لیکوال: ابو عائشه

د جهمیې فرقه (شلمه برخه)

روڼوالی
د اهل سنت او د مخالفو ډلو، په تېره بیا د جهمیه ډلې ترمنځ، د قیامت په ورځ د الله تعالی د لیدلو مسئله یو له مهمو او اختلافي موضوعاتو څخه ده. دا مسئله د عقیدې په بحثونو کې ځانګړی ځای لري، چې علماوو پرې ځانګړې پاملرنه کړې او په دې اړه یې پراخ تحقیقات کړي دي. په دې مقاله کې به موږ د دې موضوع په تفصیل سره څېړنه وکړو او د دواړو خواوو دلایل وړاندې کړو.
په آخرت کې د الله تعالی د لیدلو مسئله د عقیدې له خورا مهمو او اساسي موضوعاتو څخه ده. دا نه یوازې د مومنانو وروستی او ستر هدف ګڼل کېږي، بلکې د هغه کرامت او لوړې مرتبې څرګندویي کوي چې د الله تعالی نیکو بندګانو د ترلاسه کولو لپاره یې هڅې کړې دي.
د الله تعالی لیدل – یو ثابت حقیقت
د الله تعالی لیدل په کتاب الله، متواتر احادیثو او د مسلمانانو په اجماع سره ثابت حقیقت دی. سره له دې، د جهمیه ډلې او هغو کسانو چې د دوی له افکارو څخه اغېزمن شوي دي، دغه حقیقت رد کړی دی.
آیا د قیامت په ورځ به الله جل جلاله ليدل کېږي؟
په دې اړه دوه نظرونه شتون لري:
  1. د اهل سنت او جماعت نظر: اهل سنت په دې باور دي چې د قیامت په ورځ به مؤمنان الله تعالی وویني او د دوی لپاره به دا لیدل یو ستر نعمت وي.
  2. د جهمیه، معتزله او ورته ډلو نظر: دغه ډلې په دې باور دي چې د قیامت په ورځ د الله تعالی لیدل ممکن نه دي.
د جهمیه ډلې نظر
عبدالعزیز بن ابي سلمه ماجشون رحمه الله لیکي:
«شیطان به تل د جهمیه ډلې ته دا وسوسه کوله چې د قرآن دا آیت: “وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ نَاضِرَةٌ إِلَى رَبِّهَا نَاظِرَةٌ” (په هغه ورځ به ځینې مخونه تازه او روښانه وي، خپل رب ته به ګوري)، په بشپړه توګه رد کړي. هغوی ادعا وکړه چې د قیامت په ورځ به بنده الله تعالی ونه ویني. په دې توګه، دوی د هغه ستر کرامت او نعمت انکار وکړ چې الله تعالی خپلو اولیاء او دوستانو ته ورکړی دی
امام احمد بن حنبل رحمه الله له هغو کسانو په اړه چې د الله تعالی له لیدلو څخه انکار کوي، وايي:
«هغه څوک چې د الله تعالی لیدل رد کړي، هغه جهمي دی
امام اوزاعي رحمه الله هم وایي:
«زه هیله لرم چې الله جل جلاله به جهم او د هغه پیروان په جنت کې له خپل لیدلو څخه محروم کړي. جهم بن صفوان هغه څوک و چې د الله تعالی له لیدلو انکار یې کاوه، په داسې حال کې چې د الله تعالی لیدل د بندګانو لپاره تر ټولو غوره انعام دی
قاضي ابوبکر باقلاني رحمه الله په خپل کتاب «الانصاف» کې د جهمیه ډلې د دې نظر په اړه نیوکه کړې او د دوی دلیلونه یې رد کړي دي.
د اهل سنت نظر
اهل سنت او جماعت په دې باور دي چې د قیامت په ورځ به مؤمنان په جنت کې الله تعالی وویني، او دا د هغوی لپاره یو ثابت حق دی.
امام ابوحنیفه رحمه الله فرمایي:
«موږ په دې عقیده یو چې د جنتیانو لپاره د الله جل جلاله سره ملاقات، پرته له کیف، تشبیه او جهت څخه، یو ثابت حق دی
امام ابو منصور ماتریدي رحمه الله د دې خبرې په شرح کې لیکي:
«د لقاء الله څخه مطلب د قیامت په ورځ د الله تعالی لیدل دي. دا لیدل به داسې وي چې د الله تعالی او د هغه د بندګانو ترمنځ به هېڅ ډول واټن او خنډ نه وي
پایله
دا بیان د قیامت په ورځ د الله تعالی د لیدلو په اړه د دواړو لورو د نظرونو لنډیز دی. هیله ده چې د مطالعې او ژور غور له لارې حقیقت ټولو ته روښانه شي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version