لیکوال: سید مصلح الدین

 ډیپلوماسي په اسلام کې (شپږمه برخه)

شارلماني او هارون الرشید
د اتمې پیړۍ په منځنیو کې په ختیځ او لویدیځ دواړو کې د سیاسي ټیکاو او استقرار پړاوونه لیدل کېدل. په ختيځ کې د اموي دولت زوال، د عباسي دولت د راڅرګندېدو او ثبات پېلامه وه، چې په چټکۍ سره یې د خپل موقعیت د ټينګښت او استقرار لپاره ګامونه پورته کول. په لوېدیځ کې کورنیو جګړو د یوه نوي اسلامي دولت د رامنځته کېدو نښې ورکولې، چې برخلیک یې د څو نورو پېړیو لپاره د اموي دولت پخواني ویاړ او برم ته بیا ژوندي کول و.
په همغه وخت کې، د بربري قومونو او حکومتونو جګړې، چې له شپږمې پېړۍ راهیسې په مرکزي او لوېدیځه اروپا کې روانې وې، د فرانسې د ځواکمن حکومت د جوړېدو زمینه برابره کړه. دې نوي دولت په چټکۍ سره سیاسي او ټولنیز ثبات ترلاسه کړ او خپلې واکمنۍ ته بنسټونه ټينګ کړل، چې په منځنیو پیړیو کې یې نوي سیاسي او ټولنیز پرمختګونه رامنځته کړل. په همدې وخت کې، بغداد او قرطبه په ترتیب سره په ختیځ او لویدیځ کې د اسلام ځواک څرګند کړ، او د لومړنیو اسلامي دولتونو د میراث ترلاسه کولو لپاره د مشروعیت او نفوذ په شخړو کې ښکېل وو.
فرانسه هغه مهال له بت‌پرستۍ او شخړو څخه راووتله، کله چې د شارلماني یا لوی شارل تر لاس لاندې د بدلون او تحول لوړو څوکو ته ورسیده. شارلماني د لومړي عباسي خلیفه او لومړي عبدالرحمن په څېر د خپلې واکمنۍ پیل د مخالفینو او یاغیانو پر وړاندې په جګړو کې تېر کړ، او د خپلې پاچاهۍ بنسټونه یې ټينګ کړل. وروسته، د فتوحاتو او سیاسي اړیکو د جوړولو فکر وکړ. د اسلام په اړه د شارلماني سیاست د فرانسې د ډیپلوماسۍ یو له خورا مهمو اړخونو څخه و، او دا سیاست یو څه متناقض و؛ ځکه چې کله شارلماني په اندلس کې د اسلامي حکومتونو د ړنګولو هڅه کوله، هم‌مهاله یې له عباسي خلیفه سره اړیکه ټینګه کړه او د دوستۍ او سیاسي اړیکو لپاره یې خپل استازي ور ولېږل.
شارلماني د عیسویت د اتل په توګه پېژندل کېده، او د هغه جګړې، چې د راین سیند له څنډو څخه یې د بت‌پرستو سیکسون قومونو شاته ګرځول او د پیرنه له غرونو هاخوا یې د اسلام پرمختګ محدودول، تر بل هر څه د هغه له مذهبي انګیزو سرچینه اخیسته. له عباسي خلیفه سره د هغه اړیکې په هسپانیه کې د اسلام د ماتولو او په ختیځ کې د عیسویت د ملاتړ لپاره د هغه د پلانونو برخه ګڼل کېدې.
د شارلماني او عباسي خلافت تر منځ اړیکو یوه کیسه لري چې د فرانسې او کلیسا په تاریخونو کې یادښت شوې، خو په عربي تاریخونو کې یې یادونه نه ده شوې. فرانسوي مورخین وايي، د شارلماني او هارون الرشید تر منځ لیکونه او سفارتونه تبادله کېدل او شارلماني هڅه کوله چې دغه دوستي ټینګه کړي. د همدې لپاره، هغه د یوه یهودي کس په مشرۍ چې اسحاق نومېده یو پلاوی ولېږه، چې له هغه سره دوه عیسویان هم ملګري وو، خو دواړه په لاره کې مړه شول. یوازې اسحاق بغداد ته ورسېد او د فرانسې د پاچا لیک او ډالۍ یې هارون الرشید ته وړاندې کړل. هارون سفیر ته درناوی وکړ او د فرانسې د پاچا د دوستۍ هرکلی یې وکړ، بیا یې خپل سفیران د هغه دربار ته ولېږل او هغه ته یې قیمتي ډالۍ ورکړې، چې په کې عربي خیمې، یو نیلي ساعت، د ورېښمو ټوکر، شرقي عطرونه، د سرو زرو څیزونه، یوه بیزو، یو فیل، او د عیسی علیه السلام د قبر کلۍ شاملې وې.
ځینو فرانسوي تاریخ‌پوهانو ویلي چې هارون الرشید شارلماني ته د ټول فلسطین واک ورکړی یا یې یوازې د بیت المقدس ښار ورکړ، خو ډېری فرانسوي سرچینې په دې باور دي چې هارون یوازې د مقدس قبر کلۍ شارلماني ته ولېږلې.
دا کیسې مبالغه‌آمیزې ښکاري او ممکن د کلیسا د مشرانو لخوا پر راویانو او لیکوالانو باندې تپل شوې وي. دا ځکه چې دا کیسې په راتلونکې پیړۍ کې تالیف شوې او په معاصرو تاریخي لیکنو کې نه دي ذکر شوي. حتی “این هارټ”، چې د شارلماني معاصر تاریخ‌لیکونکی دی، دې موضوع ته اشاره نه کوي، خو هغه فیل یادوي چې خلیفه شارلماني ته ډالۍ کړی و.
عربي مورخینو هم د بغداد او فرانسې د دربارونو اړیکو ته اشاره کړې، خو هغه یې هومره لویه نه ده ګڼلې لکه څنګه چې د کلیسا مورخینو راپورته کړې. د ختیځ او لویدیځ د دوو پاچاهانو ترمنځ ځینې دربارۍ موافقې یې یادې کړې دي.
فرانسوي مورخینو ویلي چې شارلماني د هارون الرشید دربار ته د خپل لومړي سفارت له پایلو څخه راضي و، او د همدې لپاره یې بغداد ته یو بل پلاوی واستاوه، خو تر اوسه د دوهم سفارت په اړه دقیق معلومات نشته. همدارنګه د دې سیاسي اړیکو دقیقه نیټه هم معلومه نه ده، خو شاید دا تبادلې د هارون الرشید د واکمنۍ په پیل کې، د ۷۸۶ او ۷۹۰ میلادي (۱۷۱ او ۱۷۶ هـ ق) کلونو ترمنځ شوې وي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version