لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان پرستي (پنځلسمه برخه)

۱.۶. دوزخ په شیطان پرستۍ کې
که څه هم شیطان پرستان په آخرت، حساب او کتاب، جنت او دوزخ باندې باور نه لري، خو د “دوزخ” نوم د دوی په سپیڅلي کتاب (شیطاني انجیل) کې څو ځله ذکر شوی دی. د دې له مخې ویلای شو چې د دې ډلې په عقیده کې جهنم بل مفهوم لري چې له دیني مفکورې څخه چې په نورو دینونو کې شته، بشپړ توپیر لري. د شیطان پرستانو د عقیدې له مخې، دوزخ د شیطان د واک او واکمنۍ مرکز دی او په بشپړه توګه د هغه تر واک لاندې دی.
په شیطاني انجیل کې ویل شوي: «ریښتینی عبادت یوازې د لوی شیطان لپاره دی چې د دوزخ مالک دی.»
د جهنم د اور په اړه وايي چې دا اورونه نه دردونکي دي او نه د انسان بدن سوځوي. په شیطاني انجیل کې ویل شوي: «د هغه لمبې ډېرې پورته کیږي او ناپاکۍ له منځه وړي.»
شیطان پرستان په دې باور دي چې الهي پیغمبران د دوزخ په اصلي مفهوم او معنا نه دي پوهېدلي. “لاوي” لیکي: «هغه پیغمبران چې انجیل یې ولیکی، د دوزخ په ریښتیني معنا پوه نه شول.»
دغه فرقه دوزخ د قدرت سرچینه او د شیطان د تسلط او باچاهۍ مرکز ګڼي او وايي: «دوزخ د قدرت، امنیت، هوساینې او تفریح ځای دی.»
شیطاني انجیل وايي چې شیطان او د هغه برکتونه په دوزخ کې دي. له همدې امله د شیطان عبادت کوونکي تل شیطان ته تضرع کوي ترڅو د دوی سره مرسته وکړي چې دوزخ ته لاړ شي. په یوه مناجات کې وايي: «اې ابلیسه! ای زموږ لویه ربه!… زموږ طاعتونه او عبادتونه خپل درګاه ته قبول کړه او په خپلې رڼا سره موږ ته د جهنم لاره وښیه! په کومه ورځ چې زما مرګ ورسیږي، ته به ما صبر کوونکی ووینې؛ ځکه چې زه به په پوره تیارۍ سره ابدي اور (دوزخ) ته درشم.»
شیطان پرستان په دې باور دي چې په دوزخ کې به دوی د لوی شیطان ملاتړ ولري او په بشپړ امنیت کې به وخت تېروي، پداسې حال کې چې جنتیان به تل په وېره او وحشت کې وي. په نتیجه کې، دا شیطان پرستان دي چې د لوی شیطان په مرسته، پر جنتیانو باندې به برید وکړي او جنت به فتح کړي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version