لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان‌پرستي (نولسمه برخه)

د شیطان‌پرستانو کتابونه، رسمونه او معبدونه
۱. د شیطان‌پرستانو کتابونه
شیطان‌پرستان ځینې کتابونه او لیکنې لري چې د دوی د بنسټ‌ ایښودونکو لخوا لیکل شوي. لاندې په دې برخه کې توضیحات وړاندې کوو:
۱.۱ د قانون کتاب
دا کتاب په شلمه پېړۍ کې د شیطان‌پرستۍ مشهوره څېره “آلیستر کرولي” لخوا لیکل شوی. په ۱۹۰۴ کې، مصر ته د خپلې مېرمنې “رُز” سره د سفر پر مهال، کرولي ادعا وکړه چې د “آیواز” په نامه یوه فرښته له هغه سره خبرې کړې او ځینې لارښوونې یې ورته الهام کړې دي. هغه دا احکام د کتاب په توګه تالیف کړل او “د قانون کتاب” نوم یې ورکړ، او ځان یې د دې الهامونو پیغمبر وباله. هغه دا لارښوونې د “تلما” (Thelema) په نوم د یوې فرقې د جوړښت بنسټ وګرځوله.
کرولي خپل کتاب په درېیو فصلونو کې تنظیم کړ، او هر فصل یې په یوه ورځ او یو ساعت کې ولیکه. د «قانون د کتاب» د لومړي فصل په څلوېښتم څپرکي کې راغلي دي: «هر څه چې غواړې، هغه وکړه؛ دا ټول قانون دی دا وینا د تلما فرقې مرکزي شعار وګرځېد.
دا شعار په لومړي ځل په شپاړسمه پېړۍ کې د فرانسوي اومانیست (انسان‌پال) لیکوال “فرانسیس رابله” لخوا وړاندې شو، او په اتلسمه پېړۍ کې “د دوزخ د اور ټولنې” هم د خپلې ډلې د اصلي شعار په توګه ومنله. دا شعار د تلما فرقې او ورپسې نورو شیطاني ډلو د ډېرو غیر اخلاقي انحرافاتو توجیه کوونکی وګرځېد.
۲.۱ د تلما فرقې مقدس کتاب
“آلیستر کرولي” په ۱۹۰۷ کې د “تلما فرقې مقدس کتاب” تدوین کړ.
۳.۱ د کرولي نور کتابونه او مقالې
کرولي ډېر کتابونه او مقالې لیکلي دي. د هغه ځینې مهم اثار عبارت دي له:
  • د یوګا په اړه اته ویناوي
  • د دروغو کتاب
  • د آلیستر کرولي اعترافونه (د کرولي ژوندلیک)
  • د سپوژمۍ زوی
  • ۷۷۷ او نورې کابالیستي لیکنې
۴.۱ شیطاني انجیل
“شیطاني انجیل”، چې د نوي شیطان‌پرستۍ سپیڅلی متن دی، د “آنتوان لاوي” لخوا لیکل شوی او د شیطان‌پرستۍ په اړه د مقالو، مشاهداتو، شیطاني رسمونو او ځانګړو نظریاتو ټولګه ده.
دا کتاب چې عبراني، یوناني، او انګلیسي عبارات لري، څلور برخې لري چې هره یوه یې د څلورو شیطانانو په نوم نومول شوې ده. دغه شیطانان دا دي:
  • شیطان (Satan): د شیطان‌پرستۍ پېژندنه وړاندې کوي.
  • لوسیفر (Lucifer): د شیطان‌پرستۍ په عقایدو او نظریاتو رڼا اچوي؛ (په ځانګړي ډول د جنسي اړیکو په اړه).
  • بلیال (Belial): د شیطان د عبادت او جادوګرۍ تمرینونه بیانوي.
  • لیویتان (Leviathan): د شیطان د عبادت د مراسمو لپاره ځینې متنونه وړاندې کوي.
د دې کتاب محتوا په داسې ډول ترتیب شوې ده چې لوستونکی دې پایلې ته ورسوي چې شیطان‌پرستي د انسان لپاره یوازینۍ منطقي لاره ده. لاوي دا نظریه په دومره ټینګار سره وړاندې کوي، چې که څوک په شیطان‌پرستۍ عمل ونه کړي، هغه خامخا ذهني یا فکري ستونزه لري.
۵.۱. شیطاني دعاګانې
دا کتاب، چې د آنتوان لاوي لخوا لیکل شوی، په ۹ فصلونو کې د شیطان‌پرستۍ بېلابېل رسمونه په تفصیل سره بیانوي. د دې فرقه کې د اهمیت او پلي کېدو له مخې، دا کتاب د شیطاني انجیل وروسته په دویم مقام کې دی؛ ځکه چې په ډېرو مراسمو کې د دې کتاب د متنونو یوه برخه باید د شیطان د کلیسا د اسقف او حاضرینو لخوا ولوستل شي.
۶.۱. شیطاني جادو
دا کتاب په اصل کې د بشپړ جادوګر یا کله چې عفت ماته خوري تر سرلیک لاندې خپور شوی و. مګر وروسته، کله چې په ۱۹۸۳ کې بیا خپور شو، د کتاب نوم په شیطاني جادو بدل شو. د دې کتاب په موضوعاتو کې د جادو ځینې ښوونې شاملې دي، کومې چې آنتوان لاوي د ۱۹۶۰ لسیزې په لومړیو کې د تور هنر تر سرلیک لاندې خپلو زده‌کوونکو ته تدریس کولې.
۷.۱. د شیطان کتابچه
دا کتاب ۴۱ مقالې لري، چې د آنتوان لاوي لخوا په بېلابېلو موضوعاتو کې لیکل شوې دي.
۸.۱. د شیطان خبرې اترې
دا کتاب وروستی اثر و چې آنتوان لاوي د خپل مړینې څو ورځې مخکې تالیف کړی و. په دې کتاب کې د هغه ۶۱ متفرقه لیکنې شاملې دي، چې د هغه له مړینې یو کال وروسته چاپ شوې. د دې کتاب سریزه د مشهور مټال سندرغاړي مارلین مانسن لخوا لیکل شوې ده.
۹.۱. د شیطان مقدس کتاب (The Satanic Scriptures)
د شیطان مقدس کتاب د پیټر ګیلمور (Peter H. Gilmore)، چې د شیطان د کلیسا لوی اسقف دی، لخوا لیکل شوی او په ۲۰۰۷ کال کې خپور شوی دی.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version