لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (اوومه برخه)

د اموي دور نامتو شخصيتونه او په ټولنه کې د هغو اخلاقي اغېزې
د امویانو د ماديت‌پالنې واکمني او په هغه کې طبیعي اغېزې، د دین وقار او د هغه اخلاقي اغېزې تر یوې اندازې پورې د مسلمانانو په ژوند کې پاتې شوې، او دا دیني وقار او اخلاقي اغېزې د هغو خلکو لخوا وه چې دیني او علمي لوړ مقام یې درلود، او په لِلّهِیت، اخلاص، پاک‌نفسۍ، علم او فقه باندې مشهور وو. د دغو مشرانو اغېزې او نفوذ د دولت له دائرې بهر و. هغوی ته د زړه له کومي د درنښت په نتیجه کې، مسلمانان له ډېرو معایبو او ګمراهیو وژغورل شول او د مادیاتو د سېلاب له امله له منځه نه ولاړل.
په دغو مشهورو دیني کسانو کې تر ټولو با نفوذه، محبوب او مشهور کس “حضرت علي بن حسين، زين العابدين رضي الله عنه” وو چې په عبادت، تقوا، ورع او پرهېزګارۍ کې بې‌څاری و. د ده سره د مسلمانانو علاقه له دغه کیسې څخه معلوميږي: چې يوه ورځ هشام بن عبدالمالک د کعبې د طواف لپاره راغی او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله ونه توانېدی چې د حجر الاسود استلام ترسره کړي. نو په تمه شو، چې ګڼه ګوڼه کمه شي او استلام وکړي. په همدې وخت کې حضرت علي بن حسين رضي الله عنه راورسېد، خلکو ورته لاره خلاصه کړه او هغه په آسانۍ سره طواف وکړ او حجر الاسود يې استلام او هغه یې ښکل کړ. له هر ځایه چې هغه تېرېدی، خلکو به ورته د احترام له امله لاره پرانیستله. هشام پرېښانه شو او ویې پوښتل: دا څوک دی؟ د اموي عصر مشهور شاعر فرزدق په خپل في البداهه شعر سره د هشام بن عبدالملک عارفانه تجاهل ته ځواب ورکړ او حضرت حسن بن علي رضي الله عنه یې چې څنګه یې مستحق و ورته معرفي کړ.
د فرزدق دا شعر اوس هم د عربي ادبیاتو په کتابونو کې شته چې لومړی بیت یې دا دی:
هذا الذي تعرف البطحاء وطاته          والبیت یعرف والحل والحرم
څېړونکي وايي: «د وخت په تېرېدو سره په دې قصیده کې بیتونه اضافه شوي دي.»
همدارنګه د اهل بیت نور فضلاو لکه حضرت حسن المثنی او د هغه زوی حضرت عبدالله المحض او نور فاضلان لکه حضرت سالم بن عبدالله بن عمر، قاسم بن محمد بن ابوبکر، حضرت سعید بن مسیب او حضرت عروه بن زبیر رضي الله عنهم د مسلمانانو لپاره دیني نمونې وې. دوی له دولت سره د اړیکو په پرې کولو سره د حقانیت، پرمختګ، علمي یووالي او په مخلصانه دیني خدمت او اخلاقي لوړتیا کې رول درلود.
د حکومت اغېزمن او د ډېرېدونکي تبلیغاتو سره سره، که څه هم دا دیني او اخلاقي اغېزې ناکافي وې؛ خو بې شکه چې دا کارونه بې نتیجه نه وه، او د هغه له اثره د مسلمانانو په ټولنیز ژوند کې تر یوه حده د اعتدال او دیني احترام توازن برقرار و، او کله کله د دنیاوي کارونو په ژورو کې د معنوي حالت اصلاحي جذبه راپورته کېدله.
په حکومت کې د انقلاب اړتیا او ستونزې
ورو ورو د سیاسي انقلاب اغېزې پراخې او ژورې شوې. د هغه دیني مشرانو شمېر چې د اسلامي صفاتو او اخلاقو ساتونکي او د لومړۍ پېړۍ یادګاران وه مخ پر کمېدو و. د دولت د نفوذ ساحه پراخه او پیاوړې کېدل. په داسې وخت کې دیني او اخلاقي انقلاب پرته له دولتي بدلون څخه ستونزمن و؛ او د اموي حکومت پر دومره قوي نظامي بنسټ باندې ولاړ و چې په آسانۍ سره نه شو بدلېدای او په دې وخت کې هېڅ داخلي او خارجي ځواک نه و چې د فیزیکي مبارزې په ډګر کې دې قوي پوځ ته ماتې ورکړي. په دې وروستیو کې دوې سترې مبارزې شوې وې، چې یوه د سیدنا حضرت حسین رضي الله عنه مېړانه او مخلصانه مبارزه او دویمه د سیدنا عبدالله بن زبیر رضي الله عنه وسله واله او مېړانه مبارزه وه. له همدې امله، د وسله والې مبارزې د بریالیتوب اغېزې او امکانات دومره ژر شتون نه درلود. د اصلاح او د موروثي حکومت بدلون دروازې تړل شوي وې. داسې فکر کېده چې د مسلمانانو بخت سل کاله کیږي چې بند دی. په داسې حالت کې د اسلام د بريا او د انحرافي حالت د بدلون لپاره يوې معجزې ته اړتيا وه او هغه معجزه ښکاره شوه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version