لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (یو دېرشمه برخه)

 

د مور مقام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو په رڼا کې
له علمي اړخه، د مور رول د پلار په پرتله په وراثت او د ماشوم د شخصیت په وده کې ډېر زیات او اغېزمن دی؛ ځکه چې د نطفې له انتقال وروسته د پلار رول پای ته رسېږي، خو د مور رول د جنین تر نهه میاشتني ژوند او له هغه وروسته تر دوو کلونو پورې دوام کوي. ماشوم په دې پړاوونو کې د وینې او شیدو له لارې له مور سره په اړیکه کې وي.
د پلار رول د فزیکي لامل لخوا د ځای‌پرځای کېدو وړ دی، مګر د مور رول نه‌شي بدلېدلی؛ یعنې هر جنین د ودې او پالنې لپاره د مور رحم ته اړتیا لري، تر څو خپل شکل او جوړښت بشپړ کړي. د مور په رحم کې ماشوم د هغې برخه وي او د هغې تر اغېز لاندې وي. د مور بدلون، نیکۍ او بدۍ، خواړه او درمل د جنین په ژوند باندې اغېزمن دي.
د انسان په ژوند کې د مور رول د پیدایښت له پیل څخه شروع کېږي او تل د ماشوم په ژوند کې شتون او دوام لري. مور د خپل ماشوم د پالنې، ښوونې او روزنې لپاره په خپل ټول وجود سره هڅه کوي. خو که اولاد د مور او پلار یا له دوی څخه د یوه په وړاندې غفلت وکړي، له سختې پړتیا سره به مخ شي.
د حضرت زین العابدین (ابوالحسن بن علي بن حسین بن علي بن ابی طالب) په اړه، چې د تابعینو له مشرانو څخه و، ویل کېږي چې له خپلې مور سره به یې ډېر احسان او ښېګڼه کوله. تر دې حده چې ورته ویل کېدل: “ته د خپلې مور په وړاندې تر ټولو زیات خدمت کوونکی او نیکي کوونکی یې.” مګر خلکو هیڅکله هغه له خپلې مور سره په ډوډۍ خوړلو نه و لیدلی. کله چې یې لامل وپوښتل شو، ویې ویل:
زه وېره لرم چې زما لاس به د خواړو هغې برخې ته وغځېږي چې د مور سترګو به پرې نظر کړی وي، او په دې کار سره به زه له هغو خلکو څخه شم چې د مور او پلار نافرماني یې کړې وي.”
په یوه حدیث کې راغلي دي چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل:
*”یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! ما خپله مور په اوږو کښېنوله او حج ته مې بوتله. آیا په دې کار سره ما د هغې حق ادا کړ؟”
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
نه، له دې ټولو سره سره د صفا او مروې تر منځ د طواف زحمت او د حج ټول اعمال د هغې د ولادت د درد یوه برخه هم نه ادا کوي.”
له حضرت عایشه رضی الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
*”کله چې زه جنت ته داخل شوم نو د قرآن کریم تلاوت مې واورېد. ما وپوښتل: دا څوک دی؟ راته وویل شول: هغه حارثه بن نعمان دی.”
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
له مور سره ښېګڼه او احسان داسې وي. له مور سره ښېګڼه او احسان داسې وي.”
حضرت حارثه رضي الله عنه له خپلې مور سره ډېر مهربانه و.
ابن عباس رضي الله عنهما وايي:
زما په اند، له مور سره له نیکۍ او مهربانۍ پرته بل عمل الله تعالی ته نږدې نشته.”
حضرت کعب رضي الله عنه فرمايي:
څوک چې د مور او پلار نافرماني وکړي، الله جل جلاله به هغه ته ژر تر ژره له دې نړۍ څخه بوځي. او که څوک له مور او پلار سره مهربانه وي، نو خدای به یې عمر اوږد کړي.”
حسن بصري رحمه الله ته یو سړی راغی او ویې ویل:
*”زه سږ کال حج ته لاړم او مور مې راته اجازه راکړه.”
حسن بصري رحمه الله ورته وفرمايل:
زما له نظره، له هغې سره یو ځل د دسترخوان پر سر ستا ناسته، له حج څخه غوره او د ستاینې وړ ده.”
له پورتنیو احادیثو او اقوالو څخه څرګنده شوه چې مور خورا لوړ مقام لري. یو معتبر او ځانګړی مقام چې ډېر لږ خلک ورته رسېدلي دي. له همدې امله موږ ته لازمه ده چې د خپلو میندو درناوی وکړو او د هغوی عزت وساتو، تر څو خدای تعالی هم زموږ عزت وکړي. راځئ چې د دوی حقونه ادا کړو او اطاعت یې وکړو. ځکه چې څوک د دوی اطاعت وکړي، هغه به جنت ته داخل شي او خدای به ترې راضي شي.
د چا چې مور او پلار ژوندي دي باید د هغوی احترام او خدمت وکړي، او د هغوی په عزت او درناوي دې د ځان لپاره په دنیا او آخرت کې د الله تعالی د رضایت وسیلې او موجبات برابر کړي. د خپل ژوند لاره دې د مور او پلار په نیکو دعاګانو روښانه کړي.
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version