لیکوال: عبدالحي لیان

شیطان‌پرستي (څوارلسمه برخه)

۱.۵. قیامت د شيطان‌پرستانو په نظر
په آخرت باندې ایمان، چې پکې حساب او کتاب، حشر او نشر، عذاب او ثواب، او جنت او دوزخ شامل دي، د آسماني دینونو په عقیدوي نظام کې له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي. د حساب لپاره د بلې نړۍ شتون د الهي حکمت او د عدالت د کمال له غوښتنو څخه دی. دغه عقیده په انسان کې د منع کوونکي انګیزې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبوي او انسان تل نیکو کارونو ته هڅوي.
خو په آخرت باندې ایمان او د هغې د شتون امکان له هغو شیانو څخه دي چې د تاریخ په اوږدو کې یوې ډلې تل رد کړی دی. دوی دا ادعا د الهي پیغمبرانو د مسخره کولو لپاره دلیل ګرځولی دی. شیطان‌پرستان هم د همدې بهیر په دوام کې د دیني عقایدو او د قیامت ورځې څخه انکار کړی او دې عقیدې ته یې نورې بڼې ورکړې دي.
الف) د قیامت څخه انکار
شیطان‌پرستان په دې باور دي چې آخرت شتون نه لري او د انسان ټولې چارې یوازې په دې نړۍ کې څېړل کېږي. د دوی په اند، خوښۍ او غمونه د دې نړۍ په پای ته رسېدو سره ختمېږي. څوک چې بد عملونه کوي، پایله به یې په همدې دنیا کې ويني، او د نیکو اعمالو بدله به هم په همدې دنیا کې ورکول کېږي.
په شیطاني انجیل کې ویل شوي:
«هغه دوزخ چې مجرمین سوځوي، شتون نه لري
د قیامت او حساب او کتاب په اړه وايي:
«ژوند په لذتونو کې ډوبېدل دي، او مرګ د دې لذتونو څخه محرومېدل دي؛ نو همدا اوس له فرصت څخه ګټه واخلئ. عذاب او ثواب هغه څه دي چې موږ د دې دنیا په ژوند کې ورسره مخ کېږو. دا ژوند زموږ دی او زموږ په اختیار کې دی؛ نو دا ژوند ومومئ او دغه شېبې ونیسئ. دا ژوند نه د خلاصون لاره لري او نه بدیل
“ماریا ماردینا”، چې د شیطان په معبد کې د “لوی شر” درجه لري، دا عقیده په لاندې ډول بیانوي:
«هغه څه چې د انسان طبیعت ته نږدې او ورسره مطابقت لري، د ژوند د نقد منل او په آخرت باندې شک کول دي. ژوند یعنې د خوښیو په لټه کې کېدل او د نفس غوښتنې پوره کول؛ نو باید هېڅکله د بلې دنیا په هیله ځان د دې دنیا له لذتونو څخه بې برخې نه کړو
له پورتنیو اسنادو څخه په ډاګه څرګندېږي چې شیطان‌پرستان د آخرت په ورځ ایمان نه لري. دا ډله ټول ژوند یوازې د دې نړۍ لپاره ځانګړی ګڼي او ټینګار کوي چې انسان باید د امکان تر حده خوندونه ترلاسه کړي.
په آخرت باندې د دوی کفر د دې بې ادبۍ او خپلسرۍ لامل ګرځېدلی دی؛ ځکه چې په ورځ د آخرت، حساب او کتاب، او جنت او دوزخ باندې ایمان نه درلودل انسان پر ټولو حقوقو تېري او تجاوز ته هڅوي.
ب) د روحونو تناسخ (بیا زېږون)
دغه عقیده لرونکي په دې باور دي چې د انسان روح له مرګ وروسته په دې نړۍ کې پاتې کېږي او د لومړي بدن څخه بل بدن (انسان یا حیوان) ته لیږدول کېږي. دې پروسې ته “د روح سفر” یا “تناسخ” ویل کېږي. بې له شکه، دا عقیده باطله او غیردیني ده.
د شیطان‌پرستانو یوه ډله “له مرګ وروسته ژوند” باندې باور لري. دغه ډله چې د ایزیدیانو په نامه پېژندل کېږي، د مرګ وروسته د ژوند په ځانګړي مفهوم یعنې تناسخ باندې باور لري. لکه څنګه چې د ایزیدیانو په سپېڅلي کتاب الجلوه کې راغلي دي:
«چا ته مناسبه نه ده چې په دې ټیټه نړۍ کې له هغه وخت څخه زیات ژوند وکړي چې ما د هغه لپاره ټاکلی دی. څوک چې زه وغواړم، د دویم، درېیم او … ځل لپاره په دې نړۍ کې د تناسخ په توګه راوړم
د دې فرقې د عقیدې له مخې، مرګ د ژوند پای نه دی، بلکې دا په یوه سلسله کې یوه حلقه ده. په حقیقت کې، انسان له مرګ سره له یوه پړاو څخه بل ته انتقالېږي. د دې ډلې په اند، یو انسان د خپل ژوند په اوږدو کې څو پړاوونه تېروي.
لومړی پړاو ډېر ټیټ او خورا کم ارزښت لرونکی دی. خو ورپسې پړاو، چې له مرګه وروسته پیلېږي او ستر شیطان ته نږدې کېږي، د کمال، رڼا او ښکلا په ډیروالي سره پرمختګ کوي. له همدې امله، انسان باید د ژوند په لومړي پړاو کې د شیطان‌پرستۍ ځانګړي عبادات ترسره کړي ترڅو د دې دنیا له قید او بند څخه ځان خلاص کړي او د امکان تر حده شیطان ته نږدې شي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version