لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (شپېتمه برخه)

سریزه
په دې ورځو کې د اسلام مخالفین او دښمنان د اسلام په دین او د هغه په احکامو کې د شک او شبهې پیدا کولو په برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوي. هغوی د دې لپاره چې ځوان هلکان او نجونې ګمراه کړي، په بېلابېلو شکونو او شبهاتو لاس پورې کوي. دا یوه داسې طریقه ده چې کولی شي ډېرې خویندې د خپل دین، عقیدې او باورونو په اړه شکمنې او بدبینې کړي. په دې څېړنه کې غواړو د حجاب په تړاو ځینې شبهات وڅېړو.
د حجاب اړوند شبهات
لومړی شبهه
ځینې وايي چې د ځوانې نجلۍ عفت یو حقیقت دی چې د هغې په ذات کې نغښتی دی او دا کوم پوښښ نه دی چې په بدن یې اچول کېږي؛ یعنې د دې خلکو په اند، حجاب او پوښښ د ښځې پر شخصیت ډېر اغېز نه لري.
ښایي داسې ځوانې نجونې وي چې ظاهراً له نارینه وو حجاب کوي، مګر ناسم چلند لري. ډېرې داسې نجونې شته چې سرونه یې لوڅ وي او ښکلا یې ښکاره وي، مګر بدۍ ورته لار نشي موندلی.
د شبهې ځواب
که دا خبره سمه وي، نو دا یوازې جامې نه دي چې اغوستونکي ته له لاسه وتلی عفت او ورک شوی استقامت ورګرځوي؛ مګر څوک فکر کوي چې الله جل جلاله حجاب په ښځو کې د پاکوالي د رامنځته کولو لپاره مشروع کړی؟
ایا داسې څوک شته چې ګمان وکړي د حجاب رعایت په دې معنا دی چې بې حجابې ښځې فاسقې او زناکارې دي؟ په یقین سره، الله تعالی د ښځو لپاره حجاب واجب کړی، ترڅو د نارینه وو سترګې د هغوی له لیدلو څخه وساتي. یوازې حجاب د دې لپاره کافی نه دی چې د نارینه وو سترګې بندې کړي، بلکې د حجاب سره د نورو اخلاقو رعایت هم اړین دی، ترڅو د بې حجابۍ له امله د احتمالي ځورونو مخنیوی وشي.
دوهمه شبهه
ویل کېږي، کله چې نارینه او ښځه سره یو ځای شي، د دوی اخلاق ښه کېږي، او په دې اختلاط کې به پاکه او بې شکه دوستي منځ ته راشي، چې له دې امله به هیڅ یو د بل پر وړاندې جنسي لیوالتیا ونه لري او د بدۍ په لور به انحراف ونه کوي. مګر، که د دواړو جنسونو تر منځ پرده وي، نو جنسي تمایلات راپارېږي، او دا به په نفسونو کې فتنې او په طبیعت کې بدۍ پیدا کړي.
د شبهې ځواب
ډاکټر محمد سعید رمضان بوطي د دې شبهې په ځواب کې وايي: «دا سمه ده چې ځینې خلک [د ښځو سره په زیات اختلاط کې] د تحریک نښې له لاسه ورکوي، او ځینې اغېزې یې د عادت د اوږدې مودې له امله کمېږي. مګر دا د هغو کسانو په اړه ده چې له اوږدې مودې راهیسې د دې ډګر برخه وال پاتې شوي او وروسته یې د هغې اغېزې له پامه غورځولې دي.
دا ښکاره ده چې دغه خلک د خپل مقام د لوړولو او له فساد او ناوړه کړنو څخه د خلاصون په خاطر داسې کار ته نه دي اړ شوي. د مخالف جنس پر وړاندې د هغوی بې پروايي د عادتونو او دوامدار اختلاط له امله ده.
که ښځې د عفت او حیا تر پردې لاندې ځان وساتي او له نامحرمو سره له بې ضرورته اړیکو ډډه وکړي، د ښځې مقام او ارزښت به لوړ شي. په دې توګه، نارینه به د هغوی د ترلاسه کولو لپاره سمه او شرعي لاره غوره کړي.»
درېیمه شبهه
ځینې وايي چې په یقیني توګه حجاب د ښځو د شخصیت د پټولو بهیر ګړندی کوي، او ځینې ښځې چې ناوړه کړنې ترسره کوي، ځانونه د حجاب د پردې تر شا پټوي.
د شبهې ځواب
بې له شکه، مسلمانه ښځه چې په دې وخت کې حجاب مراعتوي، په ځینو هیوادونو کې د رسنیو، پوهنتونونو او منافقینو تر ځورونې او برید لاندې راځي.
د دې ټولو ستونزو په وړاندې، دا ښځه یوازې د الله تعالی د رضا لپاره صبر کوي. هغه دا کار د یوې ایماندارې او صادقې ښځې په توګه کوي، چې د قرآن تر سیوري لاندې لویه شوې ده. [د حجاب د دښمنانو پراخ تبلیغات هېڅکله هغه له خپل موقف څخه نشي اړولی.]
که یوه فاسقه او بدکاره ښځه د عفت د سمبول په اغوستلو سره د خلکو له نظره ځان پټوي، نو د دې ګناه د حجاب پر غاړه څنګه ده؟
څلورمه شبهه
دوی وايي چې په سړي کې جنسي ځواک خورا لوی او خطرناک دی، او د ښځې حجاب د هغې ښکلاوې پټوي. په پایله کې، ځوان د جنسي غریزې په مخنیوي کې پاتې راځي، او دا د جنسي تېري په بڼه د چاودېدو په حال کې ده. له همدې امله دوی باور لري چې ښځې باید د حجاب له قیده خلاصې وي، ترڅو ځوانان له دې روحي فشار څخه وژغورل شي.
د شبهې ځواب
که دا خبره ریښتیا وي، نو ولې په امریکا او اروپا کې له ښځو سره جنسي تېري، د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی، او نور اخلاقي جرمونه پیښیږي؟ حال دا چې هلته هر څوک له مطلقو آزادیو څخه برخمن دي.
نو د دې ادعا پایله څه ده؟ ایا د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کم شوی؟ ایا ښځه له دې خطر څخه خوندي ده؟
تازه احصایې ښيي چې په امریکا کې په هرو ۹۰ ثانیو کې پر ښځو یو تېری ترسره کېږي، او په فرانسه کې هر کال له ۲۵,۰۰۰ څخه زیاتې ښځې د جنسي تېري قرباني کېږي. د بښنې نړیوال سازمان په ۲۰۰۴ کال کې راپور ورکړی چې په نړۍ کې له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې د جنسي تېري قرباني شوې یا هڅه پرې شوې ده.
پنځمه شبهه
دوی وایي چې د ښځې حجاب د ټولنې نیمه برخه فعاله نه پرېږدي او هغه د سیاسي، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو له ګډون څخه منع کوي. دوی باور لري چې د هر سیاسي او ټولنیز فعالیت لپاره لومړی ګام دا دی چې یوه ځوانه نجلۍ خپل مخ ښکاره کړي او هغه خنډونه چې د هغې او نارینه وو ترمنځ دي، له منځه یوسي.
دوی ادعا کوي چې د ښځې د مختلفو سیاسي او ټولنیزو استعدادونو د ځلېدو لومړنۍ خنډ حجاب دی، ځکه حجاب ښځه د سړي څخه جلا کوي او د هغې پر وړاندې خنډ جوړوي.
د شبهې ځواب
په یقین سره ویلای شو چې دا ځان جوړ شوې ادعا یو لوی بهتان دی چې په هیڅ ډول دلیل نه دی ولاړ. زه (علامه سعید رمضان البوطي) اعتراف کوم، په داسې حال کې چې په خپلو سترګو مې لیدلي دي، چې د پوهنتون باحجابه او باسترې نجونې په علمي، کلتوري، فکري او ټولنیزو فعالیتونو کې د خپلو نورو بې ستره ټولګیوالو په نسبت ډېرې بریالۍ وې.
حقیقت دا دی چې د ښځې په حجاب کې هېڅ داسې ستونزه نشته چې هغه د دندې له ترسره کولو، د علم له زده‌کړې، یا د ټولنیزو فعالیتونو له ګډون څخه منع کړي. ډېرې محجبه نجونې په پوهنتونونو کې د خپلو هم‌صنفانو په پرتله په ازموینو کې مخکښې وي او د استادانو او محصلینو له درناوي او ستاینې برخمنې دي.
شپږمه شبهه
د حجاب مخالفین ادعا کوي چې د ښځو سینګار او بربنډتوب د نارینه وو پام نه را اړوي، بلکې نارینه محجبه ښځو ته ډېره پاملرنه کوي، ځکه هغوی غواړي دا ښځه وپېژني.
د شبهې ځواب
کله چې سینګار او ښکلا عادي وګڼل شي، د نارینه وو سترګې هغې خوا ته نه ځي. مګر که یوه نجلۍ ځان سینګاروي، نو پوښتنه پیدا کېږي چې ولې؟ د چا لپاره؟ او ولې دومره ډېر لګښتونه په خپله ښکلا او موډ پسې کړي؟
حقیقت دا دی چې د فسق، فجور، فحشا، او غیر اخلاقي اړیکو تر ټولو لوی لامل د سینګار، بربنډتوب، او بې حجابۍ فرهنګ دی، چې ښځې له کورونو را باسي او د خلکو په مخ کې ښکاره کوي.
البته، د دې لامل چې ځینې خلک سترلرونکې ښځې تعقیبوي او په سینګار شوو او بربنډو ښځو پسې نه ګرځي، دا دی: سترلرونکې ښځه د تړلي کتاب په څېر ده چې هیڅوک یې په محتوا او فکرونو نه پوهېږي. کله چې موږ یې پوښ ته ګورو، د هغې د منځپانګې په اړه هېڅ پوهه نه ترلاسه کوو.
خو سینګار شوې او بربنډه ښځه د خلاص کتاب په څېر ده چې هر څوک یې پاڼې اړوي او کرښه په کرښه یې لولي. تر هغه چې پاڼې یې ټوټې ټوټې نشي، څوک یې نه پرېږدي.
اوومه شبهه
د اسلام مخالفین دا هم وایي چې هغه ځوانه نجلۍ چې ځان د پردې او حجاب تر شا ساتي، په حقیقت کې ځان د واده له خوښیو بې برخې کوي او خپل ژوند محدودوي. دوی ادعا کوي چې یو ځوان هلک هغه نجلۍ ته متوجه کېږي چې پرې میین شي، او بې له شکه، ځوانان تر ټولو لومړی د نجونو ښکلا او هغو شیانو ته متوجه کېږي چې د هغوی شخصیت څرګندوي.
دوی پوښتنه کوي: یو ځوان څنګه پر یوې نجلۍ باور وکړي، که د هغې د لیدلو او له هغې سره د اختلاط شرایط برابر نه وي؟ او که دا زمینه برابره شي، څنګه ممکنه ده چې نجلۍ ځان د برقې او حجاب تر شا پټه کړي؟
د شبهې ځواب
دا بې بنسټه تور دی چې حقیقت او واقعیت سرچپه بیانوي. دا تور د هغو باطل تبلیغ کوونکو له لوري خپرېږي چې په قصدي ډول خلک ګمراه کوي، او د ځینو خلکو د ناپوهۍ او بې‌خبرۍ له امله د ځوانو نجونو او د هغوی د میندو فکرونه له فریب او شکونو سره مخ کوي.
که د خپلې ټولنې وضعیت په رښتینې توګه وڅېړو، نو څرګنده به شي چې د بې‌حجابو او بې‌پروا کورنیو په پرتله، سترلرونکو کورنیو او نجونو ته پاملرنه دوه چنده ده. دا کورنۍ د هغو فریبونو تر اغېزې لاندې نه دي راغلي.
په حقیقت کې، ودونه عموماً په مذهبي کورنیو کې د نورو کورنیو په پرتله ډېر عام دي. [یعنې د سترلرونکو، پاکو او محجبه ښځو په لور د خلکو لیوالتیا او تمایل له بې‌حجابو او بې‌حیاوو ښځو څخه ډېر دی؛] ځکه چې خلک پوهېږي دا ښځه به په راتلونکي کې د ټول نسل ښوونکې وي. که ښځه خپله په تعلیم، پالنې، ایمان او عقیدې کې ستونزې ولري، هغه څنګه کولای شي یو نسل ښه وروزي او خپل مسئولیت په سمه توګه ترسره کړي؟
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version