لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځوسمه برخه)
د الله په لاره کې دعوت، تبلیغ او روانېدل
حضرت علامه ندوي رحمه الله که څه هم د خپل ژوند له لومړيو څخه د اسلامي ټولنې لپاره په فکر او اندېښنه کې و او په همدې موخه يې په ويناوو، مقالو ليکلو، تشويق او هڅونې او د اصلاحي سفرونو په کولو سره د اسلامي امت د اصلاح لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کولې؛ خو دا د ستایلو وړ ځانګړنه وروسته له هغه چې د امت دردمن او د معنویت له مخکښ ستر داعي حضرت مولانا الیاس رحمه الله سره یې اړیکه ټینګه کړه، نوره هم وځلېده او د هدایت دغه څراغ دوه چنده روښانه شو او د دې عام دعوت دروازې ته د ننوتلو وروسته، یو بل اړخ د دوی لپاره پیښ شو. او دا چې د مور او پلار، ورور او په بلآخره د حضرت شیخ العرب والعجم حضرت مولانا حسین احمد مدنياو نورو علماء کرامو دعاګانې ورسره وې، نو د ده لپاره لا زیاتې بریاوې په نصیب شوې او خدای تعالی د هغه د دعوت او اصلاح په چارو کې برکت واچاوه.
مولانا ندوي په هر ځای کې دعوت کوونکی و. لکه څنګه چې په لکنو کې یې د تبلیغي جماعت مرکز ته ډېره پاملرنه وکړه او له هغه سره یې ژورې اړیکې درلودې، حتی پخپله یې په دارالعلوم ندوة العلماء کې د دعوت او تبلیغ چارې پیل کړې او په منظمو پروګرامونو او هڅو یې خپل اوج ته ورسول. د جمعې په شپه به يې کليو او شاوخوا سيمو ته سفر کاوه او شاګردان به يې د دې مهم کار لپاره تيارول.
بلال عبدالحی حسني ندوي لیکي:«کله چې مولانا لکنو ته راغی نو د هغه شاګردانو سره یې چې اړیکې او پېژندګلوي درلوده، د تبلیغ کار پیل کړ. د جمعې په ورځ به د مازدیګر له لمانځه وروسته د اړتیا وړ شیان له ځانه سره یوړل او ملهور ته به چې له لسو څخه تر دولسو کلومیټره واټن وه، په پښو تلل او له هغه ځایه به د شاوخوا کلیو او بانډو ته ولاړ.
په دې برخه کې د مولانا لوړ فکر
حضرت مولانا ندوي رحمه الله له هغه وخته چې د دغه ډول دعوتي حرکتونو په اهميت او ضرورت پوهېدلی و، تل به يې د دين او آئین په اړه د اسلامي امت د کمزوريو، غفلتونو او انحرافاتو په فکر کې و او ځورېده؛ نو لرې او نږدې سيمو ته به د دې هدف لپاره تلل او په هره طریقه به یې په دې لاره کې ګام پورته کاوه. مولانا ندوي که څه هم د مدرسې استاذ و، خو د هغه لوړ فکر او اندېښنه د مدرسې او کتابونو تر څلورو دیوالونو پورې محدود نه و، بلکې د اسلامي ټولنې د لوړو او ژورو په اړه یې فکر کاوه. هغه په ندوه کې ناست و، خو د هغه پراخ افق په ټولیزه توګه نړۍ څارله او د اصلاح هڅه یې کوله. هغه په هند کې و، خو د امریکا او اروپا په اړه یې فکر کاوه، د عربي ټاپو وزمې، مصر، افریقا، الجزایر، سوډان او داسې نورو د حالاتو د ښه کولو فکر یې کاوه.
هو، هغه د محدودیتونو حدود مات کړل او د هرچا لپاره یې فکر وکړ. علامه ندوي بې له شکه يو تکړه ليکوال او مصنف و او ښايي وويل شي: هغه د اوسني عصر تر ټولو تکړه او برلاسی ليکوال ګڼل کېده، د ده ځينې اثار تر سلو زيات چاپ شوي دي. د نړۍ ډیرو بېلابېلو رسمي ژبو ته ژباړل شوي؛ مګر د تألیف او تصنیف مهم او ارزښتمن کار دوی هیڅکله د دین په اړه د قناعت زاویې ته اړ نه کړ؛ بلكې په هر ډګر كې يې ډېره هڅه وكړه او دا كار يې د خپل بيداره روحيې په مرسته د دې لامل شو چې د نړۍ تر ټولو غوره او تر ټولو ارزښتناکه لیکوالي او تصنیفي آثار له ځان څخه شاته پرېږدي. مولانا ندوي يو متقي، عبادت کوونکی او شپه ژوندۍ تېروونکی و؛ خو په دې كارونو يې بسنه ونکړه، بلكې دعوت یې کاوه د داعیان یې روزل، په داسې ډول چې د ده د سمو او پرځای هڅو ډېره ښه ثمره پر ځای پرېښوده او څرنګه چې یادونه وشوه، مولانا ندوي له نورو شاګردانو سره لرې او نږدې كليو ته د دعوت په موخه سفرونه کول. او شپې به یې په جوماتونو کې په ژړا سره سهارولې.