ او بې‌وسۍ سبب ګرځېدلی، د دوی ترمنځ د یووالي او اتفاق نشتوالی دی. که مسلمانان یو لاس او یو موټی وای، نو هېڅوک به هېڅکله د خپلو مسلمانو خویندو د ځورولو یا شکنجې شاهدان نه وو، او د نړۍ په هر ګوټ کې به مسلمانې خویندې د ظلم او زیاتي لاندې نه نیول کېدې.
اې زما خورې! په دنیوي چارو کې له غیر شرعي سیالۍ او حسادت څخه ډډه وکړه. پوه شه چې دا بد صفت یو له هغو مهمو عواملو څخه دی چې ګډ ژوند له ننګونو، فشار، سړېدو او اختلاف سره مخ کوي. په دنیاوي چارو کې د نورو حسرت نه خوړل او له هغوی سره سیالي نه کول، د خوشحاله ژوند لامل کېږي. پر ځای د دې چې په بې‌ارزښته دنیوي چارو کې سیالي وکړې، غوره ده چې دیني مسایلو ته اهمیت ورکړې او په دیني مسایلو کې له بل چا سره سیالي وکړې؛ ځکه چې د دیني مسایلو لا ښه درک کول او پرې پوهېدل تاسو خدای تعالی ته نږدې کوي؛ مګر که حالت برعکس وي، نو پوه شه چې د خدای تعالی نه رضایت پکې نغښتی دی.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version