لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (دري پنځوسمه برخه)

لوېدیځوال او د ښځو خطا ایستل او دوکه کول

د ننني لوېدیځ تمدن له نظره، په الوتکه او هوټل کې د خدمتګارې په توګه د ښځې خدمت کول، د مېزونو او څوکیو پاکول او سمبالول، د سلګونو پردیو کسانو کوربه‌توب او د مسافرو د سترګو له خطرناکو تېریو سره د هغې د بدن ښکاره کېدل، د “ښځې آزادي” په نوم یادېږي.
کله ناکله، پرته له کوم دلیل، یو مسافر د الوتکې د زنګ په وهلو سره ښځینه خدمتګاره د داسې عادي کار لپاره غواړي چې په خپله یې هم ترسره کولای شي. په هوټلونو او الوتکو کې خدمتګاري، په دفتر کې کار کول او ویاندویي د آزادۍ له مظاهرو او بېلګو ګڼل کېږي.
نننی تمدن په کور کې د ښځې پاتې کېدل، د ماشومانو پالنه او روزنه، او د مېړه، اولادونو، مور، پلار، وروڼو او خويندو خدمت کول، وروسته پاتې‌والی، شاتګ، بنسټپالنه، او د پرمختګ په لاره کې خنډ ګڼي.
نن ورځ، د آزادۍ او خلاصون په نوم، مسلمانې نجونې او ښځې غولول کېږي. هڅه کېږي له دوی سره داسې چلند وشي چې له دین او فضیلت سره هېڅ اړخ نه لګېږي. د دوی یوازینۍ موخه دا ده چې دوی په تدریجي ډول په خپله لومه کې ونيسي.

د لوېدیځ کلتور تپل

لوېدیځپال غواړي پر مسلمانو ښځو د لوېدیځ کلتور مسلط کړي؛ هغه کلتور چې فساد، د ارزښتونو ړنګېدل، او له انساني فطرت څخه انحراف یې ځانګړنې دي. دا کلتور له هغه حقې لارې څخه واټن لري چې خدای تعالی د پیغمبرانو او سپېڅلو کتابونو له لارې ښودلې ده.
هغوی هڅه کوي چې مسلمانه ښځه لوېشت په لوېشت او ګام په ګام د غربي ښځې له اخلاقو او کلتور څخه پیروي ته وهڅوي. لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي، که غربي ښځه د څرمښکۍ سوري ته، سره له تنګوالي، کوږوالي او بدبویۍ، ننوځي، مسلمانه ښځه هم باید ورپسې ننوځي.
په بل عبارت، یوه نوې اړیکه چې د “څرمښکۍ د سوري اړیکه” په نوم یادیږي، رامنځته شوې ده، او د دې نظریې ملاتړي د هغې د خپرولو هڅه کوي.

په هر صورت

دوی له هغه څه څخه چې غربي ښځه ترې کړېږي، ناخبره دي؛ یعنې له هغو بدو پایلو څخه چې د نارینه او ښځو د آزاد اختلاط له امله ښځه، نارینه، کورنۍ او ټولنه ورسره مخ دي. دا لوېدیځپال د هغو شکایتونو او فریادونو په وړاندې چې ټوله لوېدیځه نړۍ یې ځپلې ده، او د پوهانو او لیکوالانو د لیکنو او د مفکرینو او اصلاح غوښتونکو د اخطارونو په وړاندې چې د آزاد اختلاط له کبله د ارزښتونو د له منځه وړلو لامل ګرځېدلي، په خپلو غوږونو کې مالوچ ایښي دي.
دوی دا هم هېر کړي دي چې هر ملت یو ځانګړی شخصیت لري چې بنسټ یې د هغه د عقیدې، نړۍ لید، هستۍ او د هغه څښتن، ارزښتونو، او ځانګړي کلتوري میراث په اساس جوړېږي. د هېڅ ټولنې لپاره دا سمه نه ده چې د بلې ټولنې یوه کاپي وګرځي.

لوېدیځ او د کورنۍ بنسټونه

لوېدیځ، د آزادۍ د فلسفې په نوم چې په اصل کې بې‌نظمي وه، کورنۍ له خپلو بنسټیزو عناصرو څخه جلا کړه؛ په داسې حال کې چې کورنۍ د ټولنې اساسي بنسټ جوړوي. د کورنۍ شتون د هغې د غړو ترمنځ په همکارۍ، همغږۍ، او پیوستون پورې تړلی دی.
لوېدیځ د “ښځېتوب” ځانګړنه له تباهۍ سره مخ کړې او سربېره پر دې یې د ښځې او د هغې د اولادونو د ساتنې، پالنې، او روزنې د چمتووالي ترمنځ واټن رامنځته کړی دی.

د فاحشۍ ستونزه

هغه ښځې چې په امریکا کې ژوند کوي، ګڼ شمېر یې د کاري تجربې او مسلک په توګه فحاشي غوره کړې ده. د دوی شمېر لږ تر لږه له ۴۰۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو پورې اټکل شوی دی. په تېرو وختونو کې امریکایي فاحشې د کورنیو نوکرانو په توګه کار کاوه او نیمایي یې په موسسو او شرکتونو کې کار کاوه. خو د فاحشه‌ګۍ له امله یې خپلې دندې پرېښودې.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version